تاند (یکشنبه، د عقرب ۲۷ مه) په خیبرپښتونخوا کې پولیس وایي چې د جنوبي وزیرستان په اعظم ورسک کې یوه جومات ته نژدې د چاودنې له امله یو تن وژل شوی او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د دې چاودنې په ټپیانو کې د جمعیت علمای اسلام یو ” مشر” او د جومات امام مولانا شهزاده خان ترابي هم شامل دی.
تر دې مخکې، د پاکستان د پوځ اړوند یوې پاڼې په ایکسپاڼه (پخوانی ټویټر) کې د دې چاودنې د پېښې عکس خپور کړی و او ویلي یې و چې “خوارجو” د جنوبي وزیرستان یو جومات په نښه کړی دی.
دا عکس هغه شېبه ښيي چې د اعظم ورسک جومات ته نژدې یوه زوروره چاودنه وشوه.
په دې پوسټ کې ویل شوي چې مولانا شهزاده خان، چې د جمعیت علمای اسلام یو لوړپوړی مشر او د دې جومات خطیب دی، د برید هدف و.
یادې پاڼې د لږ تر لږه یو تن د وژل کېدو پخلی کړی او ویلي یې دي چې د مولانا ترابي، په شمول درې تنه نور ټپیان شوي دي.
امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د پېښې پلټنه یې پیل کړې ده.
د واڼې روغتون ډاکترانو ویلي چې د ټپیانو حالت نازک دی او سمدستي وینې ته اړتیا ده.
تر دې دمه هېڅ ډلې د دې برید مسؤلیت نه دی منلی.
په دې سیمه کې له داعش څخه نیولې تر ټي ټي پي پورې مختلفې ډلې فعالیت کوي.
دوئ ورځې مخکې د داعش خراسان څانګې د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند د یو مخکښ سیاستوال صوفي حمید د ترور مسؤلیت منلی و. یاد مذهبي سیاستوال د پنجشنبې په ورځ، د عقرب ۲۴مه، په خیبرپښتونخوا ایالت کې د وسلهوالو کسانو په ډزو وژل شوی و.