تاند – انسانان له پېړیو راهیسې د مرګ او ژوند په ماهیت غور کوي او تر اوسه یې بې له کوم دلیله، ژوند او مرګ د یو بل ضد او د یو قطب په دوو سرو کې تعریف کړي دي. په بله وینا، مرګ د ژوند مطلق پای ګڼل کېده؛ خو اوس نوي تحقیقات یو بل ډول پایلې ښيي او یو داسې حالت ته رسېدلي دي چې د “نه ژوند او نه مرګ” بڼه لري.
د حجروي بیولوژۍ یوه ډله پوهان وایي چې ښایي یو “درېیم حالت” موجود وي چې د ژوند او مرګ دودیز تعریفونه نقض کړي.
وضاحت دا دی چې ساینسپوهان عموماً مرګ “د یو ژوندي موجود د ټولو فعالیتونو ابدي توقف” ګڼي. خو له دې سره سره، داسې اقدامات لکه د غړو اهدا کول ښيي چې څنګه نسجونه، غړي او حجرې د یو موجود تر مرګ وروسته د څه وخت لپاره ژوند ته دوام ورکولی شي.
دوه بیولوژستان، پیټر نوبل چې د الاباما پوهنتون د مایکروبیولوژۍ استاد دی او الکس پوجیتکوف، چې په ارکانزاس ایالت کې د ایرل او مانلا ساینس پوهنځي د بایو انفارماتیکو مدیر دی، په The Conversation کې په دې اړه لیکلي چې څنګه د نویو څو حجروي موجوداتو پرمختګ موږ ته دا وړتیا راکوي چې د ژوند او مرګ دودیز محدودیتونه مات کړو.
هغوی د هغو ژورو بهیرونو په اړه څېړنې کړې چې د موجوداتو تر مرګ وروسته پیښیږي او باعث کیږي چې حجرې خپل فعالیت ته دوام ورکړي او په دې ډول د یو بریالي غړي پیوند ته زمینه برابروي. د دوی څېړنې ښيي چې د مړې شوې چونګښې له جنینونو څخه د جلاشوي پوستکي حجرې په خپله د ځان جوړولو وړتیا لري او د پټري ډش په شرایطو کې نوي څو حجروي جوړښتونه، چې “زنوبوټس” نومیږي، رامنځته کولی شي.
دغو نويو څو حجروي جوړښتونو هم داسې چلندونه ښودلي چې د دوی تر لومړنیو بیولوژیکي فعالیتونو ډېر لوړ وو. د مثال په توګه، د مړې چونګښې د جنین له حجرو څخه جوړ شوي څو نوي حجروي جوړښتونه خپلې پخې (میده او د وېښتانو په څېر جوړښتونه) د خپل چاپیریال په شاوخوا کې د حرکت لپاره کاروي، په داسې حال کې چې په ژوندیو چونګښو کې دا پخې عموماً د مخاط د حرکت لپاره کارول کیږي.
دغه نوي جوړښتونه (زنوبوټس) همدارنګه ځانګړې وړتیا لري چې ځانته تکرار شي، معنا یې دا ده چې دوی کولی شي خپل فزیکي جوړښت او فعالیت تکرار کړي، پرته له دې چې دودیزه وده یې مسیر ته پام وکړي.
مطالعې ښودلې چې د انسان د سږو حجرې هم په کوچنیو څو حجروي موجوداتو کې راټولېدی شي چې د حرکت وړتیا لري. دغه “انتیروبات” هم نوې چلندونه او جوړښتونه ښيي، او نه یوازې دا چې په خپل چاپیریال کې حرکت کولی شي، بلکې کولی شي خپل ځان او شاوخوا زیانمن شوې عصبي حجرې هم بیا ورغوي.
په دې توګه، د دې څېړنو پایلې د حجروي سیستمونو فوقالعاده تطابق ښيي او دا انګیرنه ننګوي چې حجرې او موجودات یوازې په مخکینیو ټاکل شویو لارو کې وده کوي.
د “درېیم حالت” دغه مفهوم همدارنګه ښيي چې د یو موجود د مرګ بهیر ممکن په اوږد مهال کې د ژوند د ودې په څرنګوالي باندې اغېز ولري. د حجراتو او نسجونو د ژوند پاتې کېدلو او فعالیت توان د یو موجود تر مرګ وروسته د چاپیریالي شرایطو، میتابولیک فعالیت او د ساتنې میتودونو په څېر بېلابیلو عواملو له خوا اغیزمن کیږي.
بېلابیل حجرات د ژوند مختلفې مودې لري. د مثال په توګه، د انسان د وینې سپین ګلبولونه معمولاً له مرګه وروسته له ۶۰ څخه تر ۸۶ ساعتونو پورې له منځه ځي.
په مقابل کې، د موږک د اسکلیتي عضلاتو حجرات تر ۱۴ ورځو پورې بیا رغول کېدی شي او د پسونو او وزو فایبروبلاست حجرات تر مرګ وروسته تر نژدې یو میاشت پورې کرل کیدی شي.
د دې لپاره چې معلومه کړو ایا حجرې تر مرګ وروسته ژوندۍ پاتې کېدی شي او فعالیت کولی شي، باید د هغوی میتابولیک فعالیت ته پام وشي. هغه حجرې چې د خپل فعالیت لپاره د دوامداره او پیاوړي انرژۍ سرچینې ته اړتیا لري، د هغو حجرو په پرتله چې کمه انرژي غواړي، ژوندي ساتل یې یو ستونزمن کار دی.
د انجماد په شان تخنیکونه کولی شي د هډوکو د مازغو په څېر له ځینې نسجونو سره مرسته وکړي چې مشابه فعالیتونه وساتي.
د ذاتي بقا میکانیزمونه هم د حجرو او نسجونو د ژوندي پاتې کېدلو لپاره حیاتي دي. څېړونکو په هغو جینونو کې چې له فشار او معافیت سره تړاو لري، له مرګه وروسته د فعالیت زیاتوالی لیدلی چې ښایي د هموستاز (د وینې د ضایعاتو د مخنیوي او د زخمونو د درملنې پروسه) د له لاسه ورکولو غبرګون وي.
متغیرات لکه عمر، روغتیا، جنسیت او د نوع ډول هم له مرګه وروسته په شرایطو باندې اغېز کوي.