تاند (یکشنبه، د عقرب ۲۷ مه) د عربي رسنیو د راپور له مخې، د مصر حکومت په رسمي ډول اعلان کړی چې په دغه هېواد کې په هرو ۱۶ ثانیو کې یو ماشوم زیږیږي.
سره له دې چې د اړوندو چارواکو په وینا، په مصر کې د نفوس د ودې کچه کمه شوې، خو همدا شمېره هم د ډېرو ټولنیزو رسنیو د کاروونکو لپاره حیرانوونکې او غیرعادي ښکاري.
ځینو پوښتنه کړې که د نفوس د کنټرول پروګرامونه نه وای عملي شوي، نو دا وده به څومره زیاته وای؟
ځینې کاروونکو په طنز ویلي چې د نفوس د ودې په سیالۍ کې، مصر به په پایلوبه کې له چین سره مخامخ شي.
د مصر د احصایې مرکزي ادارې په دې اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې د دې هېواد نفوس ۱۰۷ میلیون تنه اعلان کړ.
دا شمېره له هغو مصریانو پرته ده چې له هېواد څخه بهر ژوند کوي. په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې په هرو ۲۶۸ ورځو (نژدې ۹ میاشتې) کې د مصر پر نفوس یو میلیون کسان اضافه کېږي.
چارواکي وایي، د نفوس د کنټرول لپاره د کلتوري پروګرامونو له امله، د ۲۵۰ ورځو په ځای اوس په ۲۶۸ ورخو کې د مصر پر نفوس یو میلیون کسان ورزیات شي.