چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Home+عبدالرؤف بېنوا ته د جارج مارگنستیرنه لیک

عبدالرؤف بېنوا ته د جارج مارگنستیرنه لیک

استاد محمد معصوم هوتک

جارج مارگنستیرنه (۱۸۹۲ ــ ۱۹۷۸ع) د ناروي مشهور ژبپوه او د نړۍ په سطحه د افغانستان د ژبو په تېره بیا پښتو ژبي د ټولو ژبپوهانو مخکښ او لارښود وو. دی د افغانستان د خلکو تېرونی دوست وو او افغانستان ئې خپل دوهم هیواد باله. د خپل ژوند په اوږدو کي دې دوهم هیواد ته نهه واره راغلی وو چي لومړی سفر ئې د امیر امان الله خان په پاچهۍ کي او نهم ئې د سردار محمد داود خان د جمهوریت په دوهم کال کي وو. مارگنستیرنه د افغانستان له پوهانو سره منظمه خطي رابطه درلوده چي دوه لیکونه ئې ارواښاد پوهاند صدیق الله رشتین په ” ادبي لیکونه” اته دېرشم مخ کي خوندي کړي دي. زموږ استاد پوهاند دکتور زیار صاحب په خپل درانه اثر” پښتو او پښتانه د ژبپوهني په رڼا کې” د جارج مارگنستیرنه ژوند لیک کښلی دئ او د هغه په یوه برخه ( ۳۷۹ ــ ۳۸۰ مخونو) کي ئې راوړي دي :

” یو لړ لیکونه یې ارواښاد رشتین څو کاله له مخه په خپل یوه کتاب ” ادبي لیکونه” کي خپاره کړي دي، نور ځانگړي پښتو لیکونه یې له بده مرغه تر ما پوري چا راخوندي کړي نه دي … که د داسې نورو پښتو لیکونو او یادښتونو پلټنه یې وشي، کېدای شي یوه خپلواکه پښتو ټولګه یې پر بې شمېرو اثارو ور زیاته شي”.

د استاد همدې یادوني زه ددې لیک خپرولو ته وهڅولم. له خپرېدلو څخه مي یو مراد ددې تاریخي لیک خوندي کول او بل د جارج مارگنستیرنه پخپل لیک کي دده د نامه لیکدود دئ چي زموږ زیاتره لیکوال ئې د” جیورج مارگنسټرن، جارج مارگنسترن، گیورگ مورگنستیرنې، …” په بڼه لیکي، خو ده په خپل لاس کښلي لیک کي خپل نوم ” جارج مارگینستیرنه” کښلی دئ.

دا لیک د کابل مجلې د شلم کال (غالباً) په یوه گڼه کي خپور سوی او زما سره له ډېره وخته خوندي دئ چي له بده مرغه د گڼي دقیق تاریخ او شماره مې نه ده لیکلې. کاپي ئې زما له دې لیکني سره مل ده، خو پوهېږم چي د تخنیکي ستونزو له اسیته لږ څه خوپه (تته) راغلې ده. د لیک متن دده پخپل لیکدود داسي دئ :

” اوسلو، ناروې

۱  اکټوبر، ۱۹۵۰

ښاغلی عبدالروف ” بېنوا”

ځما د ښځې تربور او زما خپل دوست پروفیسور لیف کرَيبَرګ (Leaf Kreyberg) صبا کابل ته تلونکي دي. هغه د اوسلو په پوهندتون کښید طِبّ استاز دی او( World Health Organization) افغانستان ته لېږلی شوي دي. خورا هوښیار او ویښ سړي دي چه غواړي چه په خپلو سترګو حال د افغانستان وویني او په خپلو غوږو د پخو او تکړاو پښتنو خبرې واوري. نو ځکه ما ورته وویلي چه درته دي خواږه ورور، ځما له خوا نه ډېر ډېر سلامونه ووائي. او زه به تاسو ته ډېر شکرګذار شم که تاسو ئې د دوست په شان ومنئ او ورته مدد وکړئ.

زه الحمد لله جوړ یم او امید لرم چه انشاء الله تاسو هم جوړ تکړا یئ. زه خورا خوشحال شوم چه ما د کابل په مجلې لوستلي وو چه ستاسو رتبه لویه شوې وه. شاباش!

اوس می یو کتاب د پارونی (نورستانی ژبې) په باب باندی چاپ شوي دی او تاسو ته به ئې درواستوم. بل کتاب د وایگلی ژبې په باب ما ولیکلو، لېکن تر اوس چاپ شوی نه دي.

هرکله چه د کابل مجله او نور د پښتو کتابونه راورسي، نو له ډېرې خوښې سره ئې لولم او ارمان می د پښتو د اورېدلو زیاتېږي. یاد د هغه وخت چه ما پروسکال په افغانستان کښ تېر کړي دي هره ورڅ ځما په زړه او فکر باندی مقرر دي او ستاسو ټولو مېربانګی او مېلمستیا به هیڅ کله می هېره نه شی.

ځما دوستانو په پښتو ټولنه او په کابل کی ډېر سلام ووایئ. خدای دي وساته!

جارج مارګنستیرنه

Georg Morgenstierne

دا لیک ما کټ مټ کاپي کړی دئ او له عکسي تصویر سره مطابق دئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب