Homeخبرونهعاصم منیر وايي، له افغانستان سره پر پوله یې د مدیریت پیاوړی...

عاصم منیر وايي، له افغانستان سره پر پوله یې د مدیریت پیاوړی سیستم جوړ کړی

تاند (شنبه، د عقرب ۲۶ مه) د پاکستان د پوځ لوی درستیز وایي چې دغه هېواد له افغانستان سره د خپلو پولو د ساتنې لپاره د ترهګریزو ډلو په مقابل کې «د سرحدي مدیریت یو پیاوړی سیستم” جوړ کړی دی.

سره له دې چې عاصم منیر له افغانستان سره د دیورند کرښې په اوږدو کې د مدیریت د پیاوړي سیستم د جوړولو خبره کويو دې ادعا ته دوام ورکوي چې ګواکي د ټي ټي پي وسله وال د بریدونو لپاره له افغانستان څخه وراوړي.

جنرال عاصم منیر د جمعې په ورځ په یوه غونډه کې له طالبانو وغوښتل چې د هغو ډلو پر وړاندې اقدام وکړي چې د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد بریدونه کوي.

د پاکستان لوی درستیز په اسلام‌اباد کې د “مارګلې ډیالوګ ۲۰۲۴” په ناسته کې د پاکستان په سولې او ثبات کې د رول په اړه وینا وکړه.

هغه په دې غونډه کې وویل: “ترهګري په نړیواله کچه د بشریت لپاره ګډ ګواښ دی، او پاکستان د دې پر وړاندې د مبارزې ته جدي ژمن دی.”

عاصم منیر زیاته کړه چې پاکستان د دې هدف په موخه د خپلو پولو د ساتنې لپاره له افغانستان سره د سرحدي مدیریت یو پیاوړی سیستم رامنځته کړی دی چې د هغو ډلو پر وړاندې مبارزه وکړي چې ده “د خوارجو فتنه” او د نړۍ د ټولو ترهګریزو تنظیمونو او نیابتي عواملو د مرکز په توګه یاد کړ.

پنځه میاشتې وړاندې، پاکستان په یوه رسمي اعلامیه کې تحریک طالبان پاکستان “د خوارجو فتنه” وبلله او له دولتي بنسټونو یې وغوښتل چې دا ډله د خواجو فتنه وبولي.

عاصم منیر همداراز ټینګار وکړ: “پاکستان د افغانستان له سرپرست حکومت څخه تمه لري چې د دې هېواد له خاورې د ترهګریزو فعالیتونو د مخنیوي لپاره جدي اقدام وکړي.”

په وروستیو میاشتو کې په ځانګړې توګه په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر ضد بریدونه زیات شوي دي.

اسلام‌اباد ادعا کوي چې تحریک طالبان پاکستان د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان له خاورې څخه د دې بریدونو د ترسره کولو لپاره استفاده کوي، خو طالبانو دغه ادعاوې رد کړې دي.

پاکستان په وروستیو کې د بلوچستان د مرکز کوټې د ریلګادي په تمځي کې برید هم، چې لږترلږه ۱۹ پوځیان پکې ووژل شول او مسوولیت یې د بلوچستان د ازادۍ پوځ په غاړه واخیست، له افغانستان سره وتاړه. خو د طالبانو حکومت دا برید وغانده.

1 COMMENT

  1. ښه خبره ده چی نور نباید وویل شی چی له افغانستان څخه بد امنی پاکستان ته انتقالیږی. اوس چی هر څه پاکستان کی کییږی هغه د دوی خپل کار دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...