شنبه, جولای 27, 2024
Homeادبکره کتنهد الطاف خټک«ځئ چې ځؤ جنت ته» کیسو ته یوه ځغلنده کتنه

د الطاف خټک«ځئ چې ځؤ جنت ته» کیسو ته یوه ځغلنده کتنه

اسدالله بلهار جلالزی. غزني

د پښتني ماحول او کلیوالي پیښو د انځورګري یوه ښه بیلګه، یا په بله وینا د پښتنو د ژوندانه هغه اړخ چې ډیری لیکوال يي د تصویرونو د اخیستو اواو نځورګري وس نه لري او که يي  د لیکلو دا وس هم وي خو بیا هم  تر یوه بریده په پښتني چاپیریال کې دا داسې پیښو بیانول هم جرآت ته اړتیا لري.  په دې برخه کې زموږ ډیری  درانه لیکوال کله ناکله د مصلحت لاره هم غوره کوي.

 خو الطاف خټک صاحب چې یو ماهر کیسه لیکونکی دی. بیا په پوره ځیرکتیا او مهارت سره د پښتون ماحول د پیښو د دې انځورګري له پاره یو ګام مخي ته راخلي. په کېسه لیکنه کې زیاتره پوهان په دې اند دي چې په  کېسه کې  په بنسټیزه توګه باید درې څیزونه شتون ولري. لومړی يي اسلوب یا انداز، دوهم هم سکالو، دریمه خبره هم د پلاټ ده . هر کله چې دا درې واړه بشپړ شول نو بیا کېسه ترې جوړیدای شي. د خټک کیسې هم دا توکي لري. په هر حال په دې اړه زه خپلې خبرې نه اوږدم. کېدای شي ځينې وروڼو د الطاف خټک په افسانو او زما په دې لیکنه کې  هم نیمګړتیاوې پیدا کړي. کولای شي په ډاګه يي کړي او آن نیوکه پرې هم وکړي.

( تر ویښته نرۍ غاړه) خو اوس به اصلي موضوع ته  راشم.

ترپورتني نوم لاندې دا د هغوو کېسوټولګه ده چې د پښتو ژبې د شاعر او کېسه لیکوال الطاف خټک په قلم کښل شوې د کېسو ټولګه ده (ځئ چې ځو جنت ته) نوموړی ټولګه ما دغزني له یوه کتاب پلورنځی نه په دې نمت را واخیسته چې د ماشومانو له پاره به په کې کېسې لیکلي شوي وې. ښه داده چې ماشومان يي ولولي. ځکه نوم يي راته همداسې وایسیده. په دې ټولګه کې شاوخوا (۱۴) کېسې خوندې دي. ځئ چې ځو جنت ته د افسانو دا ټولګه په (۲۰۰۵) مېلادي کال  د یو زر ټوګه په شمېرد پيښور قصه خواني کې د دانش خپرندویه ټولنې له لور ي خپره شوي. د پیش نامه تر نوم لاندې په زړه پورې سریزه ورباندې د پښتو ژبی د لوی ادیب همېش خلیل صاحب له لوري لیکله شوي. چې تر ډیره په ټولګه کې د خوندي شویو افسانو په اړه معلومات وړاندې شوي دي او ستاینه هم کړي. لوی ادیب همېش خلیل صاحب داسې کاږي ( ددې افسانو لویه خوبي د ژوند په حواله د افسانه نګار هغه بیدار تنقیدي شعور دی چې دوئ ته يي د خپل انساني احساس دړد هم رسولی دی او غم هم)   همېش خلیل هم د الطاف خټک په افسانو کې په وار وار د کلیوالي انځور یادونه کوي یوځای داسې کاږي ( ددې افسانو یوه بله خوبی د کلیو هغه مقامې رنګ او دفطري حسن په پس منظر د کلیوالو د ساده ژوند د تصویر کشۍ او منظرنګارۍ هغه پختګي ده چې ددې مجموعې اکثره افسانې يي د توجه وړ ګرځولي دي. چې د فن او هم د مقصد په حواله یو جوت مقام لري) له ې نه وروسته  بیا سرور سودايي صاحب ( د مېجر الطاف خټک افسانې) تر سر لیک لاندې اوږده او له خوند او حظ نه ډکه لیکنه کړي. ده هم په خپل وار د کتاب د کېسو او په کې د کرکټرونو، منظره کښۍ، پروت پیغام  په اړه معلومات وړاندې کړي. د بیلګې په ډول سودايي صاحب یو ځای وايي: ( د مېجر صاحب انداز ډیر موثر او پوخ دی. د دوئ د افسانو بنیادې موضوع کلیوال ژوند او تهذیب دی. کوم چې د ښاري تهذیب او اثراتو په وجه ورکېږي)هم کې په زیاترو دې کېسو کې د کلیوالي ژوند انځور لیدل کېږي. الطاف خټک چې کوم تصویر په دې کېسو کې وړاندې کړی. ډیرو کمو کېسه لیکونکو دا سې کار کړی يا يي له لویه سره هیڅ نه دی کړی. په دې کېسو کې هغه ناویلې رازونه په خورا ماهرانه او فنکارانه انداز کې بیان شوي چې په پښتنې ماحول کې يي څوک د ویلو جرآت نه کوي. خو له بده مرغه داسې څه شتون لري.داسې کړنې ترسره کېږي. داسې ظلمونو،جبر او نارواوو ته  لا هم  د ټولنې ځینې وګړي د خپلو نفساني غوښتنو په بنا  هم دوام ورکوي.دا ظلمونه او نارواوې تر ډیره بریده په لیکلې بڼه په کېسو کې نه دې بیان شوي. هسي زموږ د خلکو په منځ کې خوله په خوله وی. چې بیا له څه مودې وروسته هیر شي. د الطاف خټګ د کېسو یو ښه والی همدا دی چې دغه ظلمونه يي په ډیر ښه انداز کې بیان کړي. له یوې خوا د قلم عفت ساتل شوی. له بلې خوا لوستونکې ته احساس ورکوي. چې د داسې کړنو په اعتراض کې غږ پورته کړې. کله چې د الطاف خټک د افسانو حیرانونکو ځانګړنو ته لوستونکې هک پک شي. د ده دا کېسې له لوستو وروسته لوستونکې ته یو احساس ورکوي. تفکرکولو ته يي هڅوي. دده کېسې زموږ په معاشره کې پټ ظلم بربنډ شوی. پټ او ناویلې رازونه ښکاره شوي. تیری او تجاوز په ډیرو لطیفو الفاظو کې غندل شوی او بیان شوی. د داسې صحنو انځورګرې شوي. چې زموږ د ټولنې د وګړو د سترګو په وړاندې تیرې شوي. تر اوسه پورې په پښتو لنډو کېسو کې داسې سګالو ګانې نه دې بیان شوي. او یا يي چا د سپړلو له پاره کوم اقدام نه دی کړی. هغوئ انګیرې چې د داسې پیښو بیانول به ټولنه، وګړي او دهغې عالی ارزښتونو تر سوال لاندې راولي. زما په اند که چېرته موږ په خپله معاشره کې ناپسند، د ظلم او تیرې نه ډکې کړنې نه غندو او یا پرې نور څوک نه خبرو. هغه مهال به مو په خپله عالی ارزښتونه په سیند لاهو کړي وي. که چېرته موږ په ټولنه کې د یوه غله، بدکاره، ظالم او په نفساني لومو کې د ښکېلو اشخاصو له کړنو په پټو سترګو تیریږو او په وړاندې يي د مبارزې له پاره ډګر ته نه را دانګو نو هغه ده چې موږ په غیر مستقیمه تو ګه د هغوئ له کړنو څخه ملاتړ کوو. په دې ډول به هغوئ ته نور هم جرآت ورکړو چې د ټولنې د کمزورو وګړو په حقونو تیری وکړي. زموږ زیاتره لیکوالان په ښکاره د یوه جابر هغه تیری چې په کلي او بانډه کې يي په یوه بیوسه، او یا بیوسې باندې کوي. ویني خو د بیانولو په برخه کې يي بیا څومره څه نه کوي او که يي بیا بیانوي نو هغه په داسې انداز کې بیانوي. چې په ټوله کې نه د قلم عفت ته کوم پام شوي وي. او نه هم د ټولنې ارزښتونو، خو ښاعلی الطاف خټک بیا داسې نه کوي. هغه د یوه ماهر انځورګر په توګه په ټولنه کې د داسې روانو ظلمونو د ماڼیو او بنسټ تصویر دحرفونو په پخو خښتو سره  د لیدونکو په وړاندې دروي. دی که له یوې خوا په کلیوالو سیمو کې د نا خوښه او جبرې دودونو د بیانولو هڅه کوي. له بلې خوا د هغه چا تصویر هم زموږ مخې ته ږدي. چې پرې دا ظلمونه روا بلل کېږی. د فاعل شومه اوله نفساني خواهشاتو بد رنګه څیره – او مفعول مظلومانه او اسکېرلي خو سپیڅلي څیره  هم راته د تورو په مټ ښکاره کوي. دی د کلیوالي ژوند هغه برخه هم راته په مخي ته ږدی چې تر ډیره په کې رښتینولي هم وي. خلوص يي هم راته بیانوي. الطاف خټګ د کلیوالو سیمو په اړه خورا ژوره مطالعه لري. دی په کلیوالي ماحول کې له هغه مسلط ذهنیت نه خبرې کوي. کوم چې تر ډیره په ښارې چاپیریال کې څوک هغه په نیشت حسابوي او یا هم ورته دومره اهمېت نه ورکوي. دلته په کلي کې څرنګه په یو ‌ډول ځینې ځوانان پریښودل شوي. چې د نورو په ابرو او عزت باندې ملنډې ووهي. څوک تر ډیره د معنویت په معني او مفهوم هم نه پوهیږي. او که پوهیږي څوک ورته اهمېت نه ورکوي. د ملا په شاهدې يي هم زړه ارام نه کوي. که څه هم هغه ورته د یوه حقیقت څرګندونه کوی. د الطاف خټګ د کېسو یو بل خصوصیت دادی چې تر ډیره کلیوال وګړي د کرکټر په توګه په کې غوره شوي وی. دا کرکټرونه که څه هم د کېسې په پیل کې دومره برجسته نه وي. خو د کېسې په منځ او یا پای کې بیا د کرکټرونو په کردار سړی فکر کولو ته اړوځي. (ځئ چې ځو جنت ته) افسانې تر ډیره د داسې څه په هکله لیکلي شوي. چې هغه زموږ په ټولنه کې خورا محسوس خو په بیانولو يي یا نور څوک شرمېږي او یا هم دا جرآت نه کوي. خو الطاف خټک صاحب بیا له همدې سمندره داسې مرغلري را وباسي چې بیا يې څوک د پیرلو وس هم نه لري. دا مرغلري د صدف په څیر کلونه کلونه وشول چې د باران یوه څاڅکې ته انتظار باسي. لکه د مخه چې وویل شول د الطاف خټک صاحب په افسانو کې منظره کشي یا کلیوال تصور ډیر روښانه اخیستل شوی  دبیلګې په ډول( د جومات نه چې را کوز شې یو ارت مېدان دی. نو مخامخ د ملک صاحب د حجري پاټک دی  چې اکثر په سپرلي  کې کلکټر صیب د تحصیلدار او نورو مخوریزو مېلمنو ښکار په بانه د ملک  صیب د ملیلمستیا خوندونه اخلي) او یا دا: ( قرباني) نومې کېسه کې داسې لولو ( دښې ورځي څیښته شي – په سره ډولۍ کې کښیني. ګل جمعې مخ په سالو کې پټ کړو او په منډه په کوټه ننوته، مېرخانمې ترور په یوه ساه اوبه وغړنګولې د سر نه يي پیڅکې لرې کړو…)

 ( دپاټک نه یو سل ګزه مسلسله بلۍ ده – د بلۍ نه پورې د ملک صاحب د حویلۍ د منارې په شان لوی برج ښکارې چې په دواړو غاړو يي د چنارونو دنګې ونې ولاړې دي. دلؤ، لور په وخت چې کله د کلي د کچه کورونو د خاورینو تنارونو نه دشنولو ګومنارې خیژې او د چرچڼو سیلونه په شیریندل بانډژ تیریږي نو ددې چنارونو په لوړو لوړو څانګو یوه شیبه ضرور دمه کېږي. د کلي په کچه کورونو کې د ملک صیب د حویلۍ دلویدیځي بلۍ لاندې یو ورکوټی اوتنګ شان کور د ګل دین ماشکې دی.) ښاغلی سودايي د الطاف د کېسو په اړه بل ځای داسي وايي ( د مېجر صاحب د ژورې مطالعې او باریکې مشاهدې اندازه ددې نه کېدی شي چې د دوئ په ځینو افسانو کښي د معاشرې داسې اړخونه څرګند شوي دي چې سړی ولړزوي. لکه « مټیزه»، «ځئ چې ځو جنت ته»، «دوکانچه»، «ادې مړه تبه يې پرې» او«سور پالنګ» دا افسانې د انساني مسایلو او الیمو سره سره د انساني احساساتو او جذباتو انتهايې ژوره عکاسي کوي)

اویا دا:

( او نن سحر چې دکلي مونځ ګذاره د جومات نه راکوزیدل نو په اسمان وریځي وې- هوا نمجنه اوغمجنه وه- ډیره موده پس چا ملوګی ولیدو چې د غنو اوجاړو به منځ کښې د ملک صیب حویلۍ ته ته مخامخ په شین شګلن کاڼي ناست ؤ… )

په ټوله کې د ( ځئ چې ځو جنت ته) ټولګه له لاندې ځانګړونوڅخه برخمنه ده.

۱ـ په ( ځئ چې ځو جنت ته) افسانو کې د کلیوالي ژوند او کلیوالو وګړود کړو وړو یو داسې انځور لیدلای شو. چې ورته انځور يي د کم شمېر لیکوالو په کېسو کې موندل کېږي.

۲ – په دې ټولګه کې تر ډیره سوچه خبرې، متلونه کله کله کلیوالي محاوره چې په دې توګه الطاف خټک خپلو کېسو ته پرې نور خوند بښلی دی. د بیلګې په ډول( ادې مړه شوه تبه يي پرې شوه) په داسې خپلو کې لوی مفهوم او مطلب افاده شوی وي.

۳ د الطاف خټک په افسانو کې یوه بله مهمه خبره داده چې له لوستلو وروسته سړی فکر او سوچ وهلو ته اړ باسي.

نور يې نو لوستل په تاسو

مېنه او درنښت .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب