Homeخبرونهمجاهد وايي، د افغانستان په شاوخوا کې امنیتي کمربند ته اړتیا نه...

مجاهد وايي، د افغانستان په شاوخوا کې امنیتي کمربند ته اړتیا نه شته

تاند (شنبه، د عقرب ۲۶ مه) له افغانستان څخه د نشه یي توکو او وسلو د قاچاق په اړه د راپورونو په غبرګون کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان شاوخوا د امنیتي کمربند د جوړولو اړتیا نشته.

هغه د افغانستان د امنیت پر کنټرول ټینګار وکړ او ویې ویل چې ترهګرې ډلې لکه داعش ښه ځپل شوې دي.

بل لور ته، د سیاسي چارو کارپوه یحیی چاووش له سپوټنیک سره په مرکه کې څرګنده کړه چې په سیمه ییزو غونډو کې، چیرې چې د امنیتي کمربند د جوړېدو په اړه خبرې کېږي، باید روښانه شي چې د دې طرحې هدف څه دی او ایا دا یوازې د ګډو ګټو د خپلواکو هیوادونو ترمنځ په پولو کې پلې کېږي او که د ټول افغانستان په شاوخوا کې.

نوموړي زیاته کړه چې دا مهال د داعش بریدونه په شدت سره کم شوي، او ګاونډي هېوادونه باید خپلو داخلي ګواښونو ته ډېره پاملرنه وکړي.

چاووش یادونه وکړه چې څو کاله وړاندې په قزاقستان کې کودتا د هغو ډلو له لوري وه چې د دغه هېواد دننه فعالې وې، نه له افغانستان څخه. له دې امله د ګډو ګټو د خپلواکو هېوادونو لپاره اړینه نه ده چې د افغانستان له امنیتي ګواښونو وېرېږي، بلکې باید په خپلو هېوادونو کې دننه د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه ولري.

1 COMMENT

  1. MUJAHID SAHIB SALAMOALIKUM;
    THIS IS PAKISTANI OPINION.WANT GIVE OFFICIAL FORM TO DIURAND LINE,
    BUT YOU HAVE TO SAY;
    PAKISTAN NEED SECURITY BELT, BECAUSE PAKISTAN IS HOME OF TERRORISM. AND DRUG EXPORT/ FAKE WEAPONS,
    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...