Homeخبرونهم.م : په ژمي کې به په افغانستان کې ۱۹.۲ میلیونه کسان...

م.م : په ژمي کې به په افغانستان کې ۱۹.۲ میلیونه کسان له سختې لوږې سره مخامخ شي

تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۲۳ مه) د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) او د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) خبرداری ورکړی چې د راروان ژمي په ترڅ کې به د افغانستان کابو ۴۰ سلنه وګړي له سختې لوږې او د خوړو له کمښت سره مخامخ شي او په ۲۰۲۷ کال کې به د خوارځواکۍ پېښې هم په څرګند ډول زیاتې شي.

د دغو دوو ادارو د وروستیو شمېرو له مخې، د خوړو د خوندیتوب د وضعیت د ارزونې نړیوالې کټګورۍ (IPC) اټکل کړی چې د ۲۰۲۶ کال له نوومبر څخه د ۲۰۲۷ کال تر اپرېل پورې به شاوخوا ۱۹.۲ میلیونه افغانان د خوړو له سخت کمښت سره مخ وي. دا د افغانستان د ټول نفوس ۳۸ سلنه جوړوي.

په راپور کې ویل شوي چې دا شمېر د تېر کال د همدې مودې له اټکل شویو ۱۷.۴ میلیونو کسانو څخه زیات دی او په هېواد کې د خوراکي ناامنۍ د پراخېدو ښکارندويي کوي.

پنځه میلیونه کسان به د لوږې له بېړني حالت سره مخ وي

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، په افغانستان کې به شاوخوا پنځه میلیونه کسان د لوږې له بېړني حالت سره مخامخ شي. دا شمېر د ۲۰۲۶ کال له اپرېل څخه تر سپټمبر پورې د اټکل شویو کسانو دوه برابره دی.

د راپور له مخې، دغه کسان د خوراکي توکو بېړنیو مرستو او په کرنه کې عاجل ملاتړ ته اړتیا لري، څو د خلکو د مړینې او د هغوی د عاید او ژوند د سرچینو د بشپړه له منځه تلو مخه ونیول شي.

په راپور کې د بدخشان، بادغیس، دایکنډي، غور، سمنګان، سرپل او د غزني کلیوالي سیمې هغه ځایونه بلل شوي چې د خوراکي ناامنۍ تر ټولو سخت وضعیت پکې اټکل شوی دی.

د خوارځواکۍ پېښې به څلور میلیونو ته ورسېږي

د ملګرو ملتونو ادارې وايي، خوارځواکي د افغانستان د بشري ناورین یوه مهمه برخه ګرځېدلې او ښځې او ماشومان تر ټولو ډېر اغېزمنوي.

د اټکل له مخې، په ۲۰۲۷ کال کې به د خوارځواکۍ له پېښو سره د مخ کسانو شمېر نژدې ۱۰ سلنه زیات شي او څلور میلیونو ته به ورسېږي. اټکل کېږي چې د دغو کسانو څلورمه برخه به په شدیدې او ژوند ګواښوونکې خوارځواکۍ اخته وي.

د راپور له مخې، که څه هم د خوارځواکۍ پېښې زیاتېږي، خو د مخنیوي او درملنې خدمتونه د اړتیاوو پرتله ډېر وروسته پاتې دي. له همدې امله ښځې، په ځانګړي ډول ماشومان، له لا ډېرو روغتیايي خطرونو سره مخ دي.

د کډوالو ستنېدا، د بیو لوړېدا او د مرستو کمښت

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې د لوږې او خوارځواکۍ د زیاتېدو څو عوامل سره یوځای شوي دي.

د روان کال په اوږدو کې له ایران او پاکستان څخه تر ۱.۲ میلیونه ډېر افغانان بېرته خپل هېواد ته ستنېدو ته اړ شوي دي. د دغو کډوالو بېرته ستنېدا پر هغو ټولنو او سیمو فشار زیاتوي چې لا له وړاندې د مرستو او لومړنیو خدمتونو له کمښت سره مخ دي.

د راپور له مخې، د سرحدونو تړل کېدا او د هرمز تنګي او په نورو مهمو سوداګریزو لارو د لېږد رالېږد ګډوډېدو هم د لومړنیو توکو بیې لوړې کړې دي.

په ورته وخت کې، د بشري مرستو لپاره د مالي سرچینو کمښت د مرستندویه ادارو وړتیا محدوده کړې، په داسې حال کې چې د خلکو اړتیاوې مخ په زیاتېدو دي. د ملګرو ملتونو په وینا، د دغو ستونزو له یو ځای کېدو سره د لوږې او خوارځواکۍ وضعیت لا پسې خرابېږي، په ځانګړي ډول اوس چې ژمی رانژدې شوی دی.

ښه حاصلات د کورنیو د خوړو ستونزه نه شي حل کولی

د راپور له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې د بارانونو مناسب وضعیت د کرنیزو حاصلاتو په زیاتېدو او د څړځایونو په بېرته رغېدو کې مرسته کړې او ګڼو کروندګرو کورنیو ترې ګټه اخیستې ده.

همداراز، د ال نینو (اقلیم) د احتمالي اغېزو له امله د معمول پرتله د زیاتو بارانونو اټکل شوی، چې د اوبو د سرچینو په بډاینه، د څړځایونو په رغېدو او د ژمنیو او پسرلنيو فصلونو په کرلو کې مرسته کولی شي.

خو ملګري ملتونه ټینګار کوي چې یوازې بارانونه د راتلونکي کال د ښو حاصلاتو ضمانت نه شي کولی. د سرې او نورو کرنیزو توکو لوړې بیې او د حاصلاتو ټیټې بیې ښايي بېوزلي کروندګر اړ کړي چې لږ کښت وکړي یا د کرنې لپاره لږ توکي وکاروي.

زیات بارانونه د سېلونو، د خاورې د تخریب، د فصلونو د زیانمنېدو او د نباتاتو او څارویو د ناروغیو خطر هم لوړوي.

راپور زیاتوي چې د حاصلاتو ښه کېدا او په بازارونو کې د خوراکي توکو ډېرېدا په خپله د خوړو د خوندیتوب د ښه کېدو معنا نه لري. دوامداره بېکاري د دې لامل شوې چې ګڼې کورنۍ، چې خپل خوراکي توکي نه تولیدوي، ان د بازارونو د خوراکي توکو د موجودیت پر مهال هم د مغذي خوړو د پېرلو وس ونه لري.

د ژمي په رارسېدو سره به د کرنیزو کارونو فرصتونه کم شي، د خلکو عاید به نور هم راټیټ شي او د بشري مرستو اړتیا به زیاته شي.

د مرستو د زیاتولو غوښتنه

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او د خوړو نړیوال پروګرام د خوراکي مرستو، بېړني کرنیز ملاتړ او د خوارځواکۍ د مخنیوي او درملنې لپاره د مالي مرستو د ژر برابرولو غوښتنه کړې ده.

دوی ټینګار کړی چې مرستې باید تر ژمي مخکې اړمنو کورنیو ته ورسېږي، ځکه د ژمي په رارسېدو سره زیانګالو سیمو ته تګ راتګ ستونزمنېږي او کروندګر ښايي د کښت لپاره مهم فرصتونه له لاسه ورکړي.

په افغانستان کې د خوړو او کرنې سازمان استازي ریچارډ ټرینچارډ ویلي، د روان کال ښه حاصلات ښيي چې افغان کروندګر د پام وړ تولید کولی شي؛ خو د هغه په وینا، هغه مور او پلار چې ثابت عاید نه لري، ښايي د بازار له موجودو مغذي خوړو څخه هم د خپلو ماشومانو لپاره ګټه وانخلي.

ټرینچارډ ویلي، پرله‌پسې کړکېچونه د خلکو ژوند اغېزمنوي، خو پر وخت او هدف محوره خوراکي مرستې او کرنیز ملاتړ کولی شي د خوراکي ناامنۍ کچه راټیټه کړي. هغه د کرنیزو محصولاتو د پروسس او د کورنیو کرنیزو کاروبارونو پر پانګونې هم ټینګار کړی، څو کروندګر بازارونو ته لاسرسی ومومي او د کار فرصتونه رامنځته شي.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مشر جان ایلیف هم ویلي چې لوږه او خوارځواکي د افغان کورنیو ستونزې لا سختوي، په داسې حال کې چې د مرستو لپاره سرچینې کمېږي.

هغه خبرداری ورکړی چې د خلکو د اړتیاوو د زیاتېدو او د مالي مرستو د کمېدو ترمنځ واټن په پراخېدو دی او د اقدام لپاره پاتې فرصت په چټکۍ کمېږي.

د خوړو نړیوال پروګرام په وینا، که بېړنۍ مرستې برابرې شي، کورنۍ کولی شي ژمی په عزت او خوندیتوب تېر کړي؛ خو که مرستې ونه رسېږي، ګڼې کورنۍ به له داسې سختو پرېکړو سره مخامخ شي چې هېڅ مور او پلار باید اړ نه شي ترسره یې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پښتو څوکیداري| ماهر احسانزی

پښتو یوازې ژبه نه؛ بلکې ویونکي یې د نالیکلي قانون چې پښتونولي نومیږي؛ داسې یو ترسیم شوي چوکاټ ته ورغورځوي چې له لومړۍ ورځې...