جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبلنډه کیسهد پیشو مرګ (لنډه کیسه) صفیه وردک 

د پیشو مرګ (لنډه کیسه) صفیه وردک 

د پلاستیکونو غوړ اور ته يې ورغوي وموښل.له جېبه يې څه را وایستل.اور ته يې ونیول، پاڅېد.د شړېدلي دېواله څنګ ته کښېناست. د بالاپوښ خولۍ يې پر سر کش کړه له سګرېټه يې اوږد کش وکړ لوګی يې پو کړ. سګرېټ يې تر هغو په گوتو کې نيولى و چې گوتې يې وروسوې. خولۍ يې له سره ليرې کړه، ویښتان يې کلک کلک وګرول. ولټېد. د لښتي تر څنګ پیشو په واوره کې پرته وه. ده شاو خوا وکتل.په ګونډو شو.لاس يې ورووړ. له لکۍ يې واوره وڅنډله. ورو ورو يې لاس پرې تېر کړ.
– مړه ده.
دليل يې پسې وغوښت.
– وږې وه.
د پیشو په سر يې لاس وواهه .له برېتو يې کش کړه، پوښتنه ورپيدا شوه.
– زړه يې درېدلی که یوازېتوب وژلې؟
لکه چې باوري شو خو فکر يې وکړ چې ولې به له يوازيتوبه مړه کېده.
– خپه به وه.
د پیشو په کنګل خوله یې بټه ګوته تېره کړه.
– زهر يې خوړلي.
پاڅېد. مړه اور ته يې لغته ورکړه سوړ بوی ترې ولټېد.
– یخ وژلې.
سر يې په خولۍ کې پټ کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب