شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبشعریوه شپه به داسي راسي / عبدالباري جهاني

یوه شپه به داسي راسي / عبدالباري جهاني

یوه شپه به داسي راسي چي پر خیال به دي اوریږم

له لیمو به دي خوب تښتي هر نفس به دي یادیږم

هغه شپې به دي سي یادي چي مي ګل غوندي ځواني وه

چي د ښکلیو ناوکیو سترګکونو ارزاني وه

چي یاران وه چي مستي وه چي د میو پریماني وه

نن پر خپلي هستی باریم له هر ګام سره توییږم

له لیمو به دي خوب تښتي هر نفس به در یادیږم

هغه شپې به دي سي یادي چي د خیال ګودر ته تللو

د امیل له شرنګارنګه له غمازه بیریدلو

سپیلنی د رقیب سترګي له نظره پټیدلو

د خپل عمر نظرمات یم په سکروټو کي اوسیږم

له لیمو به دي خوب تښتي هر نفس به دریادیږم

چي په لاس دي شنه بنګړي وه یو په یو مي مچوله

له باړخو رنګین خالونه په لمن کي توییدله

له حیا به سره لمبه سوې ما دي مینه تخنوله

نه بنګړي سته نه خالونه نه دي غیږي ته در لویږم

له لیمو به دي خوب تښتي هر نفس به در یادیږم

ته له خپله بخته ژاړه او زه خپل نصیب وهلی

ستا په ښار کي زکندن مي قسمت نه دی رالیکلی

یوه ورځ به څوک در ږغ کي ستا شاعر له نړۍ تللی

ستا د سرو اوښکو په لار کي به تابوت رنګه تیریږم

ورځ مي تیره سي په اوښکو د شپې ستا په خیالو پایم

په کوګل کي مي یو نوم دی یوه ستا سندره وایم

جهاني به تر لحده دا یو نوم پر شونډو پیایم

لکه پاڼ د زرو کالو هره ورځ وایم نړیږم

له لیمو به دي خوب تښتي هر نفس به در یادیږم

د جون د میاشتي دوولسمه ۲۰۰۳ ویرجینیا

4 COMMENTS

  1. دروند جهانی صاحب،سلامونه او ښې چارې؛

    استاذه.ستا شعرونه دخپریدو سره سم لولم.په قلم دې لا زیات برکتونه وشه
    په زړه وره پښتنی مینه. ډ.حمیدالله زړه ور صاپفئء

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب