تاند (شنبه، د تلې/ میزان ۲۴ مه) یوه ایراني چارواکي ویلي چې ایران د افغانستان د پخواني حکومت نژدې ۱۰ زره پوځيانو ته لنډمهاله خوندیتوب ورکړی دی. نوموړي په جنیوا کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له لوی کمېشنر برهم صالح سره په کتنه کې د کډوالو لپاره د نړیوالو مرستو د زیاتېدو غوښتنه کړې ده.
د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو او کډوالو چارو د مرکز مشر نادر یاراحمدي ویلي چې اوس مهال په دغه هېواد کې شاوخوا ۷۷۰ زره ثبت شوي کډوال ژوند کوي.
هغه خبرداری ورکړی چې د نړیوالو مرستو کمېدا او د زیانګالو کډوالو لپاره د روغتیايي بیمې د پوښښ محدودېدل، د هغوی لپاره د ضروري خدمتونو برابرول ستونزمنوي. د دغو شمېرو راپور د ایران میزان خبري اژانس خپور کړی دی.
یاراحمدي زیاته کړې چې ایران شاوخوا ۱۱۰ زره هغو ښځو ته د استوګنې اسناد ورکړي چې د خپلو کورنیو سرپرستي کوي، خو د دغو ښځو تابعیت یې نه دی مشخص کړی. هغه د کډوالو لپاره د مالي مرستو پر دوام او د کډوالو کوربه هېوادونو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د مسوولیتونو پر عادلانه وېش ټینګار کړی دی.
د ایران دغه چارواکي ویلي چې د کډوالو دوامداره او باثباته ستنېدا د هغوی په اصلي هېوادونو کې د مناسبو شرایطو، سیمهییزې همکارۍ او کافي سرچینو له برابرېدو سره تړاو لري.
د ایران د راپور له مخې، برهم صالح د څو لسیزو په اوږدو کې د کډوالو د کوربهتوب له امله له ایران څخه مننه کړې او له افغانستان او د سیمې له نورو هېوادونو سره یې د دوامداره تعامل پر اهمیت ټینګار کړی دی.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په ایران کې مېشت افغان کډوال له زیاتېدونکو فشارونو سره مخ دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د اکتوبر تر درېیمې پورې ۴۹۲ زره او ۳۰۰ افغانان په جبري توګه له ایرانه ایستل شوي دي. په همدې موده کې له ایران څخه د ټولو ستنو شویو افغانانو شمېر ۵۸۱ زره او ۶۰۰ تنو ته رسېدلی چې په خپله خوښه ستانه شوي کسان هم پکې شامل دي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ په ایران کې د شاوخوا ۷۷۰ زره ثبت شویو کډوالو شتون تاییدوي چې ډېری یې افغانان دي. دې ادارې خبرداری ورکړی چې د مالي سرچینو کمښت او د اسنادو د ترلاسه کولو لپاره د شرایطو سختېدل، روغتیايي خدمتونو او نورو اړینو اسانتیاوو ته د کډوالو لاسرسی محدودوي.