جمعه, جون 28, 2024
Homeادبد لیکوالۍ لپاره د موضوع موندنې لس غوره لارې

د لیکوالۍ لپاره د موضوع موندنې لس غوره لارې

لیکوال: حسین قرباني

ژباړه: نازو کمال

مسلکي لیکوال هغه دی چې تل او په هر حال کې، آن که خوښه یې هم نه وي لیکل وکړي؛ خو اساسي ستونزه د موضوع پيدا کول دي، کله چې غواړو لیکل وکړو، باید څه ولیکو؟ ډېر وخت مو زړه کېږي، مېز ته کېنو، لیکل وکړو، خو هېڅ موضوع یا مطلب مو ذهن ته نه راځي؛ نو حل لاره څه ده؟ دلته هڅه شوې، هغه لس ګټورې طریقې توضیح شي چې د لیکلو لپاره ښه موضوعات پرې پيدا کولی شو.

۱ـ لیکلو ته دوام ورکړئ:

مېز ته کېنئ او هر هغه څه مو چې په ذهن کې راځي ویې لیکئ، هر څه او هره پېښه مو چې خوښه مو وي ویې لیکئ. لیکوالي یعنې تمرین او همدا تمرین دی چې هر انسان په ښه او پاخه لیکوال بدلوي، لکه څرنګه چې هر مهارت تمرین ته اړتیا لري، باید لیکوالۍ ته هم تمرین وشي، ټول افکار او ذهني مسایل باید ولیکو، یواځې له همدې لارې کولی شو په دې کار یا مسلک کې مهارت حاصل او غوره لیکنې ولیکو، لازمه نه ده چې ستاسې ټولې لیکنې دې خلک ولولي او هر هغه څه چې لیکئ خامخا دې مخاطبین یا ځانګړی فرد مطالعه کړي. یواځې لیکل وکړئ او بس؛ لکه یو هنرمن چې له کنسرت څخه ترمخه ورځې، ساعتونه او میاشتې یو ځل د څو ساعتونو د سندرو ویلو لپاره تمرین کوي. هماغسې لکه یو کس د منډې د سیالۍ لپاره په میدان کې کلونه او میاشتې تمرین کوي چې یو ځلې په اصله سیالۍ کې برخه واخلي او د خپلو مینه والو د هڅونې پر وړاندې منډه ووهي، یو لیکوال هم باید تل تمرین وکړي چې خپلو لوستونکو ته یو ښه متن وړاندې کړي. غوره او د ستاینې وړ لیکنې هم له همدغو بې هدفو لیکنو څخه حاصلېږي، نو د دې لپاره چې ښه لیکوالان شئ، هڅه وکړئ هر څه مو چې ذهن ته راځي ویې لیکئ.

۲ـ د موضوعاتو فهرست جوړ کړئ:

د موضوع پیدا کولو لپاره بله غوره لاره دا ده چې د بېلابېلو موضوعاتو فهرست ولرئ. یوه کتابچه درته انتخاب کړئ چې تل درسره وي، همدارنګه په موبایل کې مو هم د یاداښت لپاره یو ځانګړی فایل جوړ کړئ او هڅه دې وشي، هره ورځ لږ تر لږه لس موضوعات په دې کتابچه یا فایل کې خوندي کړئ. دا چې کتابچه تل درسره ولرئ د ورځې په جریان کې شاوخوا د ډېرو پېښو او صحنو په لیدو مو داسې ښه، ښه موضوعات ذهن ته راځي چې د لیکلو وړ وي. نو په کم وخت کې به ډېر موضوعات ولرئ.

۳ـ د نورو له وړاندیزونو کار واخلئ:

بېلابېلې وېبپاڼې شته، چې د بېلابېلو موضوعاتو فهرستونه وړاندې کوي، د یوې ساده پلټنې له لارې کولی شئ چې د ډېرو وړاندیز شوو موضوعاتو لیست ومومئ.

۴ـ ټولنیزې رسنۍ:

موږ هره ورځ په ټولنیزو رسنیو کې ډېر وخت تېروو، خو یوه ګتوره استفاده یې دا هم ده چې کولی شو په ټولنیزو رسنیو کې د موجوده مطالبو څخه د لیکلو لپاره موضوعات پيدا کړو. هره ورځ د بېلابېلو موضوعاتو په اړه په انستاګرام، تلګرام، ټویټر او فېسبوک کې په زرهاوو مطالب او جملې مطالعه کوو، په دغو کې هر مطلب کېدای شي د یوې موضوع لپاره انتخاب کړو.

۵ـ ورزش وکړئ:

د فزیکي فعالیتونو په ډېرېدو ذهني فعالیتونه هم زیاتېږي. ډېری لیکوالان او بریالي خلک وايي: ((چې ډېر ښه او ارزښمن موضوعات د پلي تګ یا د ورزش کولو  پر مهال ذهن ته ورغلي دي.)) نو هڅه وکړئ، هره ورځ نیم ساعت پلی تګ وکړئ او د پلی تګ پر وخت مو چې کوم موضوعات ذهن ته راځي، یاداښت کړئ.

۶ـ مطالعه وکړئ:

د لیکوالۍ د زده کولو یوه اغېزمنه لاره د نورو لیکوالانو د لیکنو مطالعه ده چې هر څومره کولی شئ کتاب، شعر، مجلې او ورځپاڼې ولولئ. د نورو د لیکنو د مطالعې پر وخت علاوه له دې چې  یو څه ترې زده کړو، د لیکلو لپاره بېلابېل موضوعات هم په کې موندلی شو. د په زړه پورې موضوع لپاره له مطالعې څخه د زده کړیو څیزونو د لنډیز لیکل اړین دي، همدارنګه کولی شو چې په مطالعه شوو موضوعاتو باندې نقد وکړو.

۷ـ فلمونه وګورئ:

د دې لپاره چې ښه موضوع پيدا کړئ، د فلمونو کتل یوه بله ګټوره طریقه ده، د فلمونو په کتلو بې له دې چې تفریح مو کېږي، ډېر ښه او په زړه پورې موضوعات هم پيدا کولی شئ.

۸ـ تاریخي او هنري آثار وګورئ:

د نورو هنرمندانو د هنري آثارو په کتلو هم د لیکلو لپاره نوي موضوعات پيدا کېدای شي، د نقاشیو، خطاطيو، د عکاسۍ آثارو او نورو تاریخي ځایونو لیدل او کتل الهام وربخښونکي دي او د دې سبب کېږي چې ښه موضوعات مو ذهن ته راشي.

۹ـ موسیقي واورئ:

د روحي و رواني آرامتیا او له شوره د لرې کېدو لپاره موسیقي یوه ښه لار باله شي، پر دې سربېره د لیکلو لپاره ښه موضوعات هم پيدا کولی شئ. نو هڅه وکړئ چې د خپلې خوښې پر اساس د موسیقي سبک ځانته وټاکئ او وخت نا وخت یې واورئ.

۱۰ـ له ملګرو سره وغږېږئ:

موږ ټول ځینې ډېر نږدې ملګري لرو، له دوی سره په کېناستو او غږېدو نه یواځې دا چې وخت مو ښه تېرېږي، د دوی له خبرو ښه موضوعات هم پيدا کېدای شي. په دې لیکنه کې هڅه شوې چې د موضوعاتو د پیدا کولو لپاره مناسبې طریقې در وپېژنو، البته زه خپله د هرې ورځې لیکلو لپاره له اول روش څخه ډېر کار اخلم او زما په اند تر ټولو غوره روش هم دی، خو د نورو ورشونو په وسیله هم ګټورې او په زړه پورې لیکنې کېدای شي. د دغو ټولو ترمنځ بیا هم (لیکل) تر ټولو مهم دي، نو هڅه وکړئ چې هره ورځ یو څه ولیکئ، دې ته هم اړتیا نه شته چې څوک دې خامخا دا لیکنې ولولي.

(همدارنګه زما په یاد دي، پر یوه موضوع مې له خپل استاد سره بحث وکړ، بله ورځ مې چې فېسبوک پرانېست، د ده مقاله مخې ته راغله چې زموږ له بحث څخه یې بشپړه مقاله لیکلې وه، نو همدا یوه ډېره غوره لار ده چې د خلکو له خبرو او بحث څخه ډېر ښه مطالب پيدا او لیکل کېدای شي.) (ژباړنه)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب