Homeادبشعرد اناهیتا روهي څو شــعرونه

د اناهیتا روهي څو شــعرونه

وزر

د روح وزر مې مات شول

نن در الوتلی نه شم.

 لاس

لاس مه موټی کوه

پرېږده چې د هوا په شان مې

 ګوتې ستا د ګوتو ترمنځ ځای ونیسي

لمر

چېرته چې ته یې

 له هغه ځایه لمر ساه اخلي

چېرته چې زه یم هلته هر وخت تیاره وي

د فکر توپیر

تا یې خیال هم ګناه ګڼلو

ما یې پاکۍ ته سجده وکړله

د سکوت سندرې

غوږ شه،

د ژوند په اتڼ کې نن سکوت سندرې وايي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...