تاند(شنبه، د عقرب ۲۶ مه) د ترکیې رسنیو نن (شنبې) راپور ورکړ چې د دغه هېواد پولیسو ۲۷ پناه غوښتونکي چې قانوني اسناد یې نه لرل او په چاناکقلعه کې په یوه ویجاړ اپارتمان کې اوسېدل، نیولي دي.
په راپورونو کې ویل شوي چې نیول شوي کسان د بهرنیو اتباعو د ایستلو مرکز ته انتقال شوي دي.
د راپورونو له مخې، پولیسو هغه مهال تحقیقات پیل کړل کله چې د مالونو ډک موټر یې مشکوک وباله او په تعقیب کې یې د چاناکقلعه په یوه سیمه کې یوې ویجاړې ودانۍ ته ورسېدل.
پولیسو د اپارتمان د تلاشۍ په ترڅ کې ۲۷ مهاجر ونیول چې د استوګنې قانوني اسناد یې نه لرل.
په راپور کې راغلي چې دوه نور مشکوک کسان هم د دې پېښې په تړاو نیول شوي دي.
تر دې وړاندې، د پنجشنبې په ورځ د ترکیې ساحل ساتونکو ۴۹ افغان پناه غوښتونکي چې غوښتل یې د ترکیې له خاورې ووځي، نیولي وو.
ترکیې په دې وروستیو کې د افغان پناه غوښتونکو د نیولو او ایستلو بهیر ګړندی کړی دی. د روان کال له پیل راهیسې په بېلابېلو ښارونو کې زرګونه افغان پناه غوښتونکي نیول شوي او د بهرنیو اتباعو د ایستلو مرکزونو ته انتقال شوي دي.