یکشنبه, مې 19, 2024
Home+اوفوز/ اجمل پسرلی

اوفوز/ اجمل پسرلی

د واینو د نریو جګو ګیلاسونو له جنګولو سره د پيالو کړنګ او د نجلۍ د خندا شرنګ شو. سړي اخ کړل. نجلۍ شونډو ته پورته کړی ګیلاس ټنګ پر میز کیښود، سره شراب د پیالې یوې لپې، بلې لپې ته راغلل، ولاړل خو ونه څڅیدل. نجلۍ په چیچلو غاښونو وویل:

-خیریت

-هاغه د اورسۍ پر ژۍ شمه مړه شوه

 نجلۍ د دوی پر میز د لګیدلې شمې تار په ګوتو ومروړه. سړي یې لاس کش کړ:

-دغه څه کوې وبه سوځې

نجلۍ لاسونه له سر سره پورته ونیول، لکه چې ناڅې:

– هاغه شمه په دومره لوی اخ ارزیده چې کییف دې خراب کړ خو شاوخوا رستورانت له شمو ډک دی

-انسان په ژوند کې د لویو ارمانونو لپاره هڅې کوي نو وررسیږي، د کوچنیو لپاره کوشش نه کوي نو ترې پاتیږي

-ستا لوی ارمان څه دی چې وررسیدلی یې

-دلته د ( اوفوز) په سړک د شپاړسمې پیړۍ دغه رستورانت ته له تا سره راتګ..

– یعني تر ما هاغه شمه مهمه ده چې اخ دې پرې وکړ

سړي د واینو ګیلاس د نجلۍ له ګیلاس سره چې لاهم پر میز ایښی و وجنګاوه. نجلۍ لاسونه پر میز کیښودل، مزغی یې شاته کوږ شو. سړي د نجلۍ پر لاس ګوتې تیرې کړې، هغې لاس کش کړ. ده د واین ګیلاس ورمخته کړ، نجلۍ لکه تندې پسې اخیستې په یوه ساه ګیلاس په سر واړاوه، ودریده. ګارسون راغی:

-نور راوړم

نجلۍ په زنګیدلي زنګیدلی غږ ورته وویل:

-خو شپږ شو، اووه شو، څو شو، نور څو وڅښو

 سړي چې بټوې ته لاس کړ، نجلۍ د وره په خوا وخوځیده، ده پیسې پر میز واچولې په نجلۍ پسې یې کږه وږه منډه کړه. نجلۍ د رستورانت مخې ته د سړک د غاړې څراغ ته له ریملو ډکې سترګې پورته ونیولې. سړي ورته وویل:

– یو بل وړوکی ارمان مې اوس هم شته

 نجلۍ ټیټ کړي باڼه بیرته پورته کړل، لکه پوښتنه چې کوي څه شی؟

سړي ورته وویل:

– که مې وس وای دغه د اوفوز د سړک د غاړې ټول څراغونه مې دغه شیبه مړه کول

نجلۍ دوې ګوتې سره کړۍ کړې:

-زما کوچنی ارمان هم هغه و چې د میز د سر لګیدلې شمه دغسې مړه کړمه، خو تا نه پریښودم

 سړي نجلۍ له لاسه  کش کړه:

-راځه چې ورشو اوس یې مړه کړه

نجلۍ سر وخوځاوه په کش او ګیر کې دواړه د زاړه پراګ د ( اوفوز)* سړک په ډبرو فرش کږې وږې شیوې لارې په خندا خندا روان شول، د بوټونو یې داسې ټک ټک و لکه پيړۍ مخکې چې به پر دې سړک د مستو جوړه اسونو د نعلونو ټکا خته.

پای

  • پراګ پخوانی ښار دی. د دې لرغوني ښار تر ټولو لویه پخوانۍ ودانۍ د پراګ قصر دی چې د اته سوه اتیایم میلادي کال شاوخوا جوړ شوی دی. د دې زړې ودانۍ په لور یوه لاره هم د ( اوفوز) له کوڅې تیره شوې ده. په چکي ژبه اوفوز درې ته وایي. په دې سیمه کې شاوخوا ټولې ودانۍ د پیړیو پيړیو پخوانۍ دي خو اکثر یې له څوارلسمې میلادي پیړۍ راوروسته تر شپاړسمۍ او اولسمې پیړۍ پورې ودانې شوې دي. د دې سیمې لارې او کوڅې له هاغه پيړیو راهیسې په وړو وړو ډبرو پوښل شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب