شنبه, اپریل 27, 2024
Home+که تړلي ښوونځي پرانستل شي نو..

که تړلي ښوونځي پرانستل شي نو..

پوهندوی آصف بهاند

که تړلي ښوونځي پرانستل شي نو…

ــ مالیم صیب چای مې پريښود،

ــ مو نه پوډرو کوتی واوښتو،

ــ بوم (بام) نه مې ټوپونه اچول،

ــ وريژې رانه تالې (تویې) شوې.

(ښوونځي ته د راغلو زدکوونکو د زړه حال)

که په افغانستان کې د نجونو د تعلیم د مخنیوي لپاره هر ډول پلمې او پروپاگند وشي، بیا هم خلک د خپلو اولادونو د تعلیم پلوي دي، غواړي چې د ښوونځیوو او پوهنځیو دروازې یې پرمخ پرانستې وي او خلک له هر ډول امکاناتو نه په استفادې سره هڅه کوي چې اولادونه یې له تعلیم نه بې برخې پاتې نه شي.

هغه هېوادوال چې اقتصادې توان لري، خپل بچیان یې لرې یا نږدې هېوادونو ته د زدکړو لپاره لېـږلي دي او یا یې هڅه کړې ده چې د گاونډیو هېوادونو له ډېرو تنگو شرایطو سره ـ سره هلته داسې زمینه برابره کړې چې اولادونه یې د ښوونځي دایرې ته ورشامل شي.

دغه راز زموږ هېوادوال د ځینو بهرنیو هېوادونه وعده کړو امکاناتو ته هم سترگې پر لار دي مثلاً جرمني له افغانستانه د سیمې او ګاونډیو هېوادونو کې د پنځه زره (۵۰۰۰) افغان ښځو لپاره د زدکړو زمینه برابروي. د ازادي رادیو په یوه رپوټ کې په دې باب داسې راغلي دي:

«د جرمني د اقتصاد او پراختیا وزارت غواړي چې د سکالرشیپونو په مرسته د سیمې او د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې ۵ زره افغانانو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.

د افغان ځوانانو لپاره د سکالرشیپونو د اعلان په دوام دا ځل جرمني اعلان کړی چې د هغو زرګونو افغان ښځو او نجونو لپاره به د زده کړو زمینه برابره کړي چې د طالبانو د حکومت له خوا له زده کړو بې برخې شوې دي.

يو شمېر ښځينه محصلانې د جرمني حکومت له دې اقدام هرکلى کوي، خو وايي چې طالبانو د ښځو او نجونو پر مخ ټولې لارې تړلې او د دوى لپاره له دا ډول بورسونو ګټه اخيستل ګران دي.

له دغو محصلانو څخه یو یې، چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله نوم یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل: “له بده مرغه چې د طالبانو له واکمنۍ څخه وروسته په هېواد کې د نجونو د زده کړو ساحه محدوده شوې ده، د محرم محدویت شته، موږ که چېرې ځو له ځان سره باید محرم کس ولرو. زما په فکر د افغان نجونو له پاره دا ډول بورسیې مناسبه حل لاره نه ده.”

دا وايي چې د افغان نجونو لپاره د زده کړې شرایط ورځ په ورځ سختېږي.
په ورته وخت کې د پوهنتون یو استاد خوشحال اصفي په دې باور دی چې که د افغان نجونو د زده کړو لپاره څه کېږي، باید په افغانستان کې دننه وشي.

اصفي د جرمني د حکومت دا کړنه ستايي، خو وايي نړۍ بايد پر طالبانو فشار راوړي چې د نجونو لپاره د زده کړو دروازې پرانېزي.

هغه زیاتوي: “دا به ښه وی چې نړيواله ټولنه په افغانستان کې پر واکمنې ډلې فشار راوړي چې په افغانستان کې دننه ښوونځي او پوهنتونونه پرانېزي. هغه څه چې جرمني تېره اوونۍ اعلان کړل دا کار ناشوني ښکاري، په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې ډېر خنډونه پراته دي، له افغانستانه وتل، په ځانګړې ډول د یوې نجلۍ او ښځې لپاره په دې حالت کې چې حاکمه ډله دوی بې محرمه سفر ته نه پرېږدي سخت کار دی، دوی ته به څنګه اجازه ورکړي چې پاکستان یا بنګله دېش ته د زده کړو لپاره ولاړې شي.”د جرمني د اقتصاد او پراختیا وزارت ویلي چې په پاکستان، بنګله دېش او قرغزستان کې به ۵۰۰۰ افغان مېرمنو ته د سکالرشیپونو په ورکولو سره د زده کړو زمینه برابره کړي.

ټاکل شوې چې دا پروګرام د هغو نجونو لپاره پیل شي چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو ورسته بنګله دېش، قرغزستان او پاکستان ته تللې دي.

د جرمني د اکاډمیکې تبادلې سرویس چې د دې پروګرام اسانتیاوې برابروي، ویلي چې د دې پروګرام هدف هغه ښځې او نجونې دي چې د تېر کال په ډسمبر میاشت کې په افغانستان کې له زده کړو محرومې شوې وې.

د دغه پروګرام بودیجه څه باندې ۷ میلیونه یورو ده چې د جرمني د اقتصاد او پراختیا وزارت له خوا ورکول کېږي.

د جرمني د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزیرې سوینیا شولزه ویلي، د طالبانو پالیسي نه یوازې د ښځو په وړاندې سپکاوی دی، بلکې د افغانستان د پرمختګ لپاره هم زهرجنه ده.

هغې په خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې له لوستو ښځو پرته له لوږې او بېوزلۍ څخه د خلاصون لاره نه شته او دوى به د افغان ښځو د ملاتړ لپاره د حل د لارو چارو له لټولو لاس وانخلي.

وروسته له هغه چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه، څو هېوادونو، نړیوالو موسسو او پوهنتونونو د زرګونو افغان ښځو او نجونو لپاره سکالرشیپونه اعلان کړل.»

دغه راز زموږ اړ هېوادوال چې د خپلو بچیانو زدکړو ته لېواله دي، که څوک هسې د دیپلوماسۍ له مخې د افغان نجونو د زدکړو پلوي وکړي، دوی ورته غوږونه څک کړي وي چې که د نجونو د ښوونځیو د پرانستلو لپاره لار اواره شي، نو ښه به وي. څو ورځې مخکې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوگان ویلي وو چې: «له زدکړو د افغان نجونو منع کول “نا انساني او غیراسلامي” کار ګڼو.» د اردوگان د دې خبرې په باب د بي بي سي پښتو په یوه رپوټ کې داسې راغلي دي:

«د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په افغانستان کې د طالبانو حکومت باندې نیوکه کړې چې ګواکې ښځينه زدکوونکې یې له زدکړو منع کړې دي.

ښاغلي اردوغان ویلي، “په افغانستان کې له حجاب سره سره بیا هم نجونې په ښوونځيو او پوهنتونونو کې زدکړو ته نه پرېښودل کېږي. موږ دا یو نا انساني او غیر اسلامي کارګڼو، زموږ دین کې داسې څه نه شته”.

د ترکیې ولسمشر دغه څرګندونې په خپله یوه وینا کې کړې او ویلي یې دي چې افغان نجونې باید زدکړو ته پرېښودل شي.

ده زیاته کړې، “موږ ته هېڅوک په اسلام کې دا نه شي تشریح او توجیه کولای چې ښځې له زدکړو پکې منع شوې وي. اسلام داسې څه نه مني، بلکې سپارښتنه کوي چې له زانګو تر ګوره علم تر لاسه کړئ”

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو راهیسې یې حکومت پر نجونو او مېرمنو بېلا بېل محدودیتونه لګولي دي. خو وايي چې دا لنډمهاله دي او د کار او زدکړو په برخه کې “مناسبت” چاپېریال ورته جوړوي.

خو له شپږم تر دوولسم ټولګي یې د نجونو پر وړاندې د ښوونځيو پر تړلو تر یو نیم کاله ډېره موده کېږي.

وروسته یې د دوی پر مخ پوهنتونونه هم وتړل او په وروستي ګام کې یې په نادولتي موسسو کې هم ښځینه کارکوونکې له کاره منع کړې.

دغو بندیزونو او محدودیتونو په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه درلودلي دي او د ترکي ولسمشر څرګندونې یې په اړه تازه هغه دي.»

دغه راز د تېرې جنورۍ میاشتې په څوارلسمه نېټه د نړۍ د ۹۱۰ شخصیتونو او بنسټونو په یو پرانیستی لیک کې راغلي وو چې:

«طالبانو افغانستان د تیارو دوران ته ورټېل وهلی»

د یاد رپوټ په یوه برخه کې داسې ویل شوي دي:

«د نوبل سولې جایزې ګټونکې شیرین عبادي په ګډون ۹۰۹ شخصیتونو، افغان او نړیوالو بنسټونو په یوه پرانیستي لیک کې له طالبانو غوښتي چې پر ښځو لګول شوي بندیزونه لغوه کړي.

دوی د طالبانو له لوري له زدکړو او کاره د افغان نجونو او مېرمنو منع کول “ګواښونکی عمل” او د “ژورې خواشینۍ” وړ بللی او په دغه لیک کې یې لیکلي چې طالبانو کولای شول په شپاړسو میاشتو کې هماغسې کالي یا یونیفورم او چاپېریال ورته برابر کړي چې دوی یې غواړي خو “طالبانو په وروستیو کړنو سره هېواد د تیارو دوران ته ورګرځولی دی.”

په دغه لیک کې همدا راز ویل شوي چې “د طالبانو د ادعا برخلاف د افغانستان په ټولنه کې د نجونو د زدکړو پر وړاندې هېڅ راز کلتوري او دودیز خنډ نه شته”

د دغه لیک په پای کې د ۹۱۰ کسانو او د نړیوالو بشري‌ حقونو مدافع بنسټونو لاسلیک لیدل کېږي او پوښتنه یې کړې ده چې “ایا په افغانستان کې نجلۍ اوسېدل جرم دی؟” او همدا راز یې د اسلام له نظره هم د “تحصیل حق” ته اشاره کړې چې ګواکې پر ښځه او نارینه دواړو فرض کړای شوی دی.

خو دوی وايي، “طالبانو د دغو امرونو پر خلاف عمل کړی”

د لیک په وروستیو کې له نړیوالې تولنې، ملګرو ملتونو او د نړۍ له مشرانو غوښتل شوي چې له “ډېپلوماتیکو لارو” او “پر طالب مشرانو د بندیزونو لګولو سره” دې پر دوی فشار راوړل شي او پر لیکه بڼه او کورونو کې دې نجونو ته د زدکړو زمینه برابره کړای شي.

همدا راز یې د اسلامي همکاریو سازمان نه غوښتي چې د دیني مشرانو یو بېړنی بحث دې رامنځ ته کړي چې په دې اړه “فتوا” ورکړي.

په دغه لیک کې په افغانستان کې پر بشري حقونو د څار مخکېني ځانګړي رپورټر کمال حسین، د مذهب او عقیدې ازادۍ پخواني ځانګړي رپورټر احمد شهید، د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخینوي مخکېنۍ ځانګړې رپورټرې رادیکا کوماراسوامي او ځينو نورو نومونه لیدل کېږي.»

څه موده وړاندې د طالبانو د پوهنې وزارت په یوه مکتوب کې خپلو اړوندو پوهنیزو ادارو ته امر کړی و چې په ځینو ولایتونو کې د نجونو دیني مدرسې او له شپـږم ټولګي د لاندې ټولګي د نجونو زدکوونکو پرمخ د سیمه ییزو چارواکو له لوري تړل شوي ښوونځي بېرته بشپـړ پرانستل شي او له لومړي تر شپـږم ټولګي زدکوونکې نجونې په ښوونځیو او ښوونیزو کورسونو کې زدکړې کولی شي. د طالبانو د نرمش په ښودلو سره په ځینو سیمو کې تر شپـږم ټولگي کښته نجونې بېرته ښوونځیو ته لاړې.

په افغانستان کې د ښوونځیو د پرانستل کېدو لپاره د نجونو هیله او مینه تر دې اندازې پورې ډېره ده چې که واوري یا وویني چې ښوونځي یې پرانستل شوي دي نو له خوښۍ نه په جامو کې ڼه ځاېـږي. د ثبوت لپاره به د یوه ښوونکي یو لنډ شانتې رپوټ دلته تاسو درنو لوستونکو ته وړاندې کړم چې عملاً یې په ټولگي کې ښوونځی ته له راغلو زدکونکو نه پوښتلي چې د ښوونځي د پرانستل کېدو لپاره څه ډول خوشاله شوې دي. محمدالله مسعود چې د افغانستان په جنوب کې د یوه ښوونځي ښوونکی دی، په خپله فیسبوکپاڼه کې د دوه زره درویشتم کال د د فبرورۍ پر پنځمه ( ۰۵/۰۲/۲۰۲۳) داسې ولیکل:

«دا دې ۴۰ ورځې وروسته د کلي مکتب بیا پرانستیل شو. نن نو وړې جینکۍ دومره خوشالې وې چې پوښتنه یې مه کړه. انجینر صیب نور محمد په واټساپ کې میسج راته کړی و، چې ستاسو مکتب بیا پرانستیل شو. نن چې لومړۍ ورځ وه، له درس مخکې مې دوی وپوښتلې. ورته ومې وې چې، څومره خوشالې شوې چې د مکتب د خلاصیدو زیری مو واورید. یوې ووې: دومره خوشاله وم چې خپل سر ته مې سوکان ونیول. بلې ووې: کله چې خبره شوم ، په منډه کې رانه چپړاکې پاتې شوې. نن مې ټولې وپوښتې چې لاندې یې فقط خبرې را اخلم .

ــ مالیم صیب چای مې پريښود ،

ــ مو نه پوډرو کوتی واوښتو،

ــ بوم (بام) نه مې ټوپونه اچول،

ــ وريژې رانه تالې ( تویې) شوې.

نورو ډیرو هم خپلې خاطرې راسره شریکې کړې. زړه کې مې ووې چې وړې جینکۍ چې دومره خوشالې وي ؛ نو که مکتبونه او پوهنتونه خلاص شي ، د هغو سترو جینکیو د خوښیو او احساساتو ګراف به څومره وي ؟»

دا زموږ د وطن حال دی چې د سختو توفانونو او ستونزو په منځ کې راگیر دی، دې ته فکر کول په کار دي چې څنگه موږ کولای شو چې خپل خلک او وطن د دې توفانونو او ستونزو له مرگونو څپو څخه وژغورو او که خدای مه کړه څو نسلونه مو له ښوونخي او پو هنځي څخه محروم شي، بیا نو…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب