محمود دروېش فلسطينی شاعر او ليکوال دی.
دی د خپل وطن غوندي زخم – زخم، ويني – ويني، ژوبل – ژوبل، ړنګ – ړنګ او سوی – سوی دی.
دی د فلسطين و، خو د ده زړه په فلسطين کي بل وړوکی فلسطين شو، چي هم له خپلي ميني وزورېد، هم له خپلو نيمګړو هيلو، هم له نامراده ارمانونو او هم له هغو خوبونو چي هيڅکله رښتيا نه شول.
ده د خپل ژوند زياته برخه د وطن په ارمان په مهاجرت کي تېره کړې ده او زړه ئې بيا يوې باغي ميني له کوګله مهاجر کړی و.
دی د هغه وطن وګړی دی، چي د سولي او امن لپاره ئې ټول مسلمانان دعاوي کوي، خو نه سوله ورته راغله او نه ئې امن په نصيب شو.
همدا ارمان او درد دی، چي په دې کرښو کي ئې داسي انځوروي، چي هر ټکی ئې د سولي او امن ارمانونه کوي.
سلام دي وي پر هغه وطن
چي د امن لپاره جوړ و
خو هيڅکله ئې امن په برخه نشو
ده د خپل وطن مظلوميت، غمجن چاپېريال، جنګي حالت او د وطنوالو بېوسي په شعرونو کي انځور کړې ده.
د محمود دروېش ډېري شعري او څو نثري ټولګي چاپ شوي دي.
ده د اسرايلو په زندانونو کي هم زنداني ژوند تېر کړی دی.
دا فلسطينی شاعر په ۱۹۴۱م کال کي زيږېدلی دی او په خپل ۶۷ کلن ژوند کي ئې ډېري سړې– تودې، لوړي– ژوري، خوږې– ترخې، وصالونه– هجرانونه او جدايۍ – پردېسۍ تجربه کړي دي.
د ده په ادبي دنيا کي «ريټا» هغه نوم دی، چي يادېږي. څوک ئې اسرايلۍ عسکره بولي او څوک ئې اسرايلۍ جاسوه ګڼي. خو «ريټا» چي هر څوک او هر څه وه، مينه ئې د ده په وجود کي خوره – وره او ژورو ته رسېدلې وه. دې ميني دا ثابته کړې ده، چي مينه ړنده ده او مينه سرحد نه پېژني.
يو وخت دروېش د ريټا او د وطن د ميني تر منځ پر داسي حد ولاړ و، چي يوې خواته د زړه مجبوري او مينه وه، بلي خوا ته د وطن فطري عشق په غورځنګ و. اخر دا چي د وطن تر ميني ئې هغه مينه قربان کړه او له ريټا نه په پټه خوله جلا شو.
همدغه پټي خولې او خاموشۍ ئې شاعرۍ او ليکوالۍ ته شور ورکړ، چي دروېش ئې داسي ادبي څېره کړه، چي نوم ئې ژوندی دی او په ادبي دنيا کي ځلېږي.
د ده هره وينا يو عالم درد، ارمان، ژړا ده او يوه دنيا تراژيدي لري.
دروېش دومره غرق مين و، چي د خپلي معشوقې نشتون هم د ډېرو خلکو تر شتون ورته ښکلی، ښاغلی او منلی و، چي وايي.
«ستا ځای خالي پاته دی، خو نشتون او تشه دې تر ټولو حاضرينو ښکلې ده.»
ده چي د چا د هېرولو لپاره کومه لار اخيستې ده؛ هغه لار ئې هغه چا ته ودروي، چي دی ئې هېرول غواړي او دا پر زخم د مالګين ټکور ايښودل دي، چي ته ئې هېروې او هغه دريادېږي.
«ټولې لارې تا ته تللي دي، حتا هغه لار چې ستا د هېرولو لپاره پرې تللی يم.»
دا څومره لويه تراژيدي ده، چي خپله سوځنده او ياغي مينه چا ته په ثبوت ورسوې او هغه پر دې باوري شي، چي د مينتوب او لېونتوب په اوج کي يو، يوازي مو پرېږدي، لاړ/لاړه شي او پر هغه نقطه مو ودروي، چي نه مخته تلای شې او نه پر شا تګ کېږي، خو له يو جهان درد او ارمان سره ولاړ پاته شې.
دروېش دا غم داسي وايي:
« کوم وخت چې باوري شي، ژوره مينه ورسره لرو، ځي.»
بل ځای داسي ليکي:
«زما د ژوند کولو بهانه ته يې.»
يو څوک چي ويني، اوري همدا د ژوند کولو لپاره پلمه ګڼي، چي ژوندی يم او ژوند کوم، خو کله – کله دغسي پلمې موږ شېبه په شېبه وژلای هم شي. يو څوک که زموږ د ژوندي پاتېدلو پلمه وي، زموږ د وژلو لپاره هم ښه پلمه ده ښه دا ده، چي د خپل ژوند کولو لپاره د يو چا په بهانه ګڼلو کي ډېر احتياط وکړو او تېر نه وزو.
يوه بله وينا ئې ده:
«هر سهار درمينېږم او دا دي د سترګو معجزه ده.»
ځيني سترګي خدای جل جلاله د ځينو لپاره جوړي کړي وي، چي هره ورځ خپل ځان نوی – نوی پکي ګوري، خپل راتلونکی ئې پکي اباد کړی وي، خپل ځان، جهان او ارمان هلته لټوي. نېکمرغي دا ده، چي دا هر څه دايم، قايم او ثابت پاته شي او هغه سترګي په رښتيا خپل معجزه توب ثابت کړي.
ترايژيدي او بدمرغي دا ده، چي په هغو سترګو کي فرق راشي، بدلي شي او نورو ته واوړي.
د نورو دنياوي پکي ابادي شي او ته د هغو سترګو وړاندي د ارمان په شاړه کي ارماني پاته شې.
د محمود دروېش شعرونه او ويناوي ډېري ښکلي، منلي او له ارمان و درده ډکي دي.
له دې وروستۍ وينا ئې د لېونۍ ميني اندازه معلومېږي، چي پر کوم حد ولاړ و.
«دوی وپوښتل: تر مرګه به له هغې سره مينه کوې؟
ومې ويل: زما قبر ته د هغې خبرې وکړئ، وګورئ، چې څنګه ژوندی کېږم.»