تاند (یکشنبه، د عقرب ۲۷ مه) د طالبانو د حکومت د فواید عامې وزارت ویاند «محمد اشرف حقشناس» ویلي چې د دې وزارت د رېلګاډي د چارو مرستیال «محمد اسحاق صاحبزاده» د ایران د اورګاډي د ادارې په بلنه ایران ته تللی دی.
حقشناس زیاته کړه چې ټاکل شوې ده دغه پلاوی د ایران د ریلګاډي له ادارې او نورو اړوندو ادارو سره د خواف-هرات د رېللارې او له دې طریقه د انتقالاتو د زیاتوالي او دوه اړخیزو ریللارو د همکارۍ په اړه خبرې وکړي.
د ایران او افغانستان د ریلګاډي همکارۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ یوه له مهمو ګډو پروژو څخه ګڼل کېږي چې کولای شي د اقتصادي، سوداګریزو او سیمهییزو ترانسپورټي اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
د خواف-هرات د ریللارې پروژه، چې په ۲۰۲۰ کال کې پرانیستل شوه، د دې همکارۍ له مهمو بریاوو څخه ګڼل کېږي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به هرات د ایران له ریلګاډي او بندرونو سره ونښلول شي او د ترکیې د ریلګاډي شبکې له لارې به اروپا ته وصل شي.
له بلې خوا، د خواف-هرات د اورګاډي د لارې په بشپړېدو سره به د مرکزي او جنوبي آسیا ترمنځ د سوداګریزو توکو د انتقال کچه هم لوړه شي.