تاند (سې شنبه، د غويي/ ثور ۲۲ مه) اروپايي کمېسیون د دوشنبې په ورځ وویل، غواړي چې د افغان کډوالو د ستنولو په موضوع د خبرو لپاره په لنډ وخت کې د افغانستان په استازیتوب د طالبانو چارواکي بروکسل وروبولي.
په اروپايي کمیسیون کې خبرو سرچینو فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي، ټاکل شوې چې ډېر ژر په کابل کې د طالبانو چارواکو ته یو رسمي لیک هم واستول شي، څو د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د دې ناستې نېټه وټاکل شي.
د راپور له مخې، دا سفر د سوېډن په همغږۍ پلان شوی او تر دې مخکې اروپايي چارواکو د همدې موضوع په تړاو افغانستان ته دوه سفرونه کړي وو، خو تر اوسه د بروکسل د غونډې وروستۍ نېټه نه ده اعلان شوې.
د اروپايي ټولنې ویاند ویلي چې اروپايي چارواکي اوس مهال «په بروکسل کې د افغانستان له بالفعل چارواکو سره د یوې تخنیکي غونډې پر جوړېدو کار کوي.»
اروپايي هېوادونه او عموماً ملګري ملتونه طالبان د افغانستان «اوسني چارواکي» بولي.
د اروپايي اتحادیې ویندوی وویل چې «د دې اتحادیې چارواکي، حاضردمه د افغانستان له اوسنیو بالفعلو چارواکو سره په بروکسل کې د کتنې د اختمال په اړه کار کوي، تراوسه دې ناستې ته نېټه نه ده ټاکل شوې.»
اوس مهال د اروپايي ټولنې شاوخوا ۲۰ هېوادونه د کډوالو د منلو په اړه د خپلو پالیسیو د سختولو په لړ کې پر دې غور کوي چې افغان کډوال، په ځانګړي ډول هغه کسان چې جنايي دوسیې لري، بېرته افغانستان ته واستوي.
په تېر اکتوبر میاشت کې څو اروپايي هېوادونو له اروپايي ټولنې غوښتي وو چې د دې موضوع د عملي کولو لپاره ډیپلوماتیکې او عملي لارې چارې ومومي.
د اروپايي کمېسیون ویاند ویلي، د ۲۰۲۶ کال په جنورۍ کې په کابل کې یوه تخنیکي غونډه دایره شوې وه او اوس اروپايي ټولنه له سویډن سره په ګډه هڅه کوي چې دغه بحثونه په بروکسل کې تعقیب کړي.
له دې کبله چې طالبانو د نجونو د زده کړو مخه نیولې او د ښځو خلاف یې محدودیتونه زیات کړي، د نړۍ هیوادونه د طالبانو حکومت په رسمیت نه شي پېژندلی نو د اروپايي هیوادونو په شمول ځینې هیوادونه هڅه کوي له نورو لارو څخه په استفادې د افغانستان اړوند چارې پر مخ یوسي.
د بلجیم خاورې ته د طالبانو د چارواکو د تګ لپاره به ځانګړي معافیتونه ورکول کېږي، او فرانس پریس ویلي چې بلجیمي چارواکي په نظري ډول دې کار ته چمتو ښکاري.
اروپايي هېوادونه داسې مهال د افغان کډوالو د بېرته ستنولو هڅې زیاتوي چې افغانستان لا هم له سخت بشري بحران سره مخامخ دی.
راپورونه وايي چې د اروپايي اتحادیې غړیو هیوادونو د ۲۰۲۵ تر پایه شاوخوا ۲۲ زره افغانانو ته خبر ورکړی چې افغانستان ته به یې ستنوي.
د اروپايي ټولنې ځینو غړیو یو شمېر افغانان بېرته افغانستان ته استولي. جرمني له ۲۰۲۴ تراوسه پورې د قطر په مرسته تر ۱۰۰ ډېر افغانان، چې په جرمونو کې یې لاس درلود، افغانستان ته لېږلي دي.