هغه ورځ غضنفر صاحب په راډيويي خپرونه کې استاد منلي ته چې د دانتې په اثر ( الهي کوميډې ) يې غږاوه وويل ( مخکې لدې چې د دوزخ له دروازې ووځې) بيا يې ترې پوښتنه وکړه، د دوى ترمنځ خبرې د اثار د دوزخ په برخه کې وي نو ځکه د غضنفر صاحب دا جمله لږه ظرافتي او ډيره نوې راته ويسيده ، ممکن کم ژورنالستان به مو دا ډول خبرو ته ښه ووايي ځکه ژورنالستيک ارونه به ورته د فيشن او د داسې نوي والي پر ځاى د اصل او دقت ټينګار کوي، البته زما پام يې د نثر په برخه کې دا ډول استعمال ته راواړه وه، د نثرونو په هغه څيړنيزو يا معلوماتي مقالو او ليکنو کې د (څنګه) پر ځاى د (څه) ويلو او په هنري نثرونو کې د (څه) پر ځاى د (څنګه) لورې ته د پام وراړولو خبرې خواره په زړه پورې بحث لري چې دلته يې ذکر بې ځاى ندى، هغه ځايونې چې په هنري ليکنو کې ورته د احساس پارولو په هدف ځاى ورکوو، کيدلى شي په تحقيقي مقالو او ليکنو کې د بې خوندى سبب وګرځي، دا ځکه چې د تخيل او واقعيت ځايونه او ليدلوري سره بيل دي، بله دا چې که هنري ليکنې په خپل هييت کې علميت اوتاريخ ته په مستقيمه توګه ځاى نه ورکوي نو علمي يا تاريخي او څيړنيزې ليکنې ترکومه بريده بيا د هنري توکيو برداشت لري؟
پورتنى بحث مو د نثر په برخه کې د تخيل په کارولو يو څه ټکنى کوي، خو غواړو د ورستي سوال په ځواب کې د اروښاد استاد صديق روهي د تخيل د تعريف په تضمين کې خپلې موضوع ته ادمه ورکړو، ( تخيل هغه استعداد يا قابليت دى چې د واقعيت نه د لاس ته راغلوانطباعاتو په بنسټ په بشري شعور کې نوې حسي يا فکري ايماژونه (انځورونه) تخليق کړي هغه چې په ټاکلې شيبه کې واقعيتي موجوديت نلري)
(1) سره د دې چې پورته مې يو ځاى د واقعيت اوتخيل د بيلو بيلو ليدلوريو اوځايونو خبره وکړه خو د دې تعريف په تضمين کې ويلى شو چې تخيل په يو څه صورت کې له واقعيتونوسره يو څه نرې پوله ضرور لري، پرته له پورتنې حوالې، دا سې لکه په ځينو هنري نثرونوکې يې چې واقعيتونه په غيرمستقيمه توګه لري، ښه نو هر کله چې وايو تخيل او واقعيت سره اور او اوبه ندي نو څنکه يې په عامو نثرونو کې د بې خوندۍ په سبب تورن کړو،دلته کيدلى شي هغه خبري د يو دليل په توګه زړې وبولو ځکه د ننني نثرځينې داسې بلګې لرو چې د تخيل کارونې په زړه پورې هنري برداشت لري، په منظومو فورمونو کې شعر هغه ګڼو چې د تخيل توکې ولري، مګر په عامو نثرونو کې تخييلي جملې نه يوازې د نثر په ښکلا رغونه کې لاس لرلى شي، بلکې د نثر جوليز نوښت ته هم لار پرانيزي، د پښتو په پخوانيو نثرونو کې د تخيل برخه که څه هم د پام وړ ده خو پدې ورستيو کې ګورو چې يو شمير ليکوالو په خورا ښه توګه په دا ډول ليکنو اومقالو کې د تخيل له قووې کارواخيست چې يوه په زړه پورې بيلګه يې د ډاکترمحب زغم دا پراګراف يادولاى شو،
(غزل بڼ د استاد محمد صديق پسرلي د غزلونو بڼ دى چې د غزل (1100) ګلونه په ځولۍ کې لري او هر ګل يې له (7) تر (11) ګلپاڼې، د الهام مهرابانه باد د دى هر ګل زړى د شاعر د فکر له غرونو راخيستى د احساس په دښته کې يې راټوکولى د عواطفو په باران يې اوبه کړى او بيا شاعر دغه ګلونه د هنر د پسرلي په بې شميره رنګونو رنګولي دي، )
(2) که پدې پراګراف کې د تخييلي تمايلاتو ونډه نه وه نو کيدلاى شوه چې د لسګونو ليکوالو په څير به يې په هغه کلشي کلمو او جملو شخوند وهلى وو، دومره صفحې، دومره غزلې، داسې ټايټل، هغسې شاعري، ….. چې د بې ځايه تکراريت پرته به نور هيڅ نه وو دوهمه ورته بيلګه يې د عصمت زهير په ليکنه کې لولو، ( تابان د خپلومدللو ليکنو په وسيله دعلمي نقد تړلې دروازې د استدلال اوعلمي دلايلوپه وسيله وډبولې جمالياتي اونفسياتي کونجونو يې ګرد نيولي زهنونه وڅنډل)
(3) که څه هم د زهير صاحب په ورستى جمله کې د (کونجونو) کلمه د دا ډول نثرونو منطق ماتوي خو په مجموع کې يې کارونه په زړه پورې ده ، استاد پسرلى د شاه سعود د درې کوټيزې دايرې په سريزه کې هغه تخيل چې غرونه ګډيدل او د اوښ په ملا لار جوړول بادليزم بولي،
(4 ) مقصد يې ترې د بې ځايه تخيل کارونه ده، په نثر کې که دا ډول باريکيو ته ځير نه شو کيدلى شي د نوښت او ښکلا پر ځاى ابهام رامنځته کړو او ابهام بيا په نثرکې لويه نيمګړتيا بللى شي، استاد اسمعيل يون د اروښاد استاد الفت په نثري کليات ليکلې مقاله کې يو ځاى ليکي ( الفت يو له هغو مخکښو ليکوالو څخه دى چې د پښتو د معاصر ادب په ويښتيايي پېر کې يې د ښکلي هنري نثر ماڼۍ چمتو کړه د ښکلو الفاظو او رنګينو ماناوو شال يې ورپه سر کړ، د غوره نثرونو زړي يې پکې وټکول اودتلپاتې ژوند په هيله يې ښايسته ملغلرې په کې وپسوللې )
(5) استاد يون پورته په يوه جمله کې د تخيل په مرسته د استاد الفت د هنري نثرد ماڼۍ خبره راته کوي، او بيا پرې د ښکلوالفاظواو رنګينو ماناوو شال ورپه سره وي او وروسته د غوره نثرونو زړي پکې ټوکوي، دلته ګورو چې د نثر تخييلي تناسب دنه لرلو لامله ماڼۍ ته د رنګونو پر ځاى شال ورپه سر شوى او بيا پکې زړي ټوکوي ډير کم خلک به ماڼۍ ته دشال د ورپه سر کولو خبره ومني نو ځکه که يو چاته په نثر کې دا ډول د تخييلي جملو او پراګرافونو خبره د منلو وړ نه وي نو ممکن يو علت يې غير تناسبي يا هغه د پسرلي صاحب په اصطلاح د بادليزم اثرات وي، د خوږ ژبي شاعر پيرمحمد کارون ( کاروان خبري کوي ) نثري ليکنې د پښتو په وسني نثر کې د دا ډول نثرونو په زړه پورې بيلګه ده، په کوزه پښتونخوا کې ډاکتر اظهارالله اظهار او په بره پښتونخوا کې د احسان الله درمل په ځينو ليکنو کې يو نيم ځاى دا ډول بيلګې په خورا کاميابه بڼه وينو چې د دوي نثر ليکنو ته يې د نوښت ترڅنګ ښکلا وربښلې ده.
اخځليکونه
(1) روهي ، اکاډميسين محمد صديق ، پښتو معاصر ادبيات ، د افغانستان ټايمز مطبعه ، ( 1390) ص ( 18) چاپ کابل (2) زغم ، ډاکټر محب ، غزل بڼ ،راپورټ سپيده مجله ،لومړى ګڼه ، بهير مطبعه ، ( 1391) ص ، ( 89) چاپ کابل (3) زهير ، عصمت الله ، د تابان د تاشقند د قند څکه ، خبريال ډاټ کام ، ( 1391) (4) يون ، محمد اسمعيل ، د الفت نثري کليات ، دانش خپرندويه ټولنه ( 1387) ص ( 3) دريم چاپ ، پيښور (5) پسرلى ، محمد صديق ،سريزه، درې کوټيزې دايرې ، دانش خبرندويه ټولنه ( 7713 ) چاپ ، پيښور
نعمت الله صديقي