یکشنبه, مې 5, 2024
Homeکلتورسینماد سوداګرو پوزه مې نده ماته کړې

د سوداګرو پوزه مې نده ماته کړې

ممبئ: د بولي وډ فلمونو ستوري (سيف علي خان) دوه کاله مخکې په يو هوټل کې د سويلي افريقا يو سوداګر (اقبال شرما) د پوزې (سپېږمې) ماتولو تور رد کړ.

دغه سحنه په (۲۰۱۲)م کالپه فبروري مياشت کې د ممبئ په تاج محل پيلس هوټل کې رامنځته شوې وه.

اقبال شرما وايي چې سيف علي خان په يو جاپاني رستورانت کې د دوی په پوزه د بوکس ګذار وکړ او د دوی پوزه يې ماته کړې وه.

د هندوستان د يوې رسنۍ په حواله، سيف علي خان تېره ورځ په ممبئ کې يو محکمې ته حاضر شو، قاضي وويل چې، نن په سيف علي خان او ددې پر دوه ملګرو شکيل لداخ او بلال امروبي باندې د (انډين پينل کوډ) له مخې د (۳۲۵) او ۳۴ قاعدو لاندې دعوه شوې ده.

شرما وويل، چې د دوی له خوا د رسټورانت کارکوونکو ته دومره وويل شول چې د سيف علي خان پر مېز د جوړ شوي شور ماشور مخه ونيسي، چې ددې خبرې له امله خبره تر لاس اچونې او د بوکسونو تر ګذ��رونو راورسېده، خو بيا هم سيف علي خان وايي چې شر اچوونکی شرما و. د دغې پېښې څخه سمدسته وروسته سيف علي خان ځان عسکرو ته حواله کړ چې وروسته په ضمانت خوشې شو.

له لوی افغانستان اوونیزې څخه په مننه

1 COMMENT

  1. د تاند قدرمنو کارکونکو سلامونه!
    دا کوم انځور چې تاسو ورته اچولی دی دا هارون صديقي دی
    سیف علی خان بل يوه دی انځور مو غلط کړی دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب