Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپه لومړي ځل له هرات څخه عراق ته د ښځو او ماشومانو...

په لومړي ځل له هرات څخه عراق ته د ښځو او ماشومانو کالي صادر شول

تاند( یکشنبه د غویي ـ ثور ۲۰مه)‏ هرات ولایت کې د لباس تولیدوونکو ټولنې مشر وايي، په لومړي ځل له هرات څخه عراق ته د ښځو او ماشومانو شل زره جوړې کالي صادریږي.

د یادې ټولنې د مسوول په وینا د دغو کالیو بیه شاوخوا سل زره امریکايي ډالره ده.

سرچینه زیاتوي چې دغه کالي د لوړ کیفیت ترڅنګ د وخت پر معیارونو برابر عراق ته صادر شول.

ټاکل شوې چې په بل پړاو کې به له هرات عراق ته د لا نورو لویو صادراتو لپاره تړونونه وشي.

هرات د افغانستان په کچه له لویو صنعتي ښارونو دی چې وړاندې تر دې یې امریکا، تاجکستان او نورو هېوادونو ته هم افغان تولیدات صادر کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...