سه شنبه, دسمبر 10, 2024
Homeخبرونهد ټرمپ او پوتین ترمنځ لومړنۍ تیلیفوني اړیکه

د ټرمپ او پوتین ترمنځ لومړنۍ تیلیفوني اړیکه

تاند (دوشنبه د عقرب ۲۱مه) د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونالد ټرمپ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین، سره د تیلیفوني اړیکو پرمهال ویلي، چې په اوکراین کې باید جګړه نوره پراخه نشي.

واشنگتن پوسټ پرون یک‌شنبه د عقرب په ۲۱مه د سرچینو له قوله چې نومونه یې په راپور کې نه دي لیکل شوي ویلي، چې ټرمپ او پوتین دغه تیلیفوني اړیکې د نومبر په ۷مه نېټه کېږي.

ترمپ دغه راز د نومبر پنځمې په ټاکنو کې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي سره هم خبرې کړې دي.

د راپور له مخې ټرمپ ، پوتین سره په خبرو کې تر ډېره په اوکراین کې د جګړې پای ته رسولو ته لېوالتیا ښودلې ده.

دا لومړی ځل دی چې ټرمپ او پوتین د تیلیفوني اړیکې له مخې د اوکراین د جګړې د پای په اړه خبرې کوي.

1 COMMENT

  1. نن یولسم نومبر دئ، او تاسو ليکلي چي په اووم نومبر خبري کیږي…. شاته روان یو که مخ ته؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب