پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeکالمونهځلاندد بدلون مدیریت| ډاکتر ځلاند

د بدلون مدیریت| ډاکتر ځلاند

بدلون د بشري پرمختګ یواځینې لار ده. له پیړیو راهیسي بشري ټولنې، انسان خپله او حتی هغه چاپیریال چې انسان په کې ژوند کوي وخت ناوخته د بدلون د منلو په پایله کې دا دی د ټکنالوجۍ او پرمختګ یو داسې پړاو طی کوي چې د بشري قوې وړتیا په کې له ورایه را څرګندیږي. ټولنیز بدلونونه د یو منظم جوړښت په رامنځته کولو سره ترسره کیدای شي. په معاصره نړۍ کې د بدلون اسباب او علتونو ځښت ډیر دي، نړیوالتوب یا ګلوبلیزایشن، د ټکنالوجۍ پرمختګ او بلاخره د هیوادونو او انسانانو تر منځ بې سرحده تړاو او اړیکې د دې سبب ګرځیدلي چې مونږ باید چټکو بدلونونو ته اماده اووسیږو. له دې امله په ټولنو کې د بدلونونو د منلو او جذب قوه یو لازمې فکتور دی چې کولای شي د معاصرې نړۍ له پرمختللو پروګرامونو او پروژو څخه په استفاده دا بدلونونه د ځآن په ګټه تمام کړي.

په اوسنې پرمختللي نړۍ کې بدلونونه عموما د بهرنیو فکتورونو په پایله کې رامنځته کيږي، نسبت دیته چې د بدلون داخلي فکتورنه دې په نظر کې ونیول شي. هغه ټولنې یا جوړښتونه کولای شي له دې بدلونونو څخه لویه ګټه پورته کړي چې بدلون ته تیاری ولري. د بدلونونو د رامنځته کیدو څلور منل شوي لارې په لاندې توګه دي:

  1. ستراتیژي، موخې او پړاونه
  2. د اندازه ګیري د سیستم لرل
  3. د لومړیتوبونو لرل
  4. د بدلون د مدیریت د وړتیاو لرل

ددې دپاره چې مونږ د بدلون د ډول او لارې په اړه فکر وکړو، ښه دا ده چې د بدلونو د مدیریت په اړه پوه شو. د بدلون مدیریت په لاندې څلورو لارو ترسره کیدای شي:

  1. په لویه کې د رامنځته کیدونکو بدلونونو پیژندنه
  2. د خپلي ټولنې یا ادارې جوړښت د اړتیاو مطابق د بدلونو د رامنځته کولو میکانیزم
  3. د رامنځته کیدونکو بدلونونو دپاره د لازمو روزنیزو پروګرامونه ترسره کیدا
  4. د بدلون د رامنځته کیدا دپاره د لازمې چاپیریال او ولسي ملاتړ رامنځته کول

د هر بدلون د رامنځته کولو دپاره باید وار د مخه یوه ټولنیزه ارزونه ترسره شي، تر څو د بدلون د لازمي کیدو او یا هم د بدلون اړتیا وارزول شي. بدلون باید په ټولنه کې د پرمختګ، هوسایني او سوکالۍ سبب شي. د بدلون د مدیریت په اساس باید د بدلون پروسه، اهداف او پالیسۍ په منظمه توګه په ګوته شي. که مونږ تمه لرو چې د بدلون لار دې په سمه توګه ترسره شي، نو باید لاندې ارزونې له ځان سره ولرو:

  • د ځانګړو اهداف ټاکل، کوم چې باید د بدلون په پای کې رامنځته شي.
  • د بدلون ټول پړاونه باید په منظمه توګه همغږي او منظم شي، تر څو د بدلون پروسه په سمه توګه ترسره شي.
  • د بدلون د منلو لپاره لازم روزنیز پروګرامونه باید ترسره شي.
  • د بدلون د رامنځته کولو لپاره باید چاپیریال برابر شي.
  • د بدلون په اړه باید عمومي هوکړه موجوده وه.

که مونږ د بدلون تمه لرو، باید تر ټولو د مخه ځان د بدلون لپاره اماده کړو، همدا د بدلون سمه لار ده.

2 COMMENTS

  1. د پاکستان جاوسوسه. یو وخت ما ته ډېر پوهه او هوښیار ګڼلې. د لوی افغانستان داعی مې بللې.
    خو وروسته مو له طالب سره یو ځای اصلی څېره بربنډه شوه.

    ته او د پاکستانی طالبانو ویان احسان الله دوره د یوه خره غوږ وئ.
    الله مو تباه کړه.

  2. دا هغه وخت امکان لري چې څوک کړوک کړوک دلته کوې او هګۍ بل جای و نکړي، لکه نن چې زياتره وردګ پنجاب ته تسليم شوي…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب