هغه د رسول حمزه توف خبره؛ که زه هر چېرته لاړ شم، زه به زما د داغستان استازیتوب کوم.
زه وایم دا به یوازې استازیتوب نه وي، وطن به مې د هغه سورت یاسین په څېر، چې ادې مې له وطنه د راوتو په وخت په مخکې جیب کې د زړه پر سر راکېښود، د هغه یو ګرد خاورې غوندې، چې له وطنه مې د وروستي قدم د پورته کولو په وخت پر څپلې پورې پاتې شوه او د هغه تیز باد په شان، چې وطن ته د وروستي ځل مخ اړولو په وخت، د پردي وطن پر ځمکه یې زما د سترګو اوښکې زما له سترګو را وباسلې، تل او تل له ځان سره کرځوم، لکه زموږ د کلی بزرک ملا، چې څو ورځې یو پړی پر اوګه ګرځو او چې ما ورته وویل؛ ولې یې پر اوږه ګرځوي، نو د ویل؛ چې دا به تر یوه ځایه، یو چا پر اوږه وړی وي، ګوندې د ده یار به وړی و..؛ نو کټ مټ به یې همداسې ګرځوم.
تېره ورځ مې یوه مقاله په کوم سایټ کې ولوسته او نه پوهېږم چې د چا به وه، خو د وطن په مهاجرتونو کې د وطن د خلکو او د وتلو خلکو په فکرونو بحث و؛ د روسانو او خلقیانو په وخت به چې څوک له وطنه ووتل؛ نو یو بل ته به یې د هجرت مبارکي ورکوله، ځان به ورته یو شان سپیڅلی ښکارېده او پر وطن خلک به یې د روسانو لاسپوڅي او له اسلامه خلاص بلل، د وطن خلکو ته به دوی وطن فروشان او خاینان ښکارېدل، دا کیسې څو ځلې نورې هم تکرار شوې او دا اوس چې کوم مهاجرتونه وشول بیا روانې دي، یو بل ته ټامیان، غله، وطن بربادونکې او سل نور نومونه اخلو، خو په اصل کې د ټولو سترګې وطن ته ټیټې دي، هغه سترګې چې سترګې وي، نه بې شرمه ګاټي، چې هر چا په دې ګاټو د وطن پر میدان تشلې وکړې او په اخیر کې یې څه جیب ته واچول او څه چې د لوبې نه وه، لرې وغورځول.
زه دلته د ځان له خوا وطن ته مخاطب یم، نه د نورو له خوا، ځکه زه په خپله ناتاوانۍ، نا ځوانۍ، خجالت، د وجدان غذاب او که هر څه یې بولئ.. وطن ته سر ټیټی یم؛ داسې سر ټیټی، چې د غرمې مې ابا د انځرو ونې ته څوکېدار کړم، تر څو یې څوک و نه شکوي، خو انځر څه ما او څه رانه د کلي وړکو وشکول او پر مازدېګر مې پلار ته خړ سر ولاړ وم؛ نو د نور به څه ورته مخکې کېږدم.
اسماعیل شاهد په یو ډرامه کې خپلې معشوقې ته وایي؛ مجنون به لیونی و، چې د لیلا لپاره یې دشتې کتلې، فرهاد به لیونی و، چې د شیرینۍ لپاره یې غر سوری کولو، پرېږده مړې.
ما که دا هر څه و نه کړل او نه یې شم کولی، خو د وطن له نوم سره مې غونی زیږ شي، کټ مټ زموږ د جومات د ملا غوندې، چې په خوب کې جنت ته لاړ وو او له لرې یې د جنت دېوالونو لېدلي وه، چې بیا به موږ ترې د هغې صحنې د اظهار غوښتنه وکړه؛ نو یو سوړ اسویلی به یې وویست، د دېوال کونج ته به شو او ویل به یې؛ څادر مې راوړئ، غونی مې زیږ شو..