پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهطالبانو د اګست ۱۵ مه عمومي رخصتي اعلان کړه

طالبانو د اګست ۱۵ مه عمومي رخصتي اعلان کړه

تاند (یکشنبه، د اسد ۲۲ مه) د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی چې د سې شنبې ورځ (د اګست ۱۵/ د زمري ۲۴) له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو د دوهمې کالیزې په مناسبت عمومي رخصتي اعلانوي.

په خبرپاڼه کې راغلي: دا ورځ د امریکا او د هغې د متحدانو خلاف د افغانستان د اسلامي امارت په مشرۍ د افغانانو د جهاد له بریالیتوب سره برابره ده او د اسلامي امارت له لوري له چمتو شوې کالهیندارې سره سم په درست افغانستان کې عمومي رخصتي ده.

دوه کاله پخوا په دې ورځ په داسې حال کې چې امریکايي پوځیان لا د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې مېشت وو، طالبان کابل ښار ته ننوتل او د جمهوري ریاست په ګډون یې ټول ښار ونیوه.

په تیرو دوو کلونو کې جګړې پای ته رسیدلي، انتحاري او بمي بریدونه او هوايي حملې نه شته خو د خلکو اقتصادي فقر، بې روزګاري، او مهاجرتونه خورا ډیر شوي دي.

نجونې له تعلیمه محرومې شوي او له دې کبله افغانستان ته یو نه جبرانیدونکی ګوزار ورکړل شوی چې اغیز به یې تر څو نسلونو پورې محسوس وي. په همدې حال کې دوه کاله کیږي چې افغانستان په رسمیت پېژندل شوی حکومت نه لري او څرګنده نه ده چې دا وضعیت به تر کله دوام کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب