جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+۱۳۶۰ کال د مور په رحم کې د ژوند دوران

۱۳۶۰ کال د مور په رحم کې د ژوند دوران

سید اصغر هاشمي

د مور رحم یو داسې کور دی چې د الله تعالی په ځواک ورته هر څه برابر پيدا شوي وي. په دې کور کې له ګروپ پرته رڼايي، له ارکندېشن پرته یخه او ګرمه هوا او له لمر پرته ماشوم ته ویټامین ډي ورکول کېږي.

په ١٣٥٧ کال کې د انقلاب او جنګونو له امله ایران ته مهاجر شو او له خپل هېواد څخه په ژرا او واویلا جلا شو. له هېواده لریوالی او په ایران کې د فرهنګي او ټولنیزو ټکرونو پر بنسټ مو والدین له ستونزو سره مخامخ شول. په ډېرو سختو شرایطو کې مو ژوند تېراوه؛ د ژوند لپاره مو کور، د خيټې ډکولو لپاره مو کار او د خوښۍ د لمانځلو لپاره مو هېواد او خپلوان نه درلودل.

په مهاجرت کې نطفه ټاکنه، له پردۍ خاورې څخه د انسان تغذیه کېدل، له نوې هوا څخه د والدین تنفس تر لاسه کول او په پردي هېواد کې د پیدا کېدلو له امله د انسان راتلونکی له ستونزو څخه مبرا نه وي.

هماغه ستونزې دي چې نن مو د بربادۍ کندې ته برابروي او د سایکالوژیکي جبر لاندې له بدو ذخیره شویو حادثو په ګرداب کې پراته یو چې په لاشعور کې مو پراته دي او په راتلونکي شعوري او اختیاري کړنو کې مو لاسوهنه کوي.

د ماشوم لپاره له پیدایښت څخه مخکې نهه میاشتې ژوند کول یو ښه بسـر وي او که والدین په ستونزو کې وي، نو بيا له دوزخ څخه کم نه دی، نو د بېلابېلو علتونو پر اساس په دغې دوزخ کې لوی شو.

کله کله به دغه دوزخ جنت شو او د مور او پلار سره به مو لوبې کولې، خنداګانو ته به يې له خندا تک شین شوم، د خپګان او ژړا په وخت کې به مرور شوم او په ولږې به مو وخت تېرواوه.

هماغه پخواني وراثتي کړنې دي چې په ځوانۍ کې به هم په نه خبرې مرور شوم او اوس هم کله کله په ۴۲ کلنۍ کې له ځان او خلکو څخه پردی او په یوه جلا ځای کې د خپل عمر شپې ورځې تېروم او د کایناتو په هستۍ کې فکر کوم او په دې هيله یم چې ژر ژر خپل اصلي کور ته ولاړ شم او د نستۍ هغه مرتبه تر لاسه کړم چې د هستۍ بنسټ جوړوي.

زه فکر کوم چې زما لومړنۍ نهه میاشتې په ډېرو ستونزو کې تېرې شوې دي چې لاملونه یې ډېر دي، نو له لوستونکو څخه هیله کوم چې جنګ پرېږدي او په سوله کې دې ژوند وکړي، ځکه چې د جنګ له امله ناپوهې زیاتېږي او د هرې ستونزې بنسټ په ناپوهۍ کې دی.

په نړۍ کې هر دوزخ انسان جوړوي، نو ځکه الله تعالی ورته دوزخ تیار کړی دى. که ته بل انسان په اور کې سوزوې، نو ته هم اور ته تیاری ونیسته، له همدې امله سارتر او هابز وايي چې انسان د انسان دوزخ دی! انسان لیوه دی! او ټولې نړۍ ته انسانان ستونزې جوړوي، نه حیوانات!

ټولو مهاجرو انسانانو ته جنک ستونزوې جوړې کړې، جنګ انسانانو کاوه او هر کال په لکونو انسانان د انسانانو په وسیله وژل کېږي. هر انسان خپل ځان او نړۍ ته زیان رسوي او په دغه زیان رسولو کې که انسان هر څومره د اختیار خاوند وي، له مجبوریت څخه یې سترګې پټولای نه شو.

د فرهنګي، ټولنیز، انساني او د اقتصادي جبرونو په داېره کې ژوند کول او په یوې خرابې او ناسمې ټولنې کې د انسان پیدا کېدل راته په لسګونو ستونزې جوړې کړې. که یو انسان بې اختیاره پیدا شي، نو دا خو څرګنده خبره ده چې جبر به پرې کړنې تر سره کوي. دغسې انسانان ځان او نورو ته دوزخ جوړېږي، نو ځکه (هر زه که د زه دوزخ دی!) لامل یې له ځان څخه ازادي نه اخېستل دي، ځکه په جبر کې بند وي او په وراثت او چاپيریال کې تړل شوی وي.

په لومړنیو نهو میاشتو کې مو د والدین هره ستونزه په داخلي نړۍ کې تجربه کوله او په خپل ځان کې مو لیده. دغه ستونزې والدینو ته پېښې شوې وې او په دې برخه کې د جبر لاندې وو. په دې ستونزو کې کورنۍ بې اختیاره وي او لکه څنګه چې ډېر وخت په انسان عمل تر سره کېږي او په بې اختیاره توګه یې تر سره کوي، نو دغه ستونزه په ټولو انسانانو کې شته. په بې اختیاره پیدا کېدلو کې به انسان څه د اختیار خاوند شي. له پيدایښت څخه مخکې د والدینو واقع شوې ژړاګانې، بې خوبي، غریبي، مهاجرت او له هېواده لرې والی د هېرولو نه دی.

د دوزخ په لمبو کې ۴۲ کاله عمر تېر شو او د مور په رحم کې ۹ میاشتې عمر هم د اور شېبې وې. د هر انسان د ژوند بنسټ په رحم کې کېښودل کېږي، نو ځکه د ۴۲ کالو او نهو میاشتو یم او د رحم عمر له پیدا کېدلو څخه وروسته هم حسابوم.

په ۱۲ مه ورځ د خبرو اوریدلې او د مور حرکات تجربه کول دا مانا لري چې انسان ژوندی دی. په دغو نهو میاشتو کې د بېلابېلو حواسو کړنې تر سره کول د ژوند اصلي مانا ده، نو ولې یې په خپل عمر کې يې حساب نه کړو؟

له ۴۰ مې ورځ وروسته مو یو نوی بدلون حس کړ. د فیثاغورث په فلسفه کې دغه شمېره مقدسه ده، په اسلام کې هم دې شمېرې ته په سپڅلي نظر کتل کېږي، نو ځکه په رحم کې ۴۰ ورځې او د عمر ۴۰ کلنۍ کې د ژوند نوی پړاو پروت دی. په رحم کې ۳۹ مه ورځ او ۴۰ مه ورځ یو شان نه وي؛ په دغې یو ورځ کې ډېر توپیر لیدل کېږي. که له څلوېښتو ورځو څخه یوه ورځ کمه شي، ۳۹ ورځې پاتې کېږي، نو دغه شمېره منحوسه ده او د ماهیت او جوهر له مخې د ۴۰ او ۳۹ شمېرې تر منځ فلسفیانه توپیر لیدل کېږي.

د ژوند په دوران کې د ۴۰ او ۳۹ کلونو تر منځ هم ډېر توپیر لیدل کېږي او د۴۰ کلونو له پوره کېدلو څخه وروسته په ژوند کې یوه نوې تجربه او مشاهده پیلېږي او ژوند نوي دوران ته داخلېږي چې ډېر څه مو پکې پیدا کړل. د انسان ۴۰ کلني، په رحم کې ۴۰ ورځې، په ۴۰ کلنۍ کې د حضـرت محمد صلی الله علیه وسلم مبعوث کېدل، له ۴۰ کلنې بي بي خدیجې سره نکاح کول، ۴۰ متره قبرونه او د دې شمېرې په اړه نور وضاحتونه یې تقدس ثابتوي، نو په رحم کې له ۴۰ ورځو وروسته زه هم د ځینو بدلونونو شاهد وم.

زما اصلي عمر له ۴۰ کلنۍ څخه وروسته پیل شو او یو نوی بدلون مو ولیده. نوي شیان مو پیدا کړل او نوی ژوند مو پیل کړ.

په مشکلاتو، مهاجرت، بې وسۍ او په پردي هېواد کې پیدا شوی انسان باید زما په شان وي او د افغانستان ډېره سلنه انسانان همدا ستونزه لري.

مور ته پوره غذا نه رسېدل، د مهاجرت په جریان کې د مېندو بد حالات، په کم عمر کې د ښځو ودونه کول او په هر کور کې د اولادونو ډېر والی ځوان نسل ته ستونزې جوړي کړي دي، خو دغه ستونزې یوازې د یو نسل نه ده، بلکې له نن څخه لږو ډېر ۵۰۰ کاله مخکې د پښتو ژبې لوی شاعر خوشحال خان خټک څه کم سل اولادونه درلودل، نو ځکه د اولادونو د شمېر ډېوالى زموږ په ټولنې کې یو میراثي عمل دی چې هرې کورنۍ ته یې ستونزې جوړې کړې دي. دا نړۍ انسانانو ته پیدا شوې ده او انسانانو ته ویل شوې دي چې کاینات تسخیر کړي او ترې ګټه واخلي، خو برعکس دغه نړۍ به د انسانانو په وسیله له منځه وړل کېږي، ځکه چې د نفوسو د ډېروالي له امله نړۍ ته ستونزې جوړېدای شي.

ټولې هغه ستونزې چې د مهاجرت په جریان کې واقع شوې وې، نن یې تجربه کوو، د لومړني دوزخ اور په ځان کې وینم، ځان سوزوم او اور ته ښه راغلاست وایم، خو کوښښ کوم چې د نورو انسانانو دوزخ جوړ نه شم، خو په دې هڅه کې بریالی شوی نه یم او په بې واکه توګه نورو ته زیان رسوم. نورو انسانانو ته په ستونزو رسولو کې بې اختیاره یم او په داخل کې له شیطان سره مبارزه راته ستونزمنه ده. کوښښ کوم چې انسان، حیوان، نبات او د کایناتو هېڅ توکي ته زیان ونه رسوم، خو بیا هم د خیر او شر خوا لرم او په ذات کې له بدۍ سره مخامخ یم، نو ځکه بد کوم او بد رانه کېږي.

د بدو کړنو په تر سره کولو کې بې اختیاره یم او د هر ناسم کار له تر سره کولو وروسته خپه اوسم او آن ژاړم، خو کار تر سره شوی وي. په حقیقت کې هغه ماشین یم چې عمل را باندې تر سره کېږي او دغه کړنې له چاپیریال او ټولنې سره تړاو لري. په همدې متن کې د تېر ژوند سختې تجربې حس کوم. په خوبونو کې ډېر داسې مسایل ګورم چې له ماضي او له لومړنیو نهه میاشتو سره تړاو لري.

د مور په رحم کې نهه میاشتې ژوند که ستونزې درلودې، نو ډېرې ښېګڼې یې هم درلودې، په دې وخت کې مو چا ته زیان نه رساوه او نه را باندې بدې کړنې تر سره کېدې. زما ستونزه او خوښي د والدین له حالاتو سره تړاو درلود، کله چې به مور ښه خوراک کاوه، زه به خوښ شوم، ځکه چې د پلاسنټا له لارې له هماغې خوراک څخه تغذیه کېدم. اوس هم خواږه شیان خوښوم او هلته مو هم غوښتل چې مور خواږه شیان وخوري، ترڅو زه هم خوند واخلم. کله کله به په ورځو د خوښې خوراک نه رسېده، ځکه چې مور ته د خوښې خوراک نه رسېده. د مور د ژړا او خپګان حالاتو به په مستقیمه توګه په ما باندې اغېزه کوله. د مور له خندا وروسته به زما خوله له خندا ډکه شوه او د ژړا په وخت کې به سلګۍ سلګۍ کېدم، خو ژړا مې چا نه اورېده. زموږ د ټولنې هر ماشوم همدا هیله لري چې دغه نهه میاشتې پرې ښې تېرې شي.

د ماشوم هویت او د (زه) شناخت په والدینو کې دی او په ځانګړي توګه له مور سره داسې تړلی جوړښت لري چې کله له پیدایښت څخه وروسته یې کولمه پرېکه شي او د مور له خېټې څخه بهر ژوند پيل کړي، خو تر مرګه پورې د والدینو اغېزې پرې وي.

د یوې کلنۍ ستونزې له لومړنیو نهه میاشتو سره تړاو لري او آن تر مرګه پورې انساني ستونزې له لومړنیو کلونو او ژوند سره تړاو لري. د دې وختونو د ولږې احساس اوس هم کوم، اوسنی خپګان مو له هماغه لومړنیو خپګانونو سره اړیکه لري او د هرې اوسنۍ ستونزې او بریالیتوب اړیکه په وراثت کې لټولای شو.

زه دومره مغلق موجود یم چې په حال زمانه کې هره کړنه په ماضي کې لټوم او ډېر مسایل راته په میراث کې را پاتې دي. کله چې انسان خپل ځان ته متوجې شي، نو داسې پوښتنې له ځان څخه کوي چې زه څوک یم؟ ولې بد کوم؟ د بدو په کولو کې اختیار لرم او که بد را باندې تر سره کېږي؟ د اختیار خاوند یم او که مجبوره یم؟ څنګه پیدا شوم؟ ولې پیدا شوم؟ او داسې نورې پوښتنې د (زه څوک یم؟) کتاب کې پیدا کولای او لټولای شئ.

یوازې زه مغلق موجود نه یم، هر انسان څو اړخیز موجود دی او په ځان کې باید لټه وکړي، ځان ولټوي او ځان پیدا کړي. موږ نه ځان ورک شوی دی او د خپلې ورکې پسې نه ګرځو.

1 COMMENT

  1. هاشمی صاحب سلامونه. عجب عچب عنوانونه او شیان لیکی. د مور په ګیډه کې؟؟؟!
    لږ د وطن چاری حالات راوښیه مکتبونه اوپوهنتونونه به کله پرنیستل شی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب