تاند (شنبه، د عقرب ۲۶ مه) په بلوچستان ایالت کې د پاکستان پولیسو د شنبې په ورځ تایید کړه چې د دولت وسله والو مخالفانو د دې هېواد په جنوب لویدیځ کې د تلاشۍ پر یوه پوسته برید کړی، چې په ترڅ کې یې اووه سرتیري وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.
بېلتون غوښټونکې ډلې د “بلوچستان د آزادۍ پوځ” د دې برید مسئولیت منلی دی.
د پاکستان د پولیسو یوه افسر وویل چې دا برید سهار وختي د کلات په غرنۍ سیمه کې شوی، چې د کوټې له جنوب څخه شاوخوا ۱۵۰ کیلومتره لرې موقعیت لري.
د پولیسو د دې چارواکي په وینا، په دې برید کې د ۱۸ نور سرتېري ټپیان شوي چې د ځینو حال نازک بلل شوی دی.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف، دا برید په کلکه غندلی دی.
د بلوچستان د آزادۍ پوځ په وروستیو کې خپل فعالیتونه ډېر کړي دي. داسی کمه ورځ پېښېږي چې پر پاکستاني پوځیانو یې برید نه وي کړی او څو تنو ته یې مرګ ژوبله نه وي اړوبې.
دې ډلې په وروستیو ورځو کې د کوټې د ریلګاډي په تمځي کې د ځانمرګي برید مسئولیت هم منلی و چې په لړ کې یې د ۱۹ پاکستاني پوځیانو په شمول ۲۸ تنه وژل شوي وو.