Homeخبرونهد خیبرپښتونخوا په سرای نورنګ کې چاودنې ۷ تنه وژلي او لسګونه...

د خیبرپښتونخوا په سرای نورنګ کې چاودنې ۷ تنه وژلي او لسګونه ټپیان کړي

تاند (سې شنبه، د غويي/ ثور ۲۲ مه) د خیبر پښتونخوا ایالت د بنو ولسوالۍ د سرای نورنګ په بازار کې د چاودنې له امله اووه تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په وژل شویو کې دوه پولیس او پنځه ملکي وګړي شامل دي.

ځايي پولیسو ویلي چې چاودنه د سې‌شنبې په ورځ په یوه بازار کې شوې او له پېښې وروسته امبولانسونه او د اور وژنې ډلې سیمې ته رسېدلې دي.

د سرای نورنګ د پولیسو یوه چارواکي سعید خان ویلي، هغه کسان چې سخت ټپیان شوي، د بنو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د بنو د روغتون سرطبیب محمد اسحاق ویلي چې تر اوسه ۳۷ ټپیان روغتون ته ور وړل شوي او د ځینو روغتیايي وضعیت نازک دی.

د پېښې تصویرونه ښيي چې د بازار دوکانونه زیانمن شوي او یو موټر هم سخت ویجاړ شوی دی.

دا په تېرو څلورو ورځو کې په سیمه کې دوهم خونړی برید بلل کېږي. تر دې وړاندې د شنبې په ورځ هم د بنو پر یوه امنیتي پوسته په موټربمي او وسله‌وال برید کې ۱۵ پولیس وژل شوي وو.

پاکستان هغه برید د افغانستان مېشتو وسله‌والو کار بللی او کابل ته یې سخت احتجاج سپارلی و.

بل لور ته د طالبانو حکومت د دغو تورونو په اړه ویلي چې دا د پاکستان داخلي ستونزه ده او دوی د پاکستان پر ضد چا ته د خپلې خاورې د کارولو اجازه نه ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...