په ادبي اثارو او په ځانګړي ډول په شعر کې کلمات او مانا خپل مسوولیتونه لري؟ داسې نه ده، چې مانا او مضمون په تورو کې بیان شي او کوم مسوولیت دې ورته متوجې نه وي. په شعر کې کلمې او ماناوې بیخي زیات مسوولیتونه لري. په دې مانا؛ که چېرې دوی کوم بیان ښکاره کوي، باید د ضعف تالیف خیال وساتي.
ضعف تالیف په دې مانا دی، چې موږ باید د الفاظو، ترکیبونو او تورو د ترکیب او راتګ مسوولیتونه وپېژنو. یانې ضعف تالیف په مانا کې هغه پېښیدونکو کلمو، ترکیبونو او تورو څخه رامنځته کیږي، چې استعمال یې نادرست شوی وي او یا د غیر شاعرانه الفاظو، توارد، د کلماتو تنافر، کراهت، لفظي غرابت، ناموزنیت، د ردیف عیب، په تکلف سره د کلمو استعمال، د تورو تنافر او سرقه رامنځته شوي وي. کله چې په شعر کې پورتني توکي رامنځته شول، نو په کلام کې ضعف تالیف رامنځته شو.
په ادبي لحاظ کله، چې یوه کلمه د ګرامري اصولو سره مخالفه استعمال شوه، دا په کلام کې د فصاحت له عیبونو څخه شمېرل کیږي. ډیرۍ وختونه، هغه څه چې د لیکوالۍ او شاعرۍ د کمزورتیا لامل کیږي په نامناسب ځای کې د کلمو ځای پر ځای کول دي.
تالیف د ګرامري قواعدو پر بنسټ د کلمو یو ځای کول دي. که دا قواعد په لیکوالي کې مراعت شي، نو له ضعف تالیف څخه مو ځان وساتلو او که چېرې ګرامري ستونزې په کلام کې وي او د ژبې قواعد مراعت نه شي، نو په کلام کې ضعف تالیف رامنځته کیږي. یانې په جمله کې ګرامري تېروتنې د نحوې کار دی، مګر په مانا کې تېروتنې ضعف تالیف رامنځته کوي او دا د شعر د ژبپوهنې یو ستر باب دی، چې اصلي او دقیقه مطالعه یې په معاني کې کیږي.
معاني په شعر کې د کلمو، تورو او ترکیبونو د ماناو په اړیکو بحث کوي، چې په بیان کې فصاحت او په مانا کې بلاغت رامنځته کوي. کله چې په شعر کې دغه پورته د اهمو توکو تعادل مات شي، نو په شعر کې ضعف تالیف رامنځته کیږي.
ځینې مهال شاعران د وزنونو لپاره او یا د غزل د بیتونو د پوره کولو لپاره د شعر په لیکلو کې تادي وکړي او ضعف تالیف رامنځته کړي. اوسمهال یو زیات شمېر شاعران ددغه بدۍ سره مخامخ دي، نو کله کله د وزن د برابرښت لپاره ځینې شاعرانه مفاهیم له لاسه ورکړي. او یا د قافیې او ردیف د پوره کولو لپاره په شعر کې د الهام او تخیل کیفیت ورک کړي.
شاعران باید د دغه نادرست عمل سره مبارزه وکړي او د مبارزې یوازینۍ لاره دقیقه مطالعه ده. کله چې شاعر د زیاتې مطالعې ریاضت ختم شي، نو هغوی بیا خبرې او مفاهیم داسې وړاندې کوي، چې د الهام کیفیت پکې نه خاورې کیږي.
اصل کې شعر د ژبې له ګرامري قواعدو بهر دی، مګر که چېرې د معاني قواعد په شعر کې مات شي، نو ضعف تالیف به رامنځته شي. یانې کله کله ګرامري قواعد دومره مهم شي، که مراعت نه شي، نو په شعر کې به کراهت رامنځته شي.
د شعر لپاره خپل ژانرونه دي، که په یوه ژانر کې د هم هغه ژانر مهم خواص و نه ساتل شي، نو په شعر کې به ضعف تالیف رامنځته شي. یانې د ضعف تالیف په مخنوي کې هم مانا او هم الفاظ مسوولیتونه لري، چې باید وپېژندل شي. که چېرته زه اوس د ځینو شاعرانو مثالونه راوړم، نو شاید دوی زیات خپه شي، ځکه چې په کوم کلام کې چې ضعف تالیف وي، هغه شعر نه دی او نه ورته سم تخلیق ویلای شو، مګر مثالونه یې ضرور دي او موږ یې د ځینو شاعرانو را وړو.
د سلاست او موسیقۍ معیار دا نه دی، چې یوازي دې عام فهمه مانا ولري. سلاست او موسیقي هغه وخت په غزل کې را تلای شي چې د مسرو ترمنځ مانیز تړاو ته متوجې شو او یا د داسې کلمو، د استعمال قدرت ولرو چې ضعف تالیف و نه لري. د مثال په توګه: اشرف خان هجري د میرزاخان انصاري په ستاینه کې ویلي دي:
تـکـلف پــه داکـې نشــته بـاور وکـــړه
په دا فن کې یې ګوی وړی له یو هر دی
(اشرف خان هجري)
په پورته بیت کې د ژبې او محاورې جوړښت تغیر کړی دی. په ځای ددې چې لیکل شوي وای (هر یو دی.) نو( یو هر دی) لیکل شوي دي. چې په معاني کې ورته د قیاس مخالفت وایي او همدې د سلاست او موسیقي مخه ډب کړې ده او په بیت کې یې ضعف تالیف رامنځته کړی دی. دا چې پورتنۍ کلمې سره ناانډوله دي، نو موسیقي او سلاست مخه همدې ډب کړې ده.
د نه مانیز تړاو او د کلمو نه انډول یا د تناسب نه شتون د بیت په داخلي جوړښت کې ضعف تالیف را ولاړوي،. د مثال په توګه د استاد رحمت الله حکیمي دا بیت ګورو:
یوه شــیبه چې مینه او رڼا غاړه غړۍ وي
هـغه دم به ښکلا او پکتیکا غاړه غړۍ وي
(رحمت الله حکیمي)
په پورتني بیت کې مینه او رڼا متناسبه خبره نه ده؛ بلکې که مینه او ښکلا غاړه غړۍ وای، نو له یوې مخې به يو څه تناسب پیدا شوای وای او بل به په بیت کې حسن تالیف رامنځته شوای وای. موږ د مرحوم پسرلي صیب دا بیت لولو:
حســـن بــه ساه وبـولو جند یې مــینه
ښایست وي پټ خو کړي څرګند یې مینه
(محمد صدیق پسرلی)
د پسرلي صیب شعر د مانیز تسلسل په لحاظ احسن تالیف دی، مګر د حکیمي صیب شعر ضعف تالیف دی او دوهمه مسره خو یې هیڅ تړاو ورسره نه لري، چې په معاني کې لفظي غرابت ورته ویل کیږي.
ضعف تالیف هغه وخت رامنځته کیږي، چې کله شاعر یو مضمون سم ادا نه شي کړای. د مثال په توګه یو مضمون یو شاعر غواړي چې انځور یې کړي؛ مګر هم هغه شان یې حق ادا نه شي کړای. دغه د حق نه ادا کوونه، د لفظونو سکښت، د نا انډوله کلمو پیوند یا د انډول شویو کلمو، نه تناسب دی. د مثال په توګه د اجمل ښکلي دغه بیت چې وایې :
شیبه مــې وشوله چې کور ته مې راورسیدم
بــیرته روان یـمه ســــامان راټــولوم لګیایم
(اجمل ښکلی)
دا مضمون ریاض تسنیم داسې ادا کړی دی:
خـلکو کـډې ګـرځول له مـا نه زده کړئ
پــه اوږو بـاندې مې زوړ د کـور سامان شه
(ریاض تسنیم)
په پورتنیو بیتونو کې د مضمون یوالی یو دی، چې هغه د سرګردانۍ مضمون دی، مګر د ریاض تسنیم بیت د اجمل ښکلي د بیت څخه زیات احسن تالیف دی. هغه په دي وجه: د ښکلي صیب متناسبې کلمې دوې دي او بله خبره د ( شیبه) او (رسیدلو) انډول د کور او سامان سره، تر( کډه ګرځولو) او ( زوړ) ډېر نا انډوله دی. همدا شان د ریاض تسنیم متناسبې کلمې دری دي. کډه، کور، سامان او د (کډه ګرځولو) او ( زوړ) انډول له متناسبو کلمو سره ډېر جذباتي دی، نسبت (رسیدلو) او (شیبه) ته، نو په دې لحاظ د ریاض تسنیم بیت کې احسن تالیف له ښکلي صیب څخه غښتلی او مانیز تړاو یې زیات دی.
یانې که چېرته د عدد او معدود، صفت او موصوف، د فعل، مفعول او فاعل صنفي خواصو استعمال درست را نه شي، نو په کلام کې ضعف تالیف رامنځته کیږي، چې دې ته په معاني کې د قیاس مخالفت ویل کیږي.
زموږ یو شمېر شاعران و دغو اصولو ته توجو نه کوي او دوی باید پر دې پوه شي، ځکه چې دا د شعر ډېرې لوې غلطۍ دي. دوی به احسن تعالیف هیڅ وخت رامنځته نه کړای شي، تر څو چې په دغو پټو غلطیو باندې پوه نه شي. زموږ زیاتره شاعرانو ته دا ډول غلطۍ هیڅ نه ښکاري او خپل ځان ورته استاد شاعر ښکاري، مګر استاده شاعري دومره وړه خبره نه ده، چې په لږ ریاضت دې رامنځته شي.
یانې که چېرې مفعول د فاعل سره، عدد د معدود سره، عرض د غرض سره، تشبیه د شباهت سره، دال د مدلول سره، ترکیب د مرکب سره او مانا د لفظ سره په تناسب کې رانه شي، نو په شعر کې به ضعف تالیف رامنځته شي.
یانې که چېرته په نوښت او تجربې کې نوی والی نه وي، د مطالبې ژبه نوې نه وي، د تورو ترمنځ غږیز تسلسل نه وي مراعت شوی، بیا هغه د غالب صیب خبره، ((چې شاعري قافیه پیمایي نه ده،)) نو شعر به یې له ضعف تالیف څخه خالي نه وي.
دا پورته هغه درسونه دي، چې په کلام کې فصاحت او په مانا کې بلاغت رامنځته کوي. زموږ اکاډمیکې ساحې باید زده کوونکو ته په دغو پورته توکو تیزیس او مونوګراف لیکنو لارښونه وکړي، تر څو دا پورته پټې غلطۍ، چې زموږ زیات شمېر ادیبان او شاعران ور سره مخ دي، له منځه لاړې شي.
زه فکر کومه چې په ادبي حلقو کې، چې کوم شاعران- شاعران ګڼل کیږي، هغه په عامه سطحه مطرح نه دي او نه دومره لوستوال لري؛ مګر هغوی چې د عامو لپاره شاعري کوي، هغوی د پشکال مچانو ته ورته دي، چې د ادبي تاریخ پاڼې به یې نومونه خوندي نه کړي. هغوی چې کم لوستوال لري، هغوی د تاریخ حافظو ته ځانونه سپارلي دي، ځکه چې تاریخونه مهم او اهلي شیان ساتي.
د پښتو ادب له دوهمې پېړۍ را ونیسه تر اوسني مهال پورې ډېر زیات شاعران تېر شوي دي، مګر تاسو وګورئ، چې تاریخونو ولې د ګوتو په شمار شاعران خوندي کړي دي؟ یوه وجه دا ده، چې اهم تخلیقونه نه خاورې کیږي. یو ډول نه یو ډول یې خپل ارزښتونه ساتي، ځکه چې سنجیده شاعري د زمانې ټولو اړخونونو ته ځان رسوي.
اخځلیکونه:
۱- ناګار، پوهاندفضل ولي.( ۱۳۹۸ ل). معاني.( د پوهاندۍ علمي رتبې لپاره لیکل شوې رساله)جلال اباد : میهن خپروندویه ټولنه.
۲- شفیعی کدکني، دکتر محمدرضا.(۱۳۹۳م).موسیقي شعر. ایران:منصور صحافي.
۳ – تنویر، یونس.(۱۳۹۸). شاعري او تخیل.د افغانستان د سلمې کلیزې په ویاړ.