چهارشنبه, سپتمبر 18, 2024
Home+په افغانستان کې د تصوف بهیر | نثاراحمد احمدي

په افغانستان کې د تصوف بهیر | نثاراحمد احمدي

سریـزه

بې له شکه چې زموږ ګران هېواد افغانستان د سیمې د یوې لویې برخې په توګه له پخوا راهیسې د تصوف له وارثانو څخه ؤ/ دی.

 که موږ د تصوف د لویو مشرانو او شخصیتونو د ژوند او پالنې ځای ته نظر وکړو؛ نو جوته به شي چې د هغوی ډېری د لرغوني خراسان «اوسني افغانستان» په کلتوري سیمه کې رالوی شوي دي.

د یادو مشرانو له ډلې لکه: ابراهیم ادهم، شقیق بلخي، حاتم اصم، احمد خضرویه، خواجه عبدالله انصاري او نور… چې د ننني افغانستان د تصوف د تاریخ په برخه کې د تصوف سرلاري بلل کېږي او د تصوف په لاره کې یې د پام وړ هڅې ترسره کړې دي.

همدارنګه د پښتو تصوفي ادب په تاریخ کې د روښانیانو دور یو له ځلانده دورو څخه ګڼل کېږي او دغه سیاسي او ادبي نهضت د وسله والې مبارزې ترڅنګ پښتو ژبې او فرهنګ ته په آګاهانه ډول ډېره ګټه ورسوله او زیات د قدر وړ اثار یې پښتو ژبې ته وروبښل؛ نو زما مقاله تر ډېره په افغانستان کې د تصوف پيل او پراختیا په اړه نظریاتو او پر پښتو ادب باندې اغېزو ته وقف شوې ده.

 دغه راز زما مقاله به هم ځينې ستونزې ولري او له تېروتنو به خالي نه وي؛ نو مخکې له مخکې بښنه غواړم.

تــصــــوف

تصوف یا صوفیزم له رب تعالی «جل جلا له» سره د انسان د مستقیم تړاو، له دنیا، مادیاتو او خواهشاتو سره د پرېکون لار بلل کېږي.
ممکن د اسلام له پیل راهېسې دا څانګه او پیروان یي وو؛ خو په اوومې او اتمې پېړۍ کې د امویانو او عباسیانو په پیروانو کې تصوف ډېر وغوړېده.

 د تصوف یوه مانا سپېڅلتیا، پاک زړه، د خدای تعالی«جل جلا له» په وړاندې په لومړي صف کې درېدل بلل کېږي.

ځینې یې بیا د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) د وخت له “اصحاب صفه” سره تړي، چې هغوی خپل ټول ژوند د نفس تزکیې او د رب تعالی«جل جلا له» عبادت ته وقف کړاو ټول هدف یې د رب تعالی«جل جلا له» رضاء وه.

تصوف او عرفان موږ ته ښيي، چې ژوند څنګه وشي؟ له نورو سره تعامل څنګه وکړو؟ ولې پیدا شوي یو او چېرته ځو؟ د پیداېښت علت څه دی؟ او په سلګونو داسې نورو پوښتنو ته ځوابونه ورکوي.

په تصوف کې انسان ته ښايي، چې له ځانه آزادي واخلي او د بهرنۍ ازادۍ پر ځای د نننۍ یا باطني آزادۍ ته پام وکړي. (یحی،۱۳۹۰:مقاله)

یو دلیل دا هم دی، چې د غربي هېوادونو ډېری خلک د خارجي آزادۍ غوښتونکي دي، خو تصوف بیا له بهرنیو بدیو څخه د راګرځېدلو لپاره د انسان د داخلي آزادۍ په ترلاسه کولو ټينګار کړی دی.

 دا هغه آزادي ده، چې له ځانه پیلېږي، په ځان څېړنه کېږي او په پایله کې ځان کشفېږي.

 موږ په داخلي نړۍ کې له نفس أمارة او شیطان سره مقابله کوو، د مقابلې دغه کشمکش له ډېر پخوا څخه را روان دی؛ بناء له دغو شیطانانو څخه آزادي اخیستل، اصلي آزادي ده.

که موږ درواغ وایو، غیبت کوو او په ټولیز ډول ښه انسانان نه یو، دا په دې معنا ده چې موږ آزادي نه لرو، موږ د شیطان په زنځیرونو تړل شوي یو او موږ د وراثت او چاپېریال په بند کې بند یو.

 د تصوف اصل مقصد دا دی، چې انسان ته د ښو کولو او بدو نه کولو لارښوونه کوي، انسانانو ته د انسانیت، زغم او اسلامیت پیغام وړاندې کوي او هغوی ته د ژوند ښه تګلاره ښيي، د خدای پاک تعال«جل جلا له» د رضاء د لاسته راوړلو لارې چارې په کې ښودل کېږي.

د تصـــوف تاریخ

تصوف د عثماني خلافت په مهال په ترکیې او د ترکیې څخه د باندې ډېر وغوړېده.

 دا د عثماني خلافت د تشهیر یوه وسیله هم بلل کېده.

پوځ به ځمکې ونیولې، مدرسو به جنګیالي روزل او صوفیانو به د خلکو روحي او فکري روزنه کوله. ” پوځ، مدرسه او تکیه خانه”، د عثماني خلافت د واکمنۍ مهم بنسټونه بلل کېدل.
په ترکیې کې د صوفیزم ډېر ډولونه وو/ دي، خو د ابن عربي او مولوي (جلال الدین بلخي) طریقې په کې ډېرې مشهورې وې/ دي.

ابن عربي په فکري لحاظ د انسان روزنه کوي او مولوي طریقه یې له خدای تعالی «جل جلا له» سره د انسان د “مینې او عشق” تار غځوي او قوي کوي.

(طیبي،۱۳۵۶: ۳ )

د مولوي طریقه کې صوفیان څرخي چې یوه لاس آسمان ته او بل زمکې ته نیسي.

 د دې سمبولیکه مانا دا ده چې مینه/هرڅه له خدای څخه ترلاسه کوي او په انسانانو یې وېشي.

 د دوی په سر د قبر شناختې ته ورته خولۍ هم وي، چې سمبولیکه مانا یې همدا ده.

سپین لباس یې د کفن او تور چپن یې د قبر د خاورو سبمولونه دي چې هدف یې خاکساري، د دنیا او مادیاتو کم ارزښت ښودل او الله او اخرت ته رجوع کول دي.
کله چې عثماني خلافت ړنګ شو؛ نو ورسره د تصوف بازار هم سوړ شو.
اوس هم په ترکیې کې د جلال الدین رومي مریدان او پیروان زیات دي.

نوموړی څو پېړۍ مخکې د افغانستان له بلخ څخه ترکیې (ارزروم) ته تللی او همدلته وفات او ښخ شوی.

 هغه له شمس تبریزي سره تر ملاقات وروسته بلې مرحلې ته داخل شو او هغه ته یې “مثنوي معنوي” هم ولیکله او د هغه په مینه کې بیخي غرق شو.
پیر من مرید من، درد من دوا من
فاش بګویم این سخن، شمس من وخدای من
د مولوي په طریقه کې، له مذهبي، سمتي، نژادي او هر ډول توپیر پرته، ټول انسانان له خدای تعالی «جل جلا له» سره په یو تار پیللي بلل کېږي.

په افغانـــــستان کې د تصوف پيل

له شک پرته چې زموږ ګران هېواد افغانستان د سیمې د یوې لویې برخې په توګه له پخوا راهیسې د تصوف له وارثانو څخه ؤ/دی.

 که موږ د تصوف د لویو مشرانو او شخصیتونو د ژوند او پالنې ځای ته نظر وکړ؛ نو جوته به شي چې د هغوی ډېری د لرغوني خراسان (اوسني افغانستان) په کلتوري سیمه کې لوی شوي دي.

د یادو مشرانو له ډلې لکه: ابراهیم ادهم، شقیق بلخي، حاتم اصم، احمد خضرویه، خواجه عبدالله انصاري او نورو… چې د ننني افغانستان د تصوف په برخه کې د تصوف سرلاري بلل کېږي او د تصوف په لاره یې کې یې د پام وړ هڅې ترسره کړې دي، نومونه اخیستلی شو.

په افغانستان کې تصوف په پینځم هجري قمري کال کې د لرغوني خراسان/ اوسني افغانستان په خاوره کې خپور شو او دا هغه وخت و، چې تصوف د یو شمېر افغان صوفیانو له لوري د هند خاورې ته هم انتقال شو. (طیبي،۱۳۵۶: ۱۰ )

مؤرخان وايي: ابوالحسن چې په علي هجویري غزنوي مشهور و، د افغانستان له فقهاوو څخه و، د کشف په نامه د یوه کتاب په لیکلو سره د لومړي ځل لپاره د تصوف او تصوف تعریفونه وکړل او کشف المحجوب کتاب د پخواني افغانستان په خاوره کې د تصوف لومړنی ټولنیز تاریخ دی.

په افغانستان کې د تصوف د څېړلو لپاره مناسبه ده، چې په دې خاوره کې د صوفيانو ټولنيز مقام ته اشاره وکړو.

د افغانستان په عنعنوي ټولنه کې او د طبقاتي جوړښت په درشل کې چې کله موږ ته د “صوفي” نوم راځي او معمولاً د “پير” او يا “عارف” په نوم يادېږي، نو وينو چې د يوې عمومي عقيدې له مخې خلک هغه ته ګوري.

 د دوی په نظر یو پیر یا صوفی هغه څوک دی، چې هغه الله تعالی«جل جلا له» ته د نیږدې کېدو په لټه کې دی.

په افغانستان کې عموماً دوه ډوله تصوف ليدل کېږي: يو دوديز تصوف یعنې د پیر او مرید ترمنځ اړیکه او بل يې د یوه پير څخه د یوې قبيلې ټولنیزه تابعداري ده.

په افغانستان کې یو د پام وړ ټکی دا دی، چې تصوف د هېواد په ځینو سیمو کې سیاسي روښانتیا موندلې ده، خو د هېواد په نورو سیمو کې تصوف په حقیقت کې د ریښتیني اسلام د ټینګ پیروي تصدیق دی، چې دا ډول عنعنوي تصوف بې له کوم دلیل د اسلامي فقهې او شرعي عقيدې ته ځانګړی احترام لري او په دې مواردو کې اکثره داسې پېښېږي، چې پير یو ديني عالم هم وي او یو نظر دا دی، چې په افغانستان کې د اوسني تصوف لړۍ د شیخ احمد سرهندي (مجداد الف ثاني) او شاه ولي الله دهلوي د اصلاحاتو پایله ده.

مشهور او پېژندل شوي صوفیان ډیر روحاني ژوند کوي، مګر دوی عموما په کوچنیو ډلو او د خانقاه (خانقاه) څخه لیرې په یو ځای کې راټولېږي، چې ډېری وختونه د مدرسې سره تړل کېږي، او د خپل پير سره په اورادو بوخت وي. (یحی،۱۳۹۰:مقاله)

په ننني افغانستان کې د دې دود له مهمو بېلګو څخه د هرات د صوفيانو مجلس يادولای شو، چې د هرات په لرغوني ښار کې د خواجه عبدالله انصاري مقبرې ته څېرمه جوړېږي.

 یو صوفي په خپل ورځني ژوند کې ځان په داسې نظام پورې تړلی دی، چې هغه یې له نورو څخه جلا کړی.

په افغانستان کې د پښتو او فارسي ادبیاتو او تصوف تر منځ اړيکه ډېره ټينګه او پراخه ده، چې په دې برخه کې د مشهورو ليکوالو لکه: شیخ اسماعېل، شیخ متي، پیر روښان، عبدالرحمن بابا، سنایي غزنوي، خواجه عبدالله انصاري، جامي، مولوي بلخي او نورو…. لیکوالانو او شاعرانو نومونه یادولای شو.

د تصوف بېلابېلې څانګې

په هېواد کې تصوف په دريو برخو کې څرګند شوی دی: نقشبنديه، قادريه او چشتيه، چې د ښارونو او شاوخوا سيمو په منځنيو طبقو کې نفوذ لري.

د سهروردیه طریقت په دې خاوره کې څلورم صوفیانه څانګه بلل کېدای شي، چې لږ پیروان لري او د دې څانګې ډېری پیروان په پاکستان او هند کې مېشته دي.

۱- قادريه

قادريه د تصوف يوه څانګه ده چې په افغانستان کې تر ټولو زيات پيروان لري.

 دا فرقه په شپاړسمه پېړۍ کې په هند کې جوړه شوه او له هغه ځایه یې یو شمېر پښتنو صوفیانو هېواد ته راوړه.

د قادريه فرقه د پښتني قومونو په منځ کې چې په افغانستان کې اکثريت دي ډېر پيروان لري او په افغانستان کې د دې فرقې مشري د ګیلاني کورنۍ په لاس کې ده.

د سید احمد ګیلاني پلار حضرت نقیب صاحب د شلمې پیړۍ په دویمه لسیزه کې د افغانستان په ختیځ کې د جلال آباد په څنډه کې د دې فرقې مشر و او له هغه وروسته دا مشري د هغه زوی (احمد ګیلاني) ته وسپارل شوه.

احمد ګیلاني د قادري فرقې د رهبرۍ تر څنګ په سياسي کار او د افغانستان د ملي محاذ ګوند په جوړولو کې هم ونډه درلوده، چې د نورو جهادي تنظيمونو ترڅنګ يې د روسانو پر ضد په جګړه کې هم فعاله ونډه واخیسته.

۲- نقشبندیه

د افغانستان د پښتنو او نورو قومونو په منځ کې د نقشبنديه فرقه ځانګړی ځای او درناوی لري.

 نقشبنديه تصوف هغه اعتدال دی، چې اصول یې د رسول الله «صلی الله علیه وسلم» د سنتو په پیروۍ، د شرعي رواجونو په ساتلو او له بدعت څخه په لرې پاتې کېدلو کې څرګندېږي، چې په کې خلوت، ذکر جهر او سماع نه وي. (طیبي،۱۳۵۶: ۱۵ )

 د نقشبندیه د چلن آسانتیا، ساده ګي او اعتدال یې د شهرت یو لامل و.

دغه راز دا طریقه په چټکۍ سره د لویدیز چین، هند ځينو برخو او مسلمانو هېوادونو څخه مصر ته او همدارنګه له بلخ څخه بصرې او بغداد ته خپره شوه.

 د کابل او هرات ښارونه په افغانستان کې د نقشبندیانو د راغونډېدو مهم مرکزونه دي.

 سعدالدين کاشغري او عبدالرحمن جامي د لومړي ځل لپاره په هرات کې دغه طريقه مشهوره کړه.

دې فرقې په افغانستان کې ډېرې څانګې لرلې، خو د دې فرقې دوه طريقې يې زياتې دي، چې دا دي:

۱- د هېواد لوېديځ او شمالي څانګه (احراريه؛ د خواجه احرار په نامه) چې د دې فرقې په څانګو پورې اړه لري. یعنې منځنۍ آسیا.

 ۲- د ختیځ او کندهار څانګې چې مستقيماً د مجددي کورنۍ (مجدديه) څانګه پورې اړه لري.

د تصوف جغرافيايي وېش

▪ هرات:

دا ښار خورا په زړه پوري تاریخي او فرهنګي مخینه لري او په یاد ښار کې د صوفیانو لوی شمېر قبرونه د دې نښه ده.

▪ شمال:

په فاریاب، کندوز، مزارشریف او د میمنې په شاوخوا سیمو کې د نقشبنديه فرقې لویې ډلې شتون لري.

▪ ختیزې او مرکزي سیمې: د افغانستان ختیزې او مرکزي پښتون مېشتې سیمې په ځانګړې توګه وردګ، پکتیا، ننګرهاراو کوچیاني قومونه د قادریه تر نفوذ لاندې دي.

▪ سویل او سویل لویدیز:

په دې سیمو کې چې مرکز یې په کندهار کې دی، موږ د بېلابېلو تصوفي فرقو تنوع وینو؛ خو په یادو سیمو کې د کوچنیو فرقو تر څنګ نقشبندیه او قادریه تصوفي فرقې هم شتون لري.

▪ مرکزي سیمې:

په دې سیمو کې تصوف له سادات قوم سره نیږدې اړیکې لري، کله چې موږ افغانستان ته د ساداتو د راتګ لومړنۍ نښې ولټوو؛ نو وبه ګورو چې هغه اکثرا د ۷۳۷ او ۷۸۸ کلونو ترمنځ د نورو سیمو څخه دلته هجرت وکړ.

د سادات قوم لویې کورنۍ د بامیان، دایکنډي، د غزني او وردګ ولایتونو ځینو سیمو او شمالي کندهار په ښارونو کې میشتې وې/ دي.

  د دې سیمو سادات زیاتره له شیعه فرقې اړوند خلکو سره تړاو لري.

که موږ د افغانستان معاصر او تېر تاریخ ته نظر واچوو؛ د عرفان او تصوف فرقې لارویانو او مشرانو د دغه هېواد په سیاست کې خورا مهمه برخه دردلوده، لکه د روښانیانو مبارزې او په دا وروسته وختونو کې د ملي محاذ ګوند یې مهم ثبوت دی.

که څه هم اوس هم دغو ډلو خپل شتون ته دوام ورکړی او د ځان لپاره یې هماغه اډې ساتلي دي، خو د وخت په تېرېدو او د افغانستان په سیاسي وضعیت کې د نویو عناصرو او عواملو له ښکېلېدو سره داسې ښکاري چې د دوی نفوذ خورا کم شوی دی.

په افغانستان کې یو د پام وړ او ځانګړی ټکی د دیني علماوو او صوفیانو ترمنځ د دښمنۍ نشتوالی دی، چې د دغو دوو جریانونو د تاریخي او عادي تعامل برعکس – او حتی په ډېرو مواردو کې له یو بل سره خورا نیږدې او ورورګلوي اړیکې لري.

د عامو خلکو د پام وړ بل درناوی صوفیان دي، چې دوی د وقار او د خیر او برکت سرچینه ګڼي او په دې معنی د صوفیانو درناوی فرض ګڼي: نو له همدې امله تصوف د خلکو په منځ کې ډېر ځواک لري.

پایــــله

د تصوف اړوند، د دې مقالې ګټې دا دي، چې انسان ته د ښو کولو او بدو نه کولو لارښوونه کوي، انسانانو ته د انسانیت، زغم او اسلامیت پیغام وړاندې کوي او هغوی ته د ژوند ښه تګلاره ښيي، د خدای پاک تعال«جل جلا له» د رضاء د لاسته راوړلو لارې چارې په کې ښودل کېږي.

همدارنګه په افغانستان کې د تصوف د پیل او پراختیا په تړاو موږ ته دا درس کوي، تر څو په دې برخه کې د خپل هېواد له تصوفي شخصیتونو او مرکزونوسره آشنا شو او په دې تړاو د تاریخ ځلانده دور د روښانیانو دوره ګڼل کېږي، دا ځکه چې  روښاني نهضت د پښتنو په تاریخ او ادب کې خورا پیاوړی نهضت و، چې د پردیو استعمارګرو قوتونو فیوډالي مغلو، پرضد یې د پښتنو د خپلواکۍ او ازادۍ لپاره په توره او قلم دواړو مبارزه کړې ده. پښتانه یې په هغه وخت کې د فیوډالي مغلو  پرضد مبارزې ته چمتو کړي وو؛ دغه تحریک په پښتنو کې د لومړي ځل لپاره د یوې داسې ډلې بنسټ کېښود، چې له دین سره سره یې سیاست ته هم پاملرنه وکړه د دغه نهضت په برکت پښتنو کې سیاسي شعور پیداشو خپل کورني او بهرني دښمنان یې وپېژندل او د هغو پر وړاندې یې مبارزه وکړه، د دغه نهضت د ماهیت په اړه بېلابېل نظریات ورکړل شوي، چې عرفاني، ملي او عوامي اړخونه لري.

   روښاني نهضت نه یوازې مبارزې کړي دي بلکې ژبې او ادب ته یې هم ډېره ګټه ورسېده، پښتو ادب کې یې د یو منظم عرفاني ښوونځي بنسټ کېښود، مسجع نثر یې رامنځ ته کړ، خپله روښان او پیروانو یې په نظم او نثر داسې اثار ولیکل چې د پښتو ژبې پانګه یې ډېره درنه کړه.

اخځلیکونه

۱- حسیني، یحی، تصوف درافغانستان، تحقیقي مقاله

۲- خادم، قیام الدین.(۱۳۲۳ه ش). بایزید روښان. کابل: پښتو ټولنه.

۳- خوېشکی، محمد صابر.(۱۳۹۲ل). پښتو منثور متون. کابل: مستقبل خپرندویه ټولنه.

۴- روهي، محمد صدیق.(۱۳۸۶ل). ادبي څېړنې. پېښور: دانش خپرندویه ټولنه.

۵- زېور، زېورالدین.(۱۳۸۶ل). پښتو ادبیاتو تاریخ (منځنۍ دوره). پېښور: سافی پښتو څېړنو او پراختیا مرکز.

۶- طیبي، دکتور عبدالحکیم(۱۳۵۶)، سیر تصوف در افغانستان، د اطلاعاتو او کلتور وزارت، انتشارات بیهقي، کابل.

 ۷- مموزی، صاحب ګل.(۱۳۸۸ل). د روښان یاد. کابل: علومو اکاډمۍد ژبو او ادبیاتو مرکز.

۸- ناګار، فضل ولي.(۱۳۹۰ل). د بایزید روښان عرفاني ښوونځی. جلال آباد: ناګار خپرندویه ټولنه.

۹- هاشمي، سید محی الدین.(۱۳۹۵ل). ادب تیوري. پېښور: میهن خپرندویه ټولنه.

۱۰- هېوادمل، زلمی.((۱۳۷۹ل). د پښتو ادبیاتو تاریخ لرغونې او منځنۍ دوره. پېښور: دانش خپرندویه ټولنه.


 نثاراحمد «احمدي» ښاغلی احمدي د کابل پوهنتون، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي، پښتو ادبیاتو ماسټرۍ پروګرام، د درېیم سمیسټر محصل ذی

1 COMMENT

  1. ټولې خبرې د سمې دي ، خو خراسان د افغانستان پخوانی نوم نه دی .
    خراسان یوه خاصه سیمه ده ، چې د اوسني افغانستان هرات او بادغیس ، د ترکمنستان مرو او د ایران طوس ، مشهد او بیرجند پکې راځي . د خراسان په نوم د تاریخ په اوږدو کې کوم مشخص دولت نه وو ، د سلجوقیانو ، طاهریانو ، صفاریانو ، غزنویانو ، غوریانو ، تیموریانو امپراتوری د اوسني افغانستان پر جغرافیې حکمروایی کړې ده او هریوه دا وطن په خپلې کورنۍ نوم یاد کړی ، نه د خراسان په نوم .
    خو د کلتوري پرمختګ له امله کولای شو اوس دا ټوله سیمه د یوه مشترک خراساني کلتور چې فارسي یا دري ژبه پرې حاکمه ده ، یاده کړو.
    په دې هکله د ښاغلي نور احمد خالدي لیکلي تاریخي آثارو ته مراجعه وکړئ .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب