سه شنبه, مې 14, 2024
Home+د محمدداوود خان د کودتا نیمه پیړۍ پوره شوه

د محمدداوود خان د کودتا نیمه پیړۍ پوره شوه

تاند- له نن څخه ۵۰ کاله دمخه یعني د ۱۳۵۲ لمریز کال د چنګاښ یا سرطان د میاشتې په ۲۶ مه نیټه چې د ۱۹۷۳ م کال د جولای میاشتې له اوولسمې سره برابره وه، محمد داوود خان د سلطنتي نظام پر ضد کودتا وکړه او ځان یې د افغانستان په تاریخ کې د جمهوري نظام بنسټګر اعلان کړ.

محمد داود خان په یوه سپینه کودتا کې واک ترلاسه او جمهوریت اعلان کړ. ده د یوه داسې شاهي نظام پر ضد کودتا وکړه چې د ده د ۵ کلن جمهوریت په پرتله پکې زیات جمهوریت و.

داوود خان، چې د یو شمېر مورخانو په باور د چپي ګوندونو او شوروي اتحاد په لمسون کودتا وکړه، تش په نوم جمهوریت جوړ کړ خو د بیان، مطبوعاتو، او ګوندونو ازادۍ یې ختمې کړې. د هاشم میوندوال په شان ستر شخصیتونه یې اعدام کړل او د موسي شفیق په شان ککرۍ یې زندان ته واچولې.

د محمد داوود خان په جمهوریت کې نه د ولسمشرۍ لپاره او نه د ملي شورا او ښاروالیو لپاره انتخابات وشول.

داوود خان که څه هم ډېر لېواله و چې په افغانستان کې لوی بدلون راوړي خو په ډیرو کمزورو کسانو یې اتکا کوله او د ګڼو کتونکو په باور همدا شی د نوموړي د ناکامۍ او ورباندې د ثور د اوومې د کودتا سبب شو.

د افغانستان د ملي اردو یو شمېر تکړه او تجربه کار افسران تصفیه شول او پر ځای یې د خلق او پرچم د ټیټې رتبې افسرانو ته لوړې رتبې ورکړل شوې چې بالاخره یې په ۱۳۵۷ لمریز کال کې د داوود خان حکومت وپرزاوه او هغه یې وواژه.

د محمد داوودخان په هیوادپالنه او د هیواد له پرمختګ سره د ده له لېونۍ مینې کم کسان ښايي انکار وکړي خو د ډېرو په باور په دې نه پوهېدو چې دا ډول ستر هدفونه باید د څه ډول کسانو د ګومارلو په وسیله ترلاسه کړي.

پر شوروي اتحاد تر اندازې زیات باور او اتکا د داوود خان بله ستره تېروتنه ګڼل کېږي.

د داوود خان کودتا، د ثور د اوومې خونړۍ کودتا او د افغانستان د تاریخ خورا بدې پېښې ته لاره هواره کړه.

داوود خان ولې کودتا وکړه؟

د افغان مورخ ډاکتر محمد حسن کاکړ په باور د ظاهرشاه د حکومت په اساسي قانون کې ۲۴ ماده سبب شوه چې داوود خان کودتا وکړي. دې مادې د سلطنتي کورنۍ غړي له صدراعظم کېدو، د سترې محکمې او د ملي شورا له غړیتوب او د سیاسی ګوند له جوړولو راګرځول.

د ډاکتر کاکړ په وینا ظاهرشاه غوښتل چې حکومتي او سلطنتي چارې سره بېلې کړي او پرېږدي چې د ولس له لوري منتخب استازي حکومت وکړي.

ډاکتر کاکړ د «سرطان کودتا» په نوم کتاب کې کښلي چې داوود خان استدلال کاوه چې د پاچا تربرونه د سلطنتي کورنۍ غړي نه دي خو د نوموړي دا وړاندیز ونه منل شو.

داوود خان د جمهوریت د ۵ کلنې دورې ډېر وخت په دې تمه تېر کړ چې شوروي اتحاد به ورسره مالي او پوځي مرستې کوي خو په وروستي کال ورته څرګنده شوه چې شوروي اتحاد له زړو ټانکونو پرته بل څه نه دي ورکړي نو یې د ایران د پاچا، سعودي عربستان، مصر او نورو اسلامي هیوادونو خوا ته مخه کړه چې په مالي مرسته یې هغه خوبونه رښتیا کړي چې ده د افغانستان لپاره لیدلي وو خو ده دا کار مخکې تر دې وکړ چې په اردو کې تصفیه وکړي او له شاوخوا د پخواني شوروي اتحاد نژدې عناصر څنګ ته کړي. هماغه و چې د ۱۳۵۷ لمریز کال د ثور په ۷ کودتا پرې وشوه او د کورنۍ له ۱۷ غړیو سره په بې رحمۍ ووژل شو. د ډېرو شنونکو په باور د افغانستان بدمرغي او ناکرارۍ د سرطان له شپږویشتمې پیل شوه او د ۱۳۵۷ د ثور په اوومه اوج ته ورسیده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب