Homeخبرونهطالب چارواکي؛ په ۳ کلونو کې به د پنجشیر سینداوبه کابل ته...

طالب چارواکي؛ په ۳ کلونو کې به د پنجشیر سینداوبه کابل ته راتېرې شي

تاند (دوشنبه د عقرب ۲۱مه) طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور او اوکرایني کارپوهانو د پنجشیر څخه کابل ته د اوبو د لېږد پروژې په اړه خبرې وکړې.

د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند، مطیع‌الله عابد وایي چې اوکرایني کارپوهانو د یاد وزارت د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په برخه کې هم د مرستې ژمنه وکړه.

د ماهیپر، نغلو، سروبي او درونټې برښنا بندونو ساتنه او تخنیکي مرسته نور هغه موضوعاتو دي چې په دې لیدنه کې پرې بحث وشو.

په دې خبرو اترو کې د دواړو لوریو ترمنځ د یوې هوکړې د لاسلیک غوښتنه هم شوې ده.

طالب چارواکي وایي له پنجشیر سیند څخه کابل ته د اوبو د لېږد کار به شاوخوا درې کاله وخت ونیسي او په بشپړېدو سره به د کابل د شاوخوا دوه ملیونه اوسېدونکي د څښاک له اوبو برخمن شي.

د طالبانو د حکومت چارواکو د تیر کال په اوړي کې هم د پنجشیر سیند څخه کابل ته د اوبو د لېږد په اړه غونډه کړې وه خو هغه مهال یې پر چټکتیا ټینګار شوی وو.

د پنجشیر د اوبو د لېږد طرحه په پخواني حکومت کې هم مطرح وه.

د افغانستان د ۱۳۹۹ کال د بودیجې په سند کې د کابل ښار لپاره د اوبو رسولو درې مهمې پروژې په نظر کې نیول شوې وې چې په دې کې یوه یې د پنجشیر د اوبو لېږد پروژه وه.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د څښاک د اوبو کموالی د پایتخت اوسېدونکو لپاره یوه جدي ستونزه ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...