ښځې له خپل تور ټیکري خیرن لاس وغځاوه. دوکاندار ته يې وکتل، له سترګو يې عاجزي وریده. دوکاندار د روح افزا بوتل په کڅوړه کې واچاوه او په دوکان کې ولاړ سړي ته يې ورکړ. د ښځې لاس لا هم د دوکاندار په لورې غځیدلی و. دوکاندار په غوسه وویل:
-معاف که! هروخت دې زما په دوکان کې خړې سترګې نیولي وي…
په دوکان کې ولاړ کس د ښځې ورغوي ته پنځګون ورواچاوه، دوکاندار ته يې وویل :
-مه کوه، وبال ده.
دوکاندار د تندي ګونځې نوره هم ګڼې کړې.
-له ډیرو سوالګرو پوزې ته راغلی یم وروره، ددوی له لاسه مې له دوکانه زړه تور شوی.
ښځه په مړه قدم له دوکان څخه ووته، پنځګون يې د سره کمیس جېب ته کړ. تنګه کوڅه کې د لیلامي بوټانو کراچۍ ولاړې وې، وړو لاډسپیکرونو د ارزانه بوټانو چیغې وهلې. ښځې په بیروبار کې ځان ته لار جوړه کړه، یوې څلور ټایره کراچۍ ته ودرېده. د سړیو تور رنګی بوټ يې رواخیست. بوټان خرڅونکي وویل:
-ښه بوټان دي، په څلور سوه کېږي.
ښځې بوټ لټ په لېټ واړوه، لویشت يې پرې کېښوده. بې له دې چې بوټ خرڅونکي ته وګوري، غلي يې وپوښتل:
-یودانه يې په څو خرڅوې؟
ښي مټ يې څړیکه وکړه. بوټ يې له لاسه وښویده. سترګې يې پورته کړې. بوټ خرڅونکی برګ ولاړ و، په لاس کې يې نرۍ لښته وه. د لاس په اشاره يې وویل :
-ورکه شه لیونۍ، اخلې يې نه هسې ملنډې وهې.
ښځې خپل مټ وسولاوه. روانه شوه. له تنګې کوڅې ووته. یوې نانوايۍ ته ودريده. نانوای سوځیدلې ډوډۍ ورکړه.
-دوعا کوه مورې!
ښځې سوځیدلې ډوډۍ په تور ټیکري کې تاو کړه. قدمونه يې چټک شول. د لويې ویالې ترڅنګ لوی ډیران ته ورسیده. څو خیرن سړي يې ولیدل چې ناست دي او سرونه يې یو بل ته نږدې نیولي. ښځه له ناستو سړیو تېره شوه، مخامخ د ونې لاندې یو ګوډ سړی پروت و، د لرګي لکړې يې ځان ته بالښت کړې وې. نږدې ورغله. د سړي ببر باڼه سره ورغلي و. شنه ږیره يې له ډیرو خاورو او دواړو خړه ښکاریده. د پرتوګ پایڅې يې دوې وې خو پښه یوه. یوه پایڅه يې خالي پرته وه. روغې پښې يې نه بوټ درلود او نه څپلې. ښځه په ګونډو شوه. د سړي په خیرنو ويښتانو يې لاس کش کړ. سړي په ډیره خوارۍ خپلې سترګې وازې کړې، له ځان سره وبونګيده او باڼه يې بیرته سره ورغلل. ښځه پوه نه شوه چې میړه يې نشه دی او که خوب وړی. پر ټټر يې سوځیدلې ډوډۍ ورکېښوده. څو شیبې ولاړه وه، بیرته روانه شوه.
بازار ورو، ورو شاته پاتې کېده. ښځه د لارې پر سر ګڼې هدیرې ته ورسیده. د هدیرې په ډیرو قبرونو رنګارنګ بیرغونه رپيدل. ښځه په یوه پلنه ډبره کیناسته. مخامخ دوو قبرو کې يې سترګې ګنډلې پاتې شوې. په چورت کې ډوب وه…
-هله لیونۍ ده!
ښځې شاته ولیدل. د ماشومانو شنه ډله ورنږدې کېده، وویرېده، په بیړه پاڅيده، قدمونه يې چټک کړل، غوښتل يې چې له ماشومانو ځان لرې کړي، ماشومان په منډه ورنږدې کېدل.
-اخ!
د ښځې له خولې زګیروی پورته شو. ځای پر ځای کیناسته. د شنه پرتوګ پایڅه يې پورته کړه. یوه ماشوم په خندا نورو ته وویل:
-کوران، وچ په لینګي مې وویشته.
د ښځې لینګي درد کاوه، ویشتل شوی ځای يې سور ښکاریده. ښځې ماشومانو ته مخ واړوه. ماشومان وویریدل، منډه يې کړه او وتښتیدل. ښځه ودریده. په ګوډ قدم روانه شوه. ورو، ورو ګڼو کورونو ته نږدې کېده. د خړو کورونو په منځ کې ګوډه، ګوډه روانه وه. یوه کنډواله کور کې یوې ړنګې ړوچې کوټې ته ننوته. خړ دیوال ته يې تکیه وکړه. په کوټه کې يو زوړ توشک او زوړ پوزی پروت و. مخامخ دیوال کې یو لوی تصویر په شیشه يي چوکاټ کې ځوړند و. د ښځې سترګې په تصویر کې پاتې شوې. خپل دوه زلمي زامن يې څنګ په څنګ ولاړ و. یوه يې پر ښي مټ ټوپک يښی و بل يې پر چپ. اوږدې څڼې يې پر اوږو پرتې وې. خولې يې له داسې خندا ډکې وې چې ښځې ته يې هم خوند ورکړ. موسکې شوه خو بیرته یې شونډې ورپيدې، د دوو جنګیالیو زامنو دوه په مرمیو سوري جسدونه ورپه یاد شول. سترګې يې له اوښکو ډکې شوې. ورو، ورو تصویر ته ورنږدې شوه. له اوښکو ډنډ سترګو يې د زامنو څیرې ګډوډې کړې.
-ولې؟
له درده ډکې چیغې او د شیشې شرنګ د کنډواله کوټې چوپتیا ماته کړه. د مات شوي چوکاټ شیشې پر ځمکه تويې شوې. ښځې پر خړ دیوال سريښی و، سلګۍ يې وهلې، له لاس څخه يې وینه بهیده. د ولې پوښتنه يې بیا، بیا تکرار کړه خو هیچا ځواب ورنه کړ. د مات شوي چوکاټ په تصویر کې دوه جنګیالي زامن همغسې له خندا شنه و. داسې خندا لکه د خپلې لیونۍ مور په بې وسۍ چې ملنډې وهي.