کله چې د اوسنۍ شاعرۍ ماډلونه مطالعه کوو کله کله سړی هیڅ نه پوهیږي چې له کوم ځای نه یې پیل کړي٬ کوم هنرونه راوسپړي٬ تصویر٬ استعاره٬ ابهام او که وجودي او رواني اړخ یې وکتل شي خو له دې سوچ سره سره تمه پیدا شي چې د اوسنۍ شاعرۍ ماډلونه دومره پراخ دي چې تر یو عنوان لاندې څیړل یې ستونزمن وي خو ښه خبره دا ده چې د اوسنۍ شاعرۍ غیږ په همدې ګلونو ښکلې او تنوع لرونکې ده.
په دې منځ کې زمریالی اباسین هم خپله شعري په بېلابېلو شعري هنرونو رنګینه کړي٬ که په یو اړخ یې خبرې کوو نو نور اړخونه او ښکلاوې یې پاتې کیږي او که په ټولو اړخونو یې خبرې کوو نو نه خو زموږ پوهه دومره ده او نه هم زما د موضوع له عنوانو سره برابریږي٬ خو د اوسنۍ شاعرۍ، ددې ماډل پېژندل ډېر ضرور دي چې باید پرې خبرې وشي.
زمریالی اباسین وایي:
څه ماضي یې چې له حاله وځې نه
نن سبا مې هېڅ له خیاله وځې نه
زه دې زوړ کړمه رژېږم لکه رېګ
ته ځوانېږې له جماله وځې نه
د اباسین دا دوه بیتونه شاید په ویلو کې ساده وي خو شاعر اعتراف کوي چې د هغه محبوب رواني حضور لري٬ همدا د اوسنۍ شاعرۍ هغه ځانګړنه ده چې محبوب له یوه انسانه د ذهني هستۍ یا رواني موجودیت تر کچې رسوي.
په بل بیت کې تضاد دی ځکه شاعر زړیږي خو محبوب ځوانیږي چې دا عاطفي رنګ لري خو کله چې وایي رژېږم لکه رېګ٬. دا ډېره نوې او محسوسه استعاره ده ځکه رېګ د باد په یوه څپه خپرېږي، شیندل کېږي او خپل ثبات له لاسه ورکوي٬ شاعر ځان ریګ بولي او ځان د رېګ سره تشبیه کوي٬ د جمال سمبول هم په کې شته خو د اباسین په دې بیت کې محبوب داسې ښکاري لکه د وخت له قوانینو بهر موجود وي٬ وخت پر شاعر اغېز کوي، خو پر محبوب هیڅ اغیز نه لري.
همدې ته ورته یو څو نور بیتونه هم لري:
ماضي بلا شي راشي حال دې وخوري
یو څو شېبې وي کری کال دې وخوري
د سر وېښته په یوه شپه کې سپین کړي
عشق چې افت شي نو جمال دې وخوري
په لومړي بیتونو کې ماضي ژوندی یاد ښودل شوی٬ محبوب د جمال او بقا سرچینه بلل شوې او شاعر زړیږي خو په دویمو بیتونو کې بیا ماضي بلا ده او عشق افت ښودل شوی خو جمال قرباني شوی دی.
خکه خو اباسین وایي:
زړه مې خوږیږي د چا زړه راته ښېرې کړې وې
یو وخت خبر نه وم په عشق مې مسخرې کړې وې
د چا ازار دومره وهلی یم چې ټول خوږېږم
د چا د درد مې څه بې درده تماشې کړې وې
کله کله یې ژور بیتونه هم ډېر خوږه او نرم وي چې په یوه ساه لوستل کیږی لکه:
د خوبونو امیدونو سبب ته یې
حاجت ته یې دعا ته یې طلب ته یې
تنهایي څه ده خو دښته د سکوت ده
پدې دښته کې سندره د رب ته یې
ما ته وایې عجیبه یې اباسینه
ځان ته وګوره ګلابه عجب ته یې
که د زمریالي دا لاندې ازاد شعر ولولئ نو یو څه نور به هم د هغه شاعرۍ ته ورنیږدې شي:
د لفظونو کلی وران شو
مانه تورو کډه وکړه
په وجود کې مې دننه
داخلي جنګ شروع شوی
لمبې بلې دي او سوځم
له خپل ځان نه پنا غواړم
خپل جسد په اوږو وړمه
له خپل سیوري نه ډارېږم
زما اوښکې ماشومانې
د لېمو له کوره وځي
تورو خاورو کې رغړیږي
تږې وږې هیلې غلې
د سکوت د ماښام دود کې
د مستۍ له ښاره وځي
د زړګي له پولو اوړي
او له سترګو فنا کیږي
د احساس مړي پراته دي
جنازې ته یې څوک نشته
د آهونو په ډاګو کې
وراسته کیږي خاورې کیږي
جدایي دې انقلاب و
هر څه هر څه یې تالا کړل
کنډوالې هغه کوڅې شوې
چې رنګینې ستا په مخ وې
د دیدن لارې شوې شاړې
رڼا ورځ پکې تیاره ده
دا به کله بیا رغېږي؟!
دا به څنګه ابادیږي؟!
ته به کله راستنېږې؟!
زه به څومره اواره یم؟!…
که وګورو اباسین ددې شعر په پیل کې پراخه استعاره کاروي لکه:
د لفظونو کلی وران شو
مانه تورو کډه وکړه
یعنې شاعر دومره مات شوی چې ژبه یې هم ورسره ماته شوې ده. لفظونو کلی یوه پراخه استعاره ده چې د شاعر د تخیل، احساس او بیان نړۍ تمثیلوي.
خو چې وایي:
خپل جسد په اوږو وړمه
دا یو ناشونی کار دی، خو په شعري نړۍ کې د رواني ستړیا او له خپل ذاته د پردي کېدو تر ټولو ژور تصویر همدا دی.
لکه د خپل وجود په شاه کول٬ د احساس مړی٬ د لفظونو کلی او له خپل سیوري ډاریدل ماته ددې شعر ممتازې کرښې ښکاري چې شعر یې ډېر ژور کړی دی.
ضرور خو نده دا دې نه کوي څوک
مینه نو څه ده مینه څه کوي څوک
ما دې مخ ښکل کړ تا څپېړه راکړه
بد کوي تا سره چې ښه کوي څوک
د لومړي بیت په لوستلو داسې ښکاری لکه ګیله چې کوي خو دویمه مصرع یې بلې خوا ته ځي او داسې ښکاري چې شاعر دومره بې وسه دی چې د مینې تعریف نه شي کولی.
خو په دویم بیت کې بېرته طنز او اعتراض ته مخه کوي٬ که دا د عادي منطق له مخې وګورو نو ښکلو مینه ده٬ څپیړه سزا ده خو شاعر دا خبره نه کوي بلکې هغه وایي چې ما ښه درسره وکړل او تا بد راسره وکړل٬ بیا دستي وایي چې:
بد کوي تا سره چې ښه کوي څوک
یعنې که د ښه کولو نتیجه څپېړه وي، نو بیا به څوک درسره ښه وکړي٬ دا بیت محاوره لري او دا ورستۍ، مصرع یې د ولسي حکمت رنګ لري لکه ولسي وینا او یا متل.
اباسین کله کله له عادي تصویر لکه غبار او اینې څخه ژور مفهم جوړه وي لکه:
زه لکه خپل ذات نه وتلی تبخیر شوی غبار
ته لکه هره آیینه کې کوشېر شوی تصویر
ددې بیت صدر او عجز که وګورو زه او ته کلمې راغلي دي د بیت یوه کرښه به زه ولاړه او دویمه کرښه په ته ولاړه ده٬ په دې سره یې شعر ډېر ژور کړی.
په دې کې زه غبار دی او ته ثابت تصویر دی٬ بیا زه له ځان وتلی ښودل شوی او ته هر ځای حاضر ښودل شوی٬ همدا شان زه محو کېدونکی ښودل شوی او ته نه محو کېدونکی ښودل شوی٬ ددې تر څنګ زه وجودي کمزوري بلل شوی او ته. وجودي حضور ښودل شوی چې دا د بیت او اوسنۍ شاعرۍ د یو بل ماډل اصلي قوت دی نو ځکه خو وایي:
راغلې زما په روح کې حل شوې، لاړې
لکه څراغ مې زړه کې بل شوې، لاړې
په دې لاندې بیت یې ما په یوه بله لیکنه کې هم خبرې کړې وې:
د اباسین په څاڅکو وټوکېدې
چې دنګه ونه د ځنګل شوې، لاړې
اباسین ځینې بیتونه ساده دي او همدا سادوالي یې شعر ته رواني ورکړي لکه:
د ځیګر پرهر مې زوړ شو تا ته راغلم
نوی زخم راکړه نوې سزا راکړه
زړه مې ستا د جفا سور اور ته نیولی
څو داغونه نور په نوې ادا راکړه
یا:
د ابهام په ګړنګونو کې به ورک شم
که مې وتړې دفتر او شاعري
تضادونه په واحد حصار کې اوسي
اباسین، خطر، خبر او شاعري
یا:
د اباسین له نوم منکره زه دې ښه پېژنم
زه لدې ټولو انسانانو په تا ګران یم، نه یم؟
زمریالی اباسین د روانې او ساده شاعرۍ تر څنګ داسې شعرونه هم لري چې په پراخه کچه استعارې په کې دي لکه دا شعر خو د استعارو د ډېوالي له امله زه دا شعر په څلورو برخو ویشم:
لومړی برخه:
د زړه په کور مې غڼو ځالې کړي
د تورتمونو غڼو
د بېلتونونو غڼو
دویمه برخه:
ګرد مې د ذهن په تاخچو پروت دی
د محبت په تاخچو
د خاطرو په تاخچو
دریمه برخه:
سکوت مې خور دې د ارمان په خونو
د تبسم په خونو
د تلوسو په خونو
څلورمه برخه:
شونډې مې رېږدي پوکوم ګردونه
د عشق کتاب را اخلم
لکه زړه سیپاره
چا پرې لیکلي “مینه نه مړه کیږي…”
ددې شعر لومړی برخه کې ذهن یوه کنډواله ده٬ زړه د کور لپاره استعاره٬ غڼې د وېرې٬ یوازیتوب او منفي یادونو لپاره٬ ځالې د یادونو دایمي کېدلو لپاره استعاره٬ تورتم او بېلتون دتیارې لپاره٬ ګرد د هېرېدو او تاخچې د حافظې د طبقو لپاره استعارې دي.
په دریمه برخه کې ارمان د غوښتنې استعاره٬ تبسم د خوشالۍ او تلوسه د انتظار لپاره استعارې دي.
په څلورمه برخه کې چې وایي (شونډې مې رېږدي پوکوم ګردونه) دا یوه ډېره انساني او ژوندي صحنه ده ځکه د شونډو رېږدل. درواني اضطراب لپاره استعاره٬ ګرد پوکول د حافظې پاکولو لپاره استعارې دي٬ یعنې شاعر هڅه کوي خپل ذهن پاک کړي، خو دا کار یوازې د رېږدېدلو په کچه ممکن دی.
دا شعر د اباسین د شاعرۍ هغه لوړ هنري مثال دی چې په کې ذهن د کور په بڼه انځور شوی٬ احساسات په کې ژوند کوي او حافظه د ګرد لاندې مړه کېږي خو په ورستي بند کې عشق بیا هم د نجات وروستۍ نښه ښودل کیږي دا شعر د نقاشۍ ترڅنګ د عشق د نه مړ کیدو اعلان هم کوي.
په دوو نورو غزلونو کې یو ځل د ځان تعریف نه شي کولی او بیا د محبوب له ځان نه شی خلاصیدلی یا جلا کیدلی لکه:
له آیینې سره غږېږم، څوک یم؟
لګیا یم ځان نه هم هېرېږم، څوک یم؟
زه د خپل ذات په کږلېچونو کې ورک
ځان لټوم نه پیدا کېږم، څوک یم؟
څوک یم چې خپل جسم کې قید پاتې یم
څوک یم پوهېږې؟ نه پوهېږم، څوک یم؟
د اباسین د تندې اوج کې یمه
په وچه دښته کې ورکېږم، څوک یم؟
یا دا چې:
چېرته لاړ شمه له تا نه چېرته لاړ شم
ته په ما کې یې له ځانه چېرته لاړ شم
د یار یاده ته ساحل شوې زه سایل شوم
لالهنده ستا له خوا نه چېرته لاړ شم
د سکوت په جزیرو کې مې غوغا ده
د جنون له انتها نه چېرته لاړ شم
چېرته ما کې چېرته تا کې یم ورک شوی
چا ته لاړ شمه له چا نه چېرته لاړ شم
اباسین باندې دې راج چلیږي عشقه
وایه ستا له اِستیلا نه چېرته لاړ شم
زمریالی اباسین په خپلو غزلونو کې هم د هویت او هم د وجودي ناپامۍ او هم د وهم په اړه خبرې کوي:
که رایادیږي نه نو ولې مې هېرېږي هم نه
هغه یو وهم چې ورک شوی او ورکیږي هم نه
د غره په سر د غروب رنګ کې قدمونه وهي
یو څوک روان دی خو له سترګو پنا کیږي هم نه
پورته بیت که احساس هم لري خو سینمایي تصویر یې ډېر اوچت دی٬ ددې غزل نور دوه بیتونه هم ډېر ښکلي دي:
د حافظې له پردو شاته پټ پټوني کوي
یو تت تصویر دی خو تصویر غوندې ښکاریږي هم نه
یوه ښکالو ده چې موده کیږي آواز یې اورم
د اباسین زړه ته رسیږي او رسیږي هم نه
مخکې له دې چې بحث راټول کړم باید ووایم چې د اوسنۍ شاعرۍ ماډلونه دومره پراخ، څو اړخیز او ژور دي چې په یوه واحد تعریف یا عنوان کې یې راټولول اسان کار نه دی. همدا پراخوالی د اوسني شعر ښکلا هم ده او د نقد لپاره یې یوه ستره ننګونه هم جوړه کړې ده. په همدې تنوع کې د زمریالي اباسین شاعري ځانته ځانګړی ځای لري، ځکه د هغه شعر یوازې یو بیان او خبرې نه دي٬ تخیل، استعاري جوړښت، وجودي پوښتنو او رواني تجربو یو ګډ هنري نظام دی چې ډېرو خبرو ته اړتیا لري.
که له یوې خوا د اباسین په شاعرۍ کې سمبول او ساده محاوره شته خو بلې خوا داسې ژورې استعارې هم شته چې د ذهن، زړه، حافظې او وجودي جوړښتونه له سره تعریفوي.
دا خبره ځکه سمه ده چې د هغه د شاعرۍ ځانګړی قوت په دې کې دی چې ساده الفاظ په ژورو مفاهیمو بدلوي٬ فردي درد عمومي کوي او احساس پورته وړي.
اباسین د شاعرۍ پراخ جهان لري او له ډېر وخته شاعري کوي خو ما یې یوازې د تېرو کالونو د شعر نمونې راخیستې او په پخوانۍ شاعرۍ مې یې عرض نه دی لرلی خو که هغه هم ولټول شي شاید نور رنګونه٬ تخنیکونه او خوندونه په کې پیدا کړو.