جمعه, فبروري 6, 2026
Home+له یشما ګل سره د واده لپاره تر ۱۰ زره ډېرې غوښتنې

له یشما ګل سره د واده لپاره تر ۱۰ زره ډېرې غوښتنې

داود جبارخیل

د پاکستان مشهورې فلمي اداکارې یشما ګل په رشته اپ کې د واده لس زره غوښتنې ترلاسه کړې دي.

د راپورونو له مخې، یشما ګل وروسته له هغه چې په دودیز ډول د واده لپاره له غوښتنو ستړې شوه، د «دل کا رشته» په اپ  (اپلیکېشن) کې ځان ته پروفایل جوړ کړ، چې وروسته یې له ټولې نړۍ څخه د واده غوښتنې ورواستول شوې.

څو ورځې وړاندې دې اداکارې په یوه تلویزیوني خپرونه کې اعتراف کړی و، چې د مېړه موندل ورته ډېر ګران تمام شوي دي. دې په دې لړ کې وویل چې د ښې مېړه د موندلو لپاره ورڅخه د جوړه موندلو یوه دفتر ۸ لکه روپۍ غوښتې وې.

تر دې وړاندې د پاکستان د فلمي نړۍدې ۳۱ کلنې اداکارې په خپل راتلونکي میړه کې یو شمېر ځانګړتیاوې لازمي بللې وې.

کله چې کوربه ترې وپوښتل چې له کوم ډول سړي سره واده کول غواړې، هغې وویل چې لومړی باید ښه اخلاق ولري، او تر ټولو د مخه باید له خدایه وېرېږئ.

3 COMMENTS

  1. اخلاق اوله خدایه وېره دواړه دمېړه انتخاب په دومره مبالغه کې له منطق او دینی اصولو ناممکنه غوښتنه ده.
    پاکستان دکومې پاکی ادعا کوی؟ اداکاره دی دروغ ووایې خو په شرع روغ!

  2. په یو ښار کی د کومی پیغلی د ښائست او هنر او شتمنی آوازه خپره وه او ” یشا ګُل “غوندی ډیر ځوانان ئی غوښتونکی وه.
    کومه ورځ یو پَک پَمَن او معتاد ځوان ئی د کور دروازه ور وټکَوله، د پیغلی پلار دروازه ور خلاصه کړه او تری وې پوښتل چی څه غواړی؟
    پک ځوان ور ته وویل چی لور ته دی ووایه:
    که ته په دی هیله او امید ناسته ئی چی ” زه ” به در سره واده وکړم نو سخته اشتباه دی کړیده، زه اصلاً ستا سره د واده اِراده نلرم.
    نو
    خبره می دا ده:
    دا ” شادو ګُل “ده که څه بلا ده، د واده اِراده نلری بلکه د ځان په هکله د مجردو ځوانانو د هوَس د ګَرَم بازار له ګرمی څخه خوند اخلی.
    بله دا چی:
    انګریز د شیطان زویه!
    خپل یو بچی دی داسی روزلی دی چی په میډیا کی د خپل ایده آل میړه د موندلو چیغی وهی
    او
    بل خپل بچی دی داسی روزلی دی چی د خپل وطن پاکی نجونی او ښځی مکتبونو او کارونو ته نه پریږدی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...