تاند (پنجشنبه، د لیندۍ/ قوس ۵ مه) ترکمنستان په افغانستان کې د ټاپي ګاز نللیکې د یوې مهمې برخې د جوړولو چارې وروستیو پړاوونو ته رسولې دي. دغه هېواد هیله لري چې د دې برخې بشپړېدل به د نړیوالو پانګوالو پام راواړوي او پاکستان او هند ته د ګازو د لېږد اوږدمهاله پروژه به بېرته فعاله کړي.
د ترکمنستان چارواکو د پنجشنبې په ورځ، د نومبر په ۲۶مه، رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د ترکمنستان له سرحدي ښارګوټي سرحدآباد څخه د افغانستان تر هرات پورې د ۱۵۳ کیلومتره نللیکې د جوړولو چارې به د ۲۰۲۶ کال تر پایه بشپړې شي او تمه ده چې هرات ته د ګازو لېږد د ۲۰۲۷ کال په لومړیو کې پیل شي.
دغه نللیکه د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند د ګازو د لېږد د پروژې یوه برخه ده. د دې پروژې ټول اوږدوالی ۱۸۰۰ کیلومتره اټکل شوی او ټاکل شوې چې په کال کې تر ۳۳ میلیارد متر مکعبه ګاز ولېږدوي. خو افغانستان به په لومړي پړاو کې یوازې شاوخوا ۵۰۰ میلیونه متر مکعبه ګاز واخلي.
د پروژې د ظرفیت ډېره برخه پاکستان او هند ته ځانګړې شوې ده. دا دواړه هېوادونه په ګډه هر کال د ۴۵ او ۵۰ میلیارد متر مکعبه ترمنځ طبیعي ګاز واردوي، چې ډېره برخه یې د سمندر له لارې د مایع طبیعي ګاز په بڼه لېږدول کېږي.
د ترکمنستان چارواکي وايي، تر اوسه یې د سرحدآباد او هرات ترمنځ د ۱۵۳ کیلومتره برخې شاوخوا ۱۲۴ کیلومتره نللیکه جوړه او په ځمکه کې غځولې ده. د افغانستان د برخې لګښت شاوخوا ۶۰۰ میلیون ډالره اټکل شوی، په داسې حال کې چې د ټولې ټاپي پروژې لګښت نژدې ۱۰ میلیارد ډالرو ته رسېږي.
د دې پروژې مسوول ترکمن دولتي شرکت مشر محمدمراد امانوف رویټرز ته ویلي چې د هرات د برخې بشپړېدا به د پروژې له لارې د عوایدو د ترلاسه کولو لومړنی فرصت برابر کړي او د احتمالي پور ورکوونکو باور به زیات کړي.
نوموړي اسیايي پراختیايي بانک او اسلامي پراختیايي بانک د پروژې د احتمالي مالي ملاتړ کوونکو په توګه یاد کړي دي.
اسیايي پراختیايي بانک رویټرز ته ویلي چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې له افغانستان سره منظمې مرستې ځنډولې دي، خو د ټاپي پروژې په اړه یې خپلې اړیکې ساتلې دي. دغه بانک زیاته کړې چې د تخنیکي یا مالي ملاتړ هر ډول پرېکړه به د شرایطو، ارزونو او د بانک د تصویب له بهیر سره تړلې وي.
د ټاپي نللیکه د ترکمنستان لپاره د ګازو د صادراتو د بازارونو د پراخولو او پر چین د خپلې تکیې د کمولو فرصت برابروي. چین د ترکمنستان د طبیعي ګازو نژدې یوازینی لوی پېرودونکی دی. ترکمنستان د نړۍ د طبیعي ګازو څلورمې لویې ثابتې زېرمې لري او هڅه کوي چې د انرژۍ د صادراتو لپاره نوي بازارونه ومومي.
خو د دې پروژې پر وړاندې مالي او سیاسي خنډونه لا هم پر ځای دي. نړیوال پانګوال ښايي د افغانستان له لارې د میلیاردونو ډالرو پانګونې ته زړه ښه نه کړي؛ ځکه د طالبانو حکومت د ترکمنستان او د نړۍ د ډېرو نورو هېوادونو له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی.
د نللیکې د احتمالي مسیر په اوږدو کې امنیتي ستونزې هم شته. که څه هم په افغانستان کې له ۲۰۲۱ کال راهیسې امنیتي وضعیت ښه شوی، خو د پاکستان او طالبانو ترمنځ ترینګلتیا، د پاکستان او هند سیالي او د بلوچستان ناامني د نللیکې د غځولو چارې پېچلې کوي.
په ترکمنستان کې د پاکستان سفیرې فریال لغاري رویټرز ته ویلي چې اسلاماباد لا هم د ټاپي پروژې پلي کېدو ته لېواله دی. هغې د یوې بلې بشپړوونکې طرحې یادونه هم کړې، چې له مخې به یې د ترکمنستان ګاز د پاکستان د ګوادر او کراچۍ بندرونو ته ولېږدول شي او له هغه ځایه به د مایع ګاز په بڼه نورو هېوادونو ته صادر شي.
له دغو خنډونو سره سره، ترکمنستان هوډ لري چې لږ تر لږه په افغانستان کې د نللیکې د جوړولو چارې په خپلو مالي سرچینو بشپړې کړي، څو وروسته نړیوال شریکان او پانګوال راجلب کړي.
خو دا چې ټاپي پروژه به له لومړني پړاو څخه هاخوا پرمختګ وکړي که نه، تر ډېره د مالي سرچینو برابرولو، سیمهییزې همکارۍ او د نللیکې د ټول مسیر د امنیت په وضعیت پورې تړلې ده.