Homeخبرونهکرکټ بورډ د افغانستان شل اوریز غوره لیګ د لوبډلو د پلور...

کرکټ بورډ د افغانستان شل اوریز غوره لیګ د لوبډلو د پلور لړۍ پیلوي

تاند (سه شنبه د ثور/ غويي ۲۲مه) افغان کرکټ بورډ د افغانستان شل اوریز غوره لیګ(APLT20) د دویم پړاو د ترسراوي په موخه د لوبډلو د پلور لړۍ پیلوي.

کرکټ بورډ ویلي چې،دغه لړۍ د روانې مې میاشتې په ۱۵مه نېټه پيلېږي.

کرکټ بورډ زیاته کړې چې،په دې اړه به په یاده نېټه د پنځو اړونده لوبډلو د پلور د غوښتنلیکونو لړۍ پیل کړي چې د جون میاشتې تر ۳۰مې نېټې پورې به دوام ومومي.

سرچینه وایي چې، په دې پروګرام کې به نړیوال او افغان پانګوال او سوداګر ګډون وکړي.

د کرکټ بورد په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې، د غوښتنلیکونو د دې نوي او ستر پیل لومړی پړاو ټاکل شوی په متحده عربي اماراتو کې، چې د دغه لیګ ترسراوي لپاره د نړۍ په کچه معیاري چاپېریال او نړیوالې اسانتیاوې لري.

دا په داسې حال کې ده چې دغو سیالیو د لومړي پړاو د غوښتنلیکونو لړۍ او د ډرافټ مراسم په هم یاد هېواد کې ترسره شوي و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب