پنجشنبه, مې 15, 2025
Home+هاوه/ لنډه کیسه

هاوه/ لنډه کیسه

کله ناکله ستونزه د دوستي سبب شي. په استانبول کې چې الوتکې ته ختم زما پر سیټ یوه ویتنامۍ ناسته وه چې پراګ ته تله. ورته و مې وویل:

-دا چوکۍ لکه چې زما ده

دې غږ لوړ کړ:

-شمیره دې ګوره بیا خبرې کوه

سپینی توری مې ورسره ونه کړ، د دې په ځای کښیناستم. د الوتکې تر الوتو مخکې څو ځله له ځان سره وغوریده، اخر ما د سیټ نمبر ورښکاره کړ. د دې شونډې سره ولاړې لکه څوک چې وشرمیږي، لږ له ځایه جګه شوه چې چوکۍ بدله کړو. ما لاس ورته ونیو چې پروا نه کوي.

دې راته وویل:

-پراګ ته ځئ که بیا بل ځای ته

-پراګ ته ځم

-پراګ ښه ښار دی

-ښکلی دی

کله چې ډوډۍ راغله، ماته یې خپله برخه کیک رامخته کړ:

-زه دا نه خورم که مو خوښیږي دا یې ستاسو

ما سر ورته وخوځاوه چې زه یې نه شم خوړلی خو په بوردنګ کارډ کې د شمیرې په ورښکاره کولو پښیمانه غوندې شوم. دې راته وویل:

زه په پراګ کې د میرمنو د لاسونو او پښو نوکان جوړم

خوله یې په دستمال پاکه کړه، پسې ویې ویل:

-کار مې ښه جوړ دی، پراګ ښه هوا لري، هلته مې ساعت تیر وي، زوی مې هم دوکان لري د یو ویشت ورځو په مخه ویتنام ته تللې وم له هانوی څخه داسې دوه سوه کیلومتره لرې یو کلی دی هلته مې لور ده د لور بچیان مې دي.

دې موبایل راته ونیو، یوه ویډیو یې چالانه کړه، یوه ماشومه وه، ښایي درې کلنه به وه لوبې یې کولې، چغیده، یوه بله د غیږې ماشومه وه، کغ پغ یې کاوه.

دې راته وویل:

-(تاه) ته ګوره څه کوي (هاوه) بیا بل شی ده

د دې له خبرو پوه شوم چې مشره یې ( تاه) نومیږي او کشرۍ یې (هاوه) نومیږي، ورته ومې ویل:

-خواږه ماشومان دي

 دې ژر ژر د  موبایل پر سکرین ګوته تیره کړه، د خپلو لمسیانو د کلیزې د ورځې ویډیو یې راښکاره کړه:

-دا وګوره

-ښایسته لمسیان لرئ

دې په خپلو سترګو ښی لاس کیښود، چې لاس یې لرې کړ وړې سترګې یې د سترګو په کاسو کې سره ورکې شوې وې او اوښکې یې پرمخ راغلې وې. پوزه یې کش کړه:

-لمسیان مې ویادیدل

الوتکې اعلان وکړ چې ډیر ژر د پراګ پر هوایي ډګر کوزیږو، موبایلونه بند کړئ. موږ کمربندونه وتړل، تر هغو په اعلان پسې اعلان کیده چې الوتکه کښیناسته، کله چې له الوتکې راووتو، تر ترمینل پورې په اوږده غزیدلي دالان کې دا ودریده چې خپل بکس سره سم کړي، بیا یې ماته وویل:

د موبایل شمیره دې راکړه چې د لمسیانو ویډیو درولیږم

ما شمیره ورکړه، وروسته سره تیروبیر شو. زه لا له ترمینله نه وم وتلی چې ټنګ شو د « هاوه» یوه بله ویډیو چې ما په الوتکه کې نه وه لیدله راورسیده.

پراګ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب