شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهپه افغانستان او پاکستان کې د پولیو پېښې تر ۷۰ واوښتې

په افغانستان او پاکستان کې د پولیو پېښې تر ۷۰ واوښتې

تاند (چهارشنبه، د عقرب ۲۳ مه) د روغتیا نړیوال سازمان پرون (WHO) پرون (سې شنبې، د نوومبر په ۱۲مه) په خپل اوونیز راپور کې وویل چې د اکتوبر په میاشت کې په افغانستان کې د پولیو درې نوي پېښې ثبت شوې دي.

دا په داسي حال کې ده چې په پاکستان کې د پولیو پېښې ۵۰ ته نژدې شوې دي.

په افغانستان کې وروستۍ دوې پېښې د کندهار په میوند او غورک ولسوالیو کې او یوه یې د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.

راپور څرګندوي چې په عمومي ډول د پولیو ۷۱ پېښې ثبت شوې دي، چې ۲۳ یې په افغانستان او ۴۸ یې په پاکستان پورې تړاو لري.

افغانستان او پاکستان لا هم په نړۍ کې هغه هیوادونه دي چې د پولیو ویروس پکې په بشپړ ډول له منځه نه دی تللی.

تر دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي و چې سږ کال د چاپیریال د پولیو پېښو شمېر ۴۱۰ ته رسېدلی، چې له دې جملې ۷۴ پېښې په افغانستان او ۳۳۶ یې په پاکستان کې موندل شوې دي.

ویل کېږي چې له پاکستانه د لکونو افغان کډوالو ایستلو په افغانستان کې سږ کال د پولیو پېښې ډېرې کړي دي.

خو په مجموع کې د نړیوالو له هڅو سره سره، افغانستان او پاکستان له پولیو څخه د پاکو هیوادونو پړاو ته د رسیدو لپاره سترې ننګونې په مخ کې لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب