Homeسپورتبنګله دېش پاکستان ته په لومړۍ ټیستلوبه کې ماته ورکړه

بنګله دېش پاکستان ته په لومړۍ ټیستلوبه کې ماته ورکړه

تاند (سې شنبه، د غويي/ ثور ۲۲ مه) د بنګله دېش د کرکټ ملي لوبډلې، پاکستان ته په ټېستلوبه کې د ۱۰۴ منډو په توپیر ماته ورکړه.

د دواړو ټیمونو دا لومړۍ ټیستلوبه د بنګله دېش په کوربه توب د ډاکې په میرپور  لوبغالي کې وشوه.

بنګالي لوبغاړو د مسابقې په لومړۍ پاڼۍ (اننګز) کې ۴۱۳ منډې وکړې، په مقابل کې یې پاکستان ۳۸۶ منډې وکړې. د بنګله دې ټیم په دوهمه پاڼې کې د لومړۍ پاڼۍ په شان ډېرې منډې ونه کړې خو بیا یې هم ۲۴۰ منډې وکړې. د پاکستان د لوبډلې ټول لوبغاړي په دوهمه پاڼۍ کې په داسي حال کې وسوځېدل چې ټولټال یې ۱۶۳ منډې کړې وې.

ټاکل شوې ده چې دواړه ټیمونه د روانې مې په ۱۶ مه په دوهمه ټیستلوبه کې مخامخ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

نه هېرېدونکې خاطره| انجنیر زلمی نصرت

دنمارک کله چې د ژوند د تېرې لارې دوړې یو څه کېني او انسان د خاطرو په هنداره کې خپل د ځوانۍ د کلونو انځورونه...