تاند (سې شنبه، د غويي/ ثور ۲۲ مه) ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د افغانستان د حکومتي ځواکونو او پاکستان ترمنځ په نښتو کې لږ تر لږه ۳۷۲ ملکي افغانان وژل شوي دي. د دغو قربانیانو تر نیمایي زیات په کابل د معتادانو د درملنې پر مرکز د هوايي بریدونو له امله وژل شوي دي.
د اسلاماباد او کابل اړیکې له هغه وخته ترینګلې شوې چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې بیا واک ته ورسېدل، او روان کال د فبرورۍ په میاشت کې دغه کړکېچ د پاکستان د دفاع وزیر له خوا “ښکاره جګړه” وبلل شوه.
پاکستان تور پورې کوي چې افغان طالبان هغو وسلهوالو ته پناه ورکوي چې د پاکستان په بریدونو کې لاس لري، خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي او وایي چې په پاکستان کې ناامني د هغه هېواد داخلي ستونزه ده.
د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (UNAMA) په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له لومړۍ د مارچ تر ۳۱ پورې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې په دواړو غاړو کې د وسلهوالو نښتو له امله ۳۷۲ ملکي کسان وژل شوي او ۳۹۷ نور ټپیان شوي دي.
بل لور ته پاکستان په غبرګون کې ویلي چې د روان کال له پیل راهیسې ۱۳۰ پاکستاني ملکي وګړي او امنیتي سرتېري هم وژل شوي دي.
د راپور له مخې، په وژل شویو افغانانو کې ۱۳ ښځې، ۴۶ ماشومان او ۳۱۳ نارینه شامل دي. ملګرو ملتونو ویلي چې د مرګژوبلې تر ټولو ستر لامل هوايي بریدونه وو، چې ۶۴ سلنه تلفات یې رامنځته کړي دي.
په ځانګړي ډول د مارچ په ۱۶مه د کابل د معتادانو روغتون برید ډېر مرګونی بلل شوی، ځکه هلته یوازې نارینه ناروغان بستر وو. په دغه برید کې لږ تر لږه ۲۶۹ کسان وژل شوي او ۱۲۲ نور ټپیان شوي دي.

راپور زیاتوي چې د ډېرو قربانیانو مړي د سوځېدو او ټوټه کېدو له امله د پېژندلو وړ نه وو، او ښایي د وژل شویو اصلي شمېر تر دې هم لوړ وي. طالبانو بیا ادعا کړې چې په دې برید کې تر ۴۰۰ زیات ملکي وګړي وژل شوي دي.
پاکستان په ځواب کې ویلي چې دوی هېڅ روغتون، د روږدو د درملنې مرکز یا ملکي ځای نه دی په نخښه کړی، بلکې یوازې یې “د ترهګرو او پوځي اهدافو” پر ضد عملیات کړي دي.
خو ملګروملتو تایید کړه چې پاکستان روغتون ویشتی او ملکیان یې وژلي دي.
یوناما له دواړو لورو غوښتي چې نړیوال بشري قوانین رعایت کړي، پر روغتیايي مرکزونو بریدونه ونه کړي او په ملکي سیمو کې له درنو وسلو کار وانخلي.
په راپور کې د نورستان د یوې ښځینه کارکوونکې د وژل کېدو یادونه هم شوې ده. ویل شوي چې نوموړې د اختر د رخصتیو پر مهال د خپلې کورنۍ له غړیو سره کور ته روانه وه چې پاکستاني ځواکونو د هغوی پر موټر ډزې وکړې. وروسته چې دوی غوښتل د سیند له لارې خوندي ځای ته ولاړ شي، ښځه په ډزو ولګېده او له خپل درې کلن زوی سره په اوبو کې ډوبه شوه.
سره له دې چې د اپرېل په لومړیو کې د چین په منځګړیتوب د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرې شوې او دواړو لورو د تاوتریخوالي د نه زیاتولو ژمنه کړې، خو بیا هم ځینې نښتې دوام لري. د اپرېل په ۲۷مه د کونړ په اسعداباد کې د هاوان مرمۍ ولګېدې چې له امله یې اووه ملکي کسان ووژل شول او ۸۵ نور ټپیان شول.