تاند (یکشنبه، د عقرب ۲۷ مه) په خوست کې طالب چارواکي وايي چې د دغه ولایت له غلام خان ګمرک څخه يې ۳۶ ټنه خرابې یا خوسا پاکستانۍ وریجې بېرته دغه هیواد ته لېږلې دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري آژانس د شنبې په ورځ راپور ورکړی چې دا وریجې پر دې سربېره چې په نباتي ناروغیو ککړې وې، حشرې یې هم لرلې.
طالبانو مخکې ویلي وو چې په ګمرکونو کې د وارداتي توکو پلټنه کوي او بېکیفیته مالونه بېرته استوي.
سره له دې چې پاکستان په ځلونو په بیلابیلو پلمو د افغانستان د مېوو او نورو صادراتي شیانو مخه نیسي، افغانستان د پاريپړو په شان د پاکستان مضرو تولیداتو ته خپلې وارداتي لارې تل پرانیستي دي.
د خوست د غلام خان بندر د مسوولانو له لوري د مضرو پاکستاني وریجو مخنیوی او مصادره، یو له لومړنیو ګامونو څخه دی چې د پاکستان د بې کیفیته محصولاتو د مخنیوي لپاره اخیستل کېږي او تمه ده چې دوام وکړي.
تر دې وړاندې دې د طالبانو چارواکو د ایران د بې کیفیته تېلو د وارداتو د مخنیوي او ایران ته د هغو د مصادره کولو په برخه کې کړي دي.
MY DEAR ALL AFGHANS FOR THE NAME OF AL LAH PLEASE STOP BUYING ANY KIND PAKISTAN MATERIAL LIKE MEATS/CHICKENS/EGGS/FRUITS&VEGTABLES/ WHEATS/FLOURS/RICES AND MORE PRODUCTS.
PAKISTAN EXPORT POISONS TO AFGHANISTAN/CANCER /MORE BIOLOGYCAL DISEASE TO AFGHANISTAN.
STOP/STOP/STOP AND STOP PAKISTANI INPORT TO AFGHANISTAN
AFGHAN BUSINESS ROOMS ARE PAKISTANI INTELLEGENTS.
PLEASE BUY FROM INDIAN/CENTRAL ESIAS COUNTRY FOOD AND CHINEESE PRODUCTS.
PAKISTAN IS FAKE COUNTRY EVERY THINGS LIKE MEDICINES ARE FAKE.
PLEASE WEAKUP FROM SLEEP
THANK YOU
له کافرستانه باید هر څه بند سي حتی دغه لارې باید بیخي وتړل سي که طالب چارواکي ضمیر لري. کافرستان د افغان ولس لپاره د کرونا ناروغي نه بدتر ده. 😡