یکشنبه, فبروري 15, 2026
Home+د الرسالې پر لومړۍ ګڼه تبصره| ذبیح الله شفق‎

د الرسالې پر لومړۍ ګڼه تبصره| ذبیح الله شفق‎

الرساله د اسلام د لوی متفکر، لیکوال او مورخ مولانا وحیدالدین خان رحمه الله هغه مجله ده چي په ۱۹۷۰مو کلونو کي په هند کي چاپېده او خپرېده. مولانا وحیدالدین خان چي د اسلام د رښتوني مخ د انځور په وړاندي کولو کي یې تر ټولو لوی رول لوبولی، او د وخت  یو له تر ټولو لوی متفکرنو لیکوالونو او مورخینو څخه بلل کېږي په دې مجله کي پر بېلابېلو موضوعاتو لیکل کړي.
د اسلام د رښتوني مخ څخه تر ساینس، کایناتو، د صحابه وو تر حالاتو، د پند تر خوږو شېبو، زرینو کرښو، ښو ویناوو، د قران تر تفسیر، احادیثو، ټوکو او اسلامي تاریخ پوري ټول هغه موضوعات دي چي په الرساله کي یې لوستلای سو. د دې مجلې پښتو ژباړي ته خوږ انسان او لیکوال ګران رحمت شاه فراز تر هغه وروسته مخه کړي چي زموږ په ټولنه او هیواد کي د مولانا د ږغ او فکر خپرولو اړتیا محسوس سوه. ښاغلي فراز تر دې مهاله د الرسالې څوارلس ګڼي په پښتو کړي او خپرې کړي دي. دی هره میاشت الرساله کي مهم موضوعات لټوي او انتخابوي. او بیا په میاشت کي یوځل یوه ګڼه ځیني جوړوي. پر کومي ګڼي چي موږ دلته خبري کوو د تېر ۲۰۲۵ د جنوري ګڼه ده چي په پښتو کي د دې مجلې اولنی پیل ورته ویلای سو.
د ” الرسالې ” د جنوري ګڼي نثر او موضوعات ډېر عالي په نظر راغلو. نه پوهېږم ولي خو د ویل ډورانټ، مبارک علي، مولانا وحیدالدین خان او پښتو کي د استاد غضنفر نثر ډېر ښه را لګېږي. او تر ډېره یې یو د بل سره ورته احساسوم. د مولانا نثر هم ډېر روان، له کږو وږو وتلی او پر سمو برابر دی. تر ټولو مهمه ښیګڼه چي د ده په نثر کي یې زه احساسوم هغه ښه ناڅاپي پیل دی. د موضوعاتو ښه عنوانونه یې جلا د ستایلو دي. مثلاً ” الرساله ” کي موږ ته ډېر جالب عنوانونه په مخه راځي چي په لوستلو یې هیجاني کېږو او هر عنوان له ځان سره ګڼي پوښتني  لري. د مثال په ډول: د زمانې مزل، پیل له لمانځه، نوې نړۍ، یوه کیسه، یوه پرتلنه، یو درس له تاریخه، یوه نیمه پېړۍ مخکي، د کتاب نړۍ، د اختلاف زیان تر کومه رسېږي، د نورو لپاره کم تلل او د ځان لپاره پوره تلل، شهاب ثاقب او بلاغت څه دی؟ پنځه لسیزي وړاندي د نثر په برخه کي ښایي دا تر ټولو اغېزناک او جالب عنوانونه و اوسي چي د لوستونکي پام او توجوع ژ ور اړولای او جلبولای سي. مولانا که څه هم دا موضوعات پنځه لسیزي وړاندي سپړلي، شاربلي او وړاندي کړي خو اوس هم چي د یوویشتمي پېړۍ دریمه لسیزه جاري ده تر ټولو نوي، ابهم او د نورو معاصرو لیکوالو په پرتله ښه روان او مهم ایسي. د فراز د ښې ژباړي نه یادونه به ناځواني وي. څونه چي د مولانا اردو نثر جالب او عالي دی دغونه د رحمت شاه فراز ژباړه خوږه او روانه ده. مولانا د خپلي مجلې په دغه ګڼه کي ځیني اسلامي موضوعات راخیستي، ګڼي نیوکي یې کړي دي، ځیني روایات، کیسې او پرتلني یې وړاندي کړي دي او پر ساینس، ماډرن عصر او اسلامي تاریخ یې هم لیکل کړي. د خپلي مجلې ” الرسالې ” په باب وایي چي دا مجله د اسلام پېژندني او تر نورو د دې الهي دین د رسوني په برخه کي یو ګام دی. دی مخته زیاتوي چي د اوسني مسلمان څخه خپل رسالت (د اسلام ښه او سم عملي کول او تر نورو رسول) پاته سوي او ګویا په بېځایه سیاسي نهضتونو، ډلو ټپلو، او غوغاوو یې د نړۍ دا ښکلی دین بدرنګ کړی او ناسم یې وړاندي کړی. ” الله تعالی له دې امله د پیغام رسونې چاره کړې ده، چې د قیامت په ورځ څوک ونه وایي، چې موږ په داسې خبره کې نیول کېږو، چې په هغه اړوند موږ ته اصلاً څه نه دي را ښودل شوي. د دې معنا داده، چې که موږ نور خلک د خدای له خوښې نه خبر نه کړو، نو له نورو مخکې به لومړی موږ نیول کېږو چې ولې مو خپله را سپارلې وجیبه نه ده په ځای کړې. دا دومره درنه خبره ده، چې په دې مسولیت کې تر غفلت وروسته یوه شخصي کړنه هم مسلمانان د خدای په نزد نه شي ژغورلی. ” مخته پسي لیکي:
” مګر مسلمانانو نه یوازې نورو قومونو ته د اسلام د پیغام رسونې دنده سرته نه ده رسولې، بلکې په خپل عمل سره یې اسلام اپوټه معرفي کړی دی، له تېرې یوې نیمې پېړۍ نه چې کوم غورځنگونه په اسلامي نړۍ کې را پورته شوي دي، د هغو پایله دا ده چې اوسمهال الهي حکومتولي، بېل هویت، مناظره بازي، سیاسي محاذونه او د خپلو حقونو لپاره چیغې د خلکو په سترګو کې د اسلام انځور ګرځېدلی دی. حال دا چې د قرآن کریم اسلام له دې یوه شي سره هم تعلق نه نیسي. د قرآن کریم اسلام خو یوازې دادی، چې: انسان له خپل بادار نه ووېرېږي، له دې احساس سره ژوند وکړي، چې له مرگ وروسته به خدای ته حساب ورکوي – اسلام د دې لپاره راغلی و، چې انسانان د اخرت مسایلو ته متوجې کړي، خو موږ اسلام ته دنیوي مسایلو ته د متوجه کېدلو نوم ورکړ. “
مولانا پر ګڼو موضوعاتو سربېره د مسلمانانو پر سیاست هم ګڼي نیوکي کوي. سړی نه پوهېږي چي د مولانا او ملګرو یې ولي د مسلمانانو د سیاست سره جوړه نه وه خو یوه خبره څرګنده ده چي د مسلمانانو په علمي لحاظ د روزلو، پخپل دین د ښه او سم عمل کولو او نورو ته یې د رسولو فکر ښایي تر ډېره سم وایسېږي. زه نه پوهېږم چي خان صاحب پر دغونه ډېرو موضوعاتو لیکل څنګه کول؟ یوازي د الرسالې لومړۍ ګڼه کي یې پر کایناتو او ساینس  دونه خوندور لیکل کړي لکه د اټومي فزیک د کوم مسلکي لیکوال متن چي لولې. د ” الرسالې ” ځیني موضوعات زما لپاره ډېر ځانګړي وو. ښایي همدا علت به وو چي ښه ژور مي ولوسته او د خوښي وړ هره موضوع مي هم د فیسبوک پر سټوري او هم د واټساف پر وضعیت خپره کړه. مولانا ځیني موضوعات، خاصتاً بیا تاریخي موضوعات ډېر په خوند او رنګ څېړي. کله چي پنځه لسیزي وړاندي د هند د یوه سپین ږیري عالم دونه لوړ فکر او علمي استدلال او شخصیت د افغانستان او پاکستان د اوسنیو ملایانو سره پرتله کړې، سړی هک پک کوي. او دې فکر ته یې دروي چي کاش زموږ ټولو علماوو دونه لوړ فکر درلود، او د اسلام پر اساسي موضوعاتو یې لیکل کولای. څو ژبي یې زده وای، د ماډرني دنیا سره آشنا وای، په سیاست او اسلامي تاریخ همداسي پوهېدلای. حداقل په کایناتو او ساینس کي یې مطالعه کولای، لیکل خو لا لویه او جلا خبره ده. خو سړي ته بیرته له دي هرڅه وروسته د افسوس خبره درېږي. مولانا د ” پیل له لمانځه ” موضوع کي لیکي چي لمونځ په ساینسي او تجربوي لحاظ هم د آرام، سکون او خپل خدای ته د نژدې کېدو یوه وسیله ده. او د اسلام تجربي ازمویښت شونی دی. وروستیو ساینسي موندنو او څېړنو هم وښوده چي په شپه او ورځ کي هغه حرکات چي په لمانځه کي ترسره کېږي د ذهني آرامتیا او یو ډول فزیکي سکون لامل کېږي. خان صاحب مولانا مخته زیاتوي چي ډېر کله په تاریخ کي داسي پېښ سوي چي د لمانځه په لیدو غیري مسلمانانو د اسلام و قبلېدو ته غاړه يښي وي. دی وایي کله چي مسلمانان مکې ته د فتحي سره ننوتل نو غرور او کبر یې ونه کړ بلکي په لمنځو یې پیل وکړ چي دې حالات د نورو مشرکینو سره سره د ابوسفیان پر ځیګرخوره مېرمن هند هم ډېر تاثیر وکړ او مسلمانه سوه. دغه راز د ” روژه په ژوند کي د هلو ځلو درس دی ” تر عنوان لاندي لیکي چي د روحاني مبارزې دغه میاشت د اسلام په تاریخ کي د نظامي مبارزې میاشت هم پاته سوې او د بدر، د مکې د فتحي، تبوک غزا، عین جالوت د جګړې په یادولو سره د روژي فیض، برکت او ښيګڼي له یوې نوې زاویي بیانوي او وایي چي روژه او د ژوند په هلو ځلو کي هیڅ ټکر وجود نلري. په الرساله کي ځیني نور مهم موضوعات  هم یاد سوي او سیاسي رنګ څه ناڅه سړی پکښي احساسولای سي. ” د اختلاف زیان تر کومه رسېږي ” موضوع کي وایي چي د اوسني ایران ژبه، تهذیب او تمدن ځکه پر خپل ځای پاته سول چي عباسي امام ابراهیم و ابومسلم خراساني ته ولیکل چي په ایران او خراسان کي د عربو په فرد فرد پسي وګرځي او تر تېغ یې تېر کړي. ابومسلم همداسي وکړل او هغه عربي قبایل یې ووژل چي په خراسان کي یې د عربي ژبي او تهذیب لپاره تبلیغ کاوه. دوی خو په مذهبي لحاظ ګواکي په دې بریالي سوي وو چي د فارسیانو دین بدل کړي مګر د وخت سیاسي افکارو او ارادو د عربي تمدن او ژبي و ترویج ته پرېنښودل. که چېري ابومسلم په فارس او خراسان کي مېشت عربي قبایل نه وای وژلي نو ښایي نن به د اوسني ایران اوسېدونکو عربي ژبه ویله او د شام، مصر او عراق غوندي به د جزیرة العرب برخه وای. د ” الرسالې ” په لومړۍ ګڼه کي د صحابه وو د وخت مدرسې هم یادي سوي دي. او د اوسني عصر د مدرسو سره په پرتلنه کي د اسلام په خپرولو او نورو ته تر رسولو کي یې پخوانۍ هغه ډېري مهمي بللې دي. مولانا د اوسنیو مدارسو پر نصابو نیوکي کړې دي او د اوس مهاله عصر د مدرسو نصاب یې وروسته پاته او وروست بللی دی. دی پنځه لسیزي وړاندي په مدارسو کي د لا ښه تدریس لپاره څلور ټکي وړاندیزوي:
۱ – د عربي ژبي او قرانکریم د تفسیر، تجوید او قرائت زده کړه.
۲ – د حدیثو، نبوي سیرت، اسلامي تاریخ او د صحابه وو د ژوند او حالاتو تدریس. ​
۳ – د نړیوالو ژبو، انګلیسي، عربي او نورو تدریس او د نورو مذاهبو، عیسویت، یهودیت او بودیزم د مذهبونو مطالعه. د معاصري فلسفې او ساینس او ټیکنالوژي اړوند مالومات او تدریس.
۴ – په یوه دیني څېړنه کي تخصص. (لکچر، مونوګراف یا سمینار وړاندي کول.)
د ” الرسالې ” په لومړۍ ګڼه کي د اسلامي برخي ځیني نور مهم موضوعات هم راغلي او پر ځینو اکاډمیکو، خاصتاً بیا اسلامي اشخاصو هم لیکني سوي دي. ” الرساله ” کي نقد هم ګورو. د مسلمانانو د سیاست او اسلامي غورځنګونو پر سیاسۍ پالیسیو سربېره پر اوسني ماډرن او صنعتي عصر هم نیوکي سوي دي چي ګواکي که انسان اوسني ټاپ ماډرن حالت ته رسېدلی وي، نو بیا خو یې دا لاسته راوړنه په ډېره لوړه بیه تر لاسه کړې. مولانا وحیدالدین خان د اوسني عصر په باب لیکي چي انسان یې یو ډول بوخت او ماشیني کړی او کوم مهال چي انسان له طبیعت سره اړیکه پرې کړه له خپل ځان او خدای څخه هم لیري سو. دغه راز یو بل نقد د سید جماالدین افغان پر سیاسي هلو ځلو سوی. که څه هم د ده علمیت، پوهه او د اسلامي نړۍ لپاره یې فکر پکښي ستایل سوی خو د افسوس په ډول داسي نقد ور باندي سوی چي کاش هغه انرژي چي علامه افغان د سیاسي هلوځلو او غوغاوو لپاره ضایعه کړه. که یې د اسلام په تبلیغ، رسوني او د قران کریم په خپرولو کي استفاده کړې وای نو ښایي اسلام او اسلامي نړۍ ته به یې ډېر څه ور بخښلي وای.
د ” الرسالې ” د لومړۍ یا جنوري ګڼي ډېر موضوعات مي خوښ او راته جالب وو. نثر یې روان، ژباړه یې ساده او خوږه وه. ځای ځای د طنز ژبه هم پکښي کارول سوې چي یو مثال یې د شیخ سعد شیرازي د کیسې چي ” د ټوکي ” تر عنوان لاندي خپره سوې، ور کولای سو. په دغه برخه کي د ګران او ښاغلي رحمت‌شاه فرار کار د ستایلو او پاللو دی چي د الرسالې و مهم رسالت ته یې اوږه ورکړې. خدای او ښه دي دواړه ورسره مل وي.
الرساله په لوستلو وپالئ او په رسولو یې خپره کړئ.
۲۰۲۶/۲/۱۴ – زابل، شاه جوی خپل کور.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په لندن کې د پېژندل شوي شاعر بېکسیار د تازه چاپ شوو اثارو مخکتنه

م. ک بيا له كومه را پيدا شو دا بهار چي ميلمه له موږ سره دى بيكسيار بهار كله په ژمي كې هم څرك وهي او کله...