شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهد طالبانو له واکمنیدو سره د چاپي رسنيو فعاليت دريدلی

د طالبانو له واکمنیدو سره د چاپي رسنيو فعاليت دريدلی

تاند:( شنبه، د ميزان دويمه) پر کابل د طالبانو د واکمنۍ څه باندې يوه مياشت وشوه، خو له دې ښاره خپريدونکې ورځپاڼې او نورې چاپي رسنۍ لا هم غیر فعاله دي.

هشت صبح، اطلاعات روز، صبح کابل، مسير، ويسا، راه مدنيت، راه ماندګار او نورې ورځپاڼې هره ورځ په زرګونه ګڼې چاپ او مختلفو ولايتونو ته استول کيدې.

د طالبانو له واکمنیدو سره، د دې او نيږدې ټولو چاپي رسنيو، ان دولتي هغو فعاليت په ټپه دريدلی.

له دې رسنيو څخه ځينې يې په انلاين ډول خپل نشرات، هغه هم له نسبي سانسور سره ترسره کوي.

د اطلاعات روز ورځپاڼې ۵ خبریالان څو اونۍ مخکې د کابل په لويديځ کې د طالبانو پر ضد د یوه لاریون د راپور جوړولو پر وخت یو بل پسې طالبانو بنديان کړل، چې وروسته يې د سختې شکنجې اسناد خپاره شول.

طالبانو ټینګار کړی، چې د بيان ازادۍ ته ژمن دي، خو له دې سره لیدل کیږي چې رسنۍ له سقوط سره مخ دي.

څه موده مخکې د خبریالانو نړیوال فدراسیون د څه باندې يو نيم سل افغان رسنيو د تړل کیدو خبر ورکړ او د پړې ګوته يې طالبانو ته ونيوله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب