دلته کوم موضوعات لوستلی شئ؟
- عادي نبض (پولس) څه ډول وي؟
- چټک نبض څه ته ویل کیږي؟
- ورو نبض څه ته ویل کیږي؟
- ایا دا عادي ده چې د تمرین پر مهال زما د زړه درزا تېزه شي؟
- څه شی د زړه د درزا د بدلېدو سبب کېدای شي؟
- څنګه خپل نبض وڅارو؟
- ولې د زړه د درزا څارلو ته اړتیا ده؟
- کله باید له خپل ډاکټر سره خبرې وکړم؟
عادي نبض څه ډول وي؟
ستاسې نبض یا د زړه درزا په یوه دقیقه کې ستاسي د زړه د ضربو یا درزا شمېر ښيي. د عادي ارام زړه درزا باید په دقیقه کې له ۶۰ څخه تر ۱۰۰ ضربې وي، خو دا له دقیقې څخه دقیقې ته توپیر کولی شي.
ستاسې عمر او روغتیایي حالت هم په نبض اغېز کوي، نو دا مهمه ده چې په یاد ولرئ “عادي نبض” د هر شخص لپاره توپیر کولی شي.
چټک نبض څه ته ویل کیږي؟
که ستاسو د زړه درزا په ارام حالت کې په یوه دقیقه کې تر ۱۰۰ زیاته وي، نو دا چټک ګڼل کیږي.
چټکه درزا چې د “تاکي کارډیا” په نوم هم یادیږي، له مختلفو روغتیایي حالاتو سره تړاو لري. دا عادي ده چې ستاسو د زړه درزا د تمرین پر مهال یا د یوې ناروغۍ پر وړاندې د بدن د مبارزې پر مهال زیاته شي.
که مو د زړه درزا ناڅاپي زیاته شوه او تاسو د سر ګرځېدو، بېهوښه کېدو یا د زړه د ناسمې یا غیر نورمال درزا احساس تجربه کوئ، نو له خپل ډاکټر سره مشوره وکړئ.
ورو نبض څه ته ویل کیږي؟
که ستاسو د زړه درزا په ارام حالت کې له ۶۰ ضربو څخه کمه وي، نو دا ورو نبض (برادي کارډیا) ګڼل کیږي.
ورو درزا د ځینو خلکو لپاره عادي ګڼل کېدای شي، لکه ورزشکارانو، روغو او ځوانو کسانو، یا هغو کسانو لپاره چې د “بیټا بلاکر” په څېر درمل کاروي. د بېلګې په توګه، هغه کسان چې زیات تمرین کوي، عموماً د ارام زړه درزا ۶۰ ضربې یا له دې کمه وي.
خو که ورو نبض ستاسو لپاره عادي نه وي او تاسو ځان ناروغ احساسوئ، دا ممکن د زړه یوه ستونزه وښيي. که ستاسو نبض له معمول څخه ورو وي او تاسو بېهوښي، ستړیا یا سر څرخي تجربه کړئ، نو له خپل ډاکټر سره خبرې وکړئ.
ایا د تمرین پر مهال د زړه د درزا زیاتیدا عادي ده؟
هو، دا عادي ده چې د تمرین پر مهال ستاسو د زړه درزا له ۱۳۰ څخه تر ۱۵۰ ضربو یا تر دې هم زیاته شي، ځکه ستاسو زړه د بدن د اړتیاوو د پوره کولو لپاره په زیات سرعت اکسیجن لرونکې وینه پمپ کوي.
څه شی د زړه د درزا بدلون لامل کېدی شي؟
پر تمرین سربېره، ستاسو د زړه درزا د مختلفو عواملو له امله ناڅاپي بدلون موندلی شي. ځینې عام لاملونه دا دي:
- منځنۍ ناروغي یا تبه
- د بدن د اوبو کمښت (ډيهایډرېشن)
- اضطراب
- درمل
- نور روغتیایي حالتونه
د بدن د اوبو کمښت (ډيهایډرېشن)
کله چې بدن اوبه له لاسه ورکړي، د وینې حجم کمېږي، او زړه د وینې د جریان لپاره ډېر کار کوي. دا کېدی شي چې ستاسو نبض زیات کړي او د زړه درزا غیر منظم احساس شي. هره ورځ له ۶ تر ۸ ګیلاسه اوبه وڅښئ.
ناروغي یا تبه
ناروغي یا تبه کولی شي نبض زیات کړي، ځکه چې زړه سخت کار کوي چې اکسیجن او معافیتي حجرې بدن ته ورسوي.
درمل
ځینې درمل کولی شي د زړه درزا بدله کړي. د بېلګې په توګه، د اسما ځینې درمل د زړه درزا زیاتوي، او د زړه درمل لکه “بیټا بلاکر” د زړه درزا کموي.
د زړه ستونزې
په ځینو مواردو کې د زړه غیر عادي درزا (اریتیمیا) د زړه د بریښنايي سیسټم د ستونزو له امله رامنځته کیږي.
نور روغتیایي حالتونه
نورې ناروغۍ لکه کمخوني، د تروایډ غدې ناروغۍ، یا د انتاناتو شتون کولی شي د زړه پر درزا اغېز وکړي.
خپل نبض څنګه وګورو؟ په بله لیکنه کې به یې ولولئ.
سرچینه: British Heart Foundation