دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeکالمونهقانعد پیغام رسولو هڅې / عصمت قانع

د پیغام رسولو هڅې / عصمت قانع

د میربت کلا غلام ګل ګوروان ته یې په عامه ژبه پک غوبه ویل. غلام ګل له ځوانۍ څخه پک وو یعنې نه یې پرسر تار درلود او نه یې په چا کار درلود.

د سهار په خړه کې به یې د کلي غواوې، غوایي، خره کوټکي، ګیله ګیان یعنې سخوندران د غره پر لور وشړل او له خپلې زیړې تولۍ سره به تر تور ماښام پورې د غره په لمن کې د پادې او ګورم په پوولو او روزلو بوخت وو. پتک به یې له اوبو، توبره به یې د ډوډۍ له اتامو او شپیلۍ به یې له نغمو  ډکه وه.

چې ماښام به یې کلي ته ګورم راپه مخه کړ، نو پر لاره به یې سندرې ویلې، عجیبې عجیبې غړانګې به یې کولې: شاه وزیره یاره ډېره مینه مه کړه او ګل  پر قره باغ دی جانانه، د شا غاسي یاره جانانه، شاغاسي مړ سو بارکزي ژړا کوینه ـ ګل په لمن خپور دی، کمیس د چټې های های جانانه.

د میربت کلا ګورواني خو ګورواني نه وه تیاره پاچاهي وه ـ ۱۲۰ کوره کلی وو، هر کور څلور بول درلودل. د غلام ګل ګوروان پخه ډوډۍ له کلي څخه وه، جامه او ناروغي یې هم د کلي پر غاړه وه، پردې علاوه په هرو لسو څلور بولو کې یو د غلام ګل په پخه پچه ختلی وو.

د کلي اخندزاده صاحب چې د غلام ګل غوبه پر خلاف یې ګڼې څڼې درلودې او هر سهار به یې د شر شمو په تېلو غوړولې هم د کلي د پخې ډوډۍ تیار خور وو.

زموږ په کلیو او بانډو کې درې ډوله خلک دي، چې له ولس څخه پخه ډوډۍ راټولوي، ملایان، غوبانه او ډمان، هغه خلک دي، چې پخه ډوډۍ یې د هر کور پر نغري او تبۍ باندې حواله ده.

د کلي اخند زاده صاحب هم پخه ډوډۍ د چړیانو په وسیله له کلي څخه راټولوله او له غلام ګل غوبه سره یې خورا یارانه جوړه کړې وه، په جومات کې به یې د ماخستن له جماعت ورکولو وروسته د غلام ګل غوبه صفتونه کول او د کلي د پادې په باره کې به یې د غلام ګل غوبه مسولیتونه د کلیوالو د تائید او ملاتړ وړ بلل.

خبره بله وه. اخند زاده صاحب پر غلام ګل غوبه باندې نه وو عاشق شوی. له تېرو دوو کالو راهیسې اخندزاده صاحب کونډ وو، میرمن یې د لنګوغ پر وخت مړه شوې وه، د خپل طبیعت له مخې کلیوالو د ځان سیال نه باله، چې لور او خور ورکړي او د نږدې کلیو او بانډو اخندزاده خېلو او صاحب زاده خېلو چرت نه پکې وهلو.

د غلام ګل ګوروان په کوڅه کې دوې کونډې وې او هغوی هم پرځای ناستې وې. له مودو مودو زاریو وروستو اخندزاده صاحب د کلي کوروان راضي کړی وو، کله چې پاده او کورم کلي ته راولي او غواوې د کونډو پر کوڅه د څښتنانو کور ته ورسپاري، نو د اخندزاده صاحب له ادرس څخه به ښکنځل کوي.

پک ګوروان چې به څنګه د کونډو پر کوڅه رابرابر شو، نو زیړو غواوو ته به یې په حکیمانه ښکنځلو خوله پرانیستله.

چوی چووي ستا په ک…. کې د اخندزاده صاحب دا غټ بلاګی در ووهم، های های دې خوا راوګرزه ستا په دا شي کې د اخندزاده صاحب دا غټ موږی در ومنډم.

څه دپاسه دوې هفتې د ګوروان په ژبه د کلي د غواوو په مخصوص آلت باندې د اخندزاده صاحب دا غټ موږی ور حواله کېدلو، چې بالاخره د کلي چړیانو او طالبانو ګوروان د اخندزاده صاحب د توهین په تور د ماښام په خړه کې د ډانګانو او سوټیانو تر وارونو او ګوزارونو لاندې کړ.

پک ګوروان په مرګ سره وټکول شو، پښتۍ یې ماتې شوې. د میربت کلا دیګان موچي به ویل، چې کبرغه کوروان شکستانده شده است.

سهار په کلي کې اوازه ګډه شوه، چې پک غوبه د جومات چړیانو او طالبانو په مرګ وهلی دی، هېچا ته هم د ګوروان د وهلو او ټکولو علت نه معلومېده، ځکه چې د جومات او ګوروان ترمېنځ داسې خواږه روابط موجود وو، چې وهلو او ټکولو ته حاجت نه پاتې کېده. کلیوال مجبور شول، چې د غوبه د وهلو او ټکولو پوښتنه وکړي.

سهار وختي څو تنو سپین ږیرو د پک غلام ګل عیادت وکړ او هم یې د وهلو ټکولو په باره کې پوښتنه ترې وکړه.

ګوروان بیچاره په زګیروی کې ورو، ورو کلیوالو ته وویل، چې اخندزاده صاحب په خپله د غواوو په آلت کې د خپلې غټې ډګې د وهلو فرمایش راته کړی وو.

وروسته کلیوال پوه شول، چې اخندزاده صاحب غوښتل، چې د کوڅې کونډو ته د خپلې مظبوطې تناسلي آلې پیغام ورسوي.

د غلام ګل ګوروان او اخندزاده صاحب کیسه مې په کابل کې تر هغو پیغامونو پورې راپه یاده شوه، چې د اقتدار د کونډې لونډان سیاستمداران یې کله کله په سمبولیکه توګه د تصمیم ګیرۍ د مرکز پیریانو ته ور رسوي.

د لږه کیو هزاره ګانو، ازبکانو او تاجیکانو نماینده ګان د ISI ادرس ته همدا پیغام رسوي، چې ګویا همدا دوی دي، چې د واحد افغانستان پر ضد د پنجاب له ارمان سره مرسته کولای شي، خو د هېواد قومونه نه پرې پوهېږي او دغه پیغام د قومونو پښتۍ ماتوي.

د تکنو کراتانو په جامه کې بیا ځینې لونډان امریکا ته پیغام رسوي، چې ګویا همدا دوی دي، چې کولای شي د خپل سامان په زور د کونډې رضایت ترلاسه کړي.

خو فکر نه کوم، چې د افغانستان د سیاسي واک کونډه دې لا تر اوسه پورې دغو خاصو پیغامونو ته متوجه شوې وي.

زما په خیال تر څو چې د کونډې د وراثت اصلي ادرس د افغان وطن، افغان ملت د کابل د اقتدار له مرکز څخه د پردو هیلو تار په ملي تېغ غوڅ نه کړي حالات به همداسې وي.

له محور ورځپاڼې په منننې.

6 COMMENTS

  1. هم کیسه وه ، هم پیغام. هم په زړه پوری هم تریخ واقعیت . ایکاش چی دا ښکلی پیغام زمونږ ټولو لوستو او نا لوستو ځوانانو پوری رسیدلای وای.

  2. یاره قانع صاحب صد سلام،
    بس همدا خبره ده، چه دوی غواړي څنګه اسانه او ارزانه پیغام ولیږدوي اودځان لپاره مارکیټینګ وکړي
    خو افغانان اوس پوهیدلي دي چه داهسی تالي ځټي مزدوران دي

  3. ډیره په زړه پوری لیکنه

    قانع صاحب خدای دی تل ژوندی لره او د پښتنو د ویښتابه دغه دروند مسولیت کی درته د الله پاک څخه د زړه له کومی بریالیتوب غواړم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب