پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Homeادبشعرد سید جیلاني جلان دوه غزلونه

د سید جیلاني جلان دوه غزلونه


اه احساسوم دې ښه په مینه د مزې په څیر

ای خوږې ! ته ټوله د نوروز دهفت میوې په څیر

لاس درباندې بر د ستمګرو د بادو مه شه

خدای  دې وساته د پښتنې د لوپټې په څیر

ای  باور دې کیږي؟ چې له خوبه سترګې پرانیزم

ستا نامه مې خولې باندې راځي د کلیمې په څیر

اوس زما د روح د جزیرې ټولو هېندارو کې

ته راشنه د ښکلې مقدسې منظرې په څیر

لاس په جلان واوړه چې سمه مشهوره شې

خلک به دې لولي د هنر د زمانې په څير

    ۳ وري ۱۳۹۳

—————————————–

څه ښه انسان یم ارزښتونه انساني ساتمه

پخپل وجود کې مې خپل فکر زنداني ساتمه

د ژوند بدلون راته د توت قدرې قیمت نلري

بس خو پښتون یمه خویونه پخواني ساتمه

دا خامه خوله د مخ په قاب کې لکه خامه میوه

بس خو چې نه یې خورم اشنا مسلماني ساتمه

چې پرې تازه وي ستا د څڼو کشمالي ګلونه

ګلرنګه ! ځکه خپلې سترګې باراني ساتمه

منم جلان به وم د ښار درنګینیو تابع

خو ورین تندی پرانستې غیږ د غرني ساتمه

۲ مرغومى ۱۳۹۲

سیدجیلاني جلان

2 COMMENTS

  1. د ژوند بدلون راته د توت قدرې قیمت نلري

    بس خو پښتون یمه خویونه پخواني ساتم
    له دی څخه مو د مطلب د سرینا پر هوټل حمله وه /دجلال اباد حمله/ او که کوممه بله غزا وه ځکه د انسان وژنی خوی موږ تر هر چا ښه ساتلی دی راشی رښیا ووایو چه زموږ ټول تاریخ یوازی او یوازی خرګری وه او بس او نور به په دی خرګری ویاړ کول پریږدو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب