پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+د شلګر سيمې د ښادۍ په سندرو کې د ښځینه احساساتو انځور

د شلګر سيمې د ښادۍ په سندرو کې د ښځینه احساساتو انځور

 پوهنيار نقيب الله خانيخېل

د غزني پوهنتون د پښتو څانګې استاد

لنډیز

په دې مقاله کې د شلګر سيمې د ښادۍ په سندرو کې د ښځینه احساساتو انځورونه څېړل کېږي، د واده په دودونو او په بېلابېلو پړاوونو کې د سندرو پر ډلبندۍ خبرې کیږي،  د ستنې سندرې، د کوتونې پیغوریزې سندري، د  پوښ تمجیدې سندرې، د چای او ډوډۍ پیغوري او د غندنۍ سندرې، د نکریزو او موټ خلاصېدو سندرې، سهار له خوبه د پاڅيدو او د چای سندرې، د ناوې د پیکي او کمیس اغوستو، د ناوې د مخه ښې سندرې او له دې سره په خوا کې په دودنو او د هر پړاو سندرو پر انګېزه او موضوعي اړخ باندې هم لږو ډېر بحث شوی دی.

سریزه

شلګر د افغانستان د غزني ولايت په سوېل کې يوه پراخه او هواره سیمه ده، چې ګڼې پښتني قبيلي پکې ابادې دي، د تاريخ په اوږدو کې دې سيمې په خپل بستر کې د پښتو ژبې د ګړني ادب ډېر ژانرونه د مرګ په خوب ویده کړي او دا لړۍ د هرې ورځې په تېرېدو سره مخ پر وړاندې روانه ده، خو ځينې یې تر اوسه هم لنډه لنډه ساه غورځوي.  د نثرې  ټوټو په خوا کې  ګڼ ګړني نظمونه چې په زړونو خواږه پرېوځي لا هم شته.

 د ښادۍ په دودیزو نمانځنو کې ولسي ښځینه سندرې هغه څه دې چې د هر اورېدونکي احساس پر څپو راولي او د مینې انګېزه یې ځوانوي، په دې سندرو کې د ښځو احساسات، عاطفه، فکري وړتیا او فطري قوت له ورایه څرګندېږي او هم د ولس په اعتقاداتو، دودونو، باورونو د لوړ فکر باز الوت کوي. د ښادۍ نمانځنه ښايي په ټولو پښتون مېشتو سیمو کې په لږ توپیر ورته والی ولري، خو سندرې یې د هرې سیمې بېلې او بېل اړخونه انځوروي، د شلګر د سندرو په تحلیل کې د نالوستو پنځوونکو ښځو فکري ا وهنرې تومنې ځواکمنۍ د دغه ولس پر پیاوړي فطري ذکاوت باندې دلالت کوي، چې په خاص مهارت او هنري قوت الفاظ د نظم په هار کې پېيې او د کلتور غاړې ته ښکلی امیل ترې جوړوي.

د څېړنې اهمیت او مبرمیت

د دې څېړنې اهمیت په دې کې دی، چې د یو ولس فولکلوریکه شتمني د مرګ له ګواښه خوندي کېږي، په څېړنه يې د یوې ټولنې ټولنیزه سایکالوژې پیژندل کیږي، د نالوستو ښځو احساسات، باورونه، انګېرنې، غوښتنې،  فکري استعداد  او هم د ټولنیزو څېړونکو لپاره په ټولنیزو مسایلو د څېړنې سوژې معرفي کیږي.

د څېړنې موخه

 د دې څېړنې موخه دا ده، چې د شلګر سيمې د ښادۍ پر کلتوري دود باندې رڼا واچول شي او ترڅنګ یې هغه سندرې معرفي شي چې د نالوستو ښځو له فکري عظمت څخه یې سرچینه اخیستي، څو په راتلونکې کې فولکوریستان د دغه ولس نایابه شتمنې راټوله او خوندي کړي.

د څېړنې میتود

دا موضوع په تشريحي ډول څېړل شوې او د څيړنې ډول ساحوي دی، چې د مرکو او مشاهدو له لارې يې مواد راټول شوي دي.

د څېړنې پوښتنې

په دې څيړنه کې لاندې پوښتنو ته ځوابونه موندل شوي.

۱ . د شلګر سيمې د ښادۍ سندرې د نورو سیمو د ښادۍ له سندرو سره څه توپير لري؟

۲ . د دغو سندرو د ټولولو موخه او ګټه څه ده؟

۳ . دغه سندرې له محتوایې اړخه په کومو برخو وېشل کېږي؟

۴  . ټولنیزو څیړونکو ته په کومو برخو کې خام مواد په لاس ورکوي؟

اصلي متن

فولکلور د کلتور په ویړه غیږ کې هغه نوم دی، چې د کلتور په مطالعه کې خپل ځانګړی هویت په ډاګه کوي، فولکلور د کلتور د یوې ارزښتناکې برخې په توګه په ټولنیزو څيړنو کې د بحث وړ دی.

کلتور د یوې ټولنې مادي او معنوي پدیدې تر بحث او غور لاندې نیسې. په معنوي کې اخلاق، هنر، علم، فلسفه، سیاست، فکر ، ژبه ، منطق، احساسات او نور….  ، په مادې کې ودانۍ، جامې، بېلابېل وسایل، ټاټوبي او نور اړخونه راځي.

(دپښتو فولکلوري ادبیات،۲۷مخ)

فولکلور: دفولکلور د سکښت او جوړښت په اړه نظریات وېشلې دي، یوه ډله څيړونکې په دې اند دي، چې فولکلور د انساني ژوند ټول اړخونه په غیږ کې ځایوي، بله ډله بیا فولکلور یوازي احساسات ګڼې چې د پېښو پر وخت د یوځانګړي ولس له خوا چې په یوه ګډه ژبه خبرې کوي، څرګندېږي.

د پښتو تشریحې قاموس یې د کلتور هغه څانګه بولې چې د انساني مشخصو عنعنو، دودونو، نکلونو، افسانو، ارزښتونو، ټوکو، کرکو، انګیزنو، شګومونو، اعتقاداتو، طب او داسې نورو باندې بحث کوي.

(دفوکلورپيژندنې لارښود،۲ او ۹ مخونه)

د ښادۍ سندرې چې په ډېرو پښتنې سیمو کې په لږ او ډېر محتوایې توپير شته، خو، د عصر په بدلون سره سندرې هم خپله جوله او بڼه بدلوي ا وځينې یې د متروکۍ تر بریده رسیږي، د شلګر په ودونو کې سندرې د نورو سیمو له سندرو سره په محتوا کې بېلې دي او د هر اوریدونکې د ښکلا پر احساس اغیز پرېباسې، د ښادۍ دغه سندرې له کوژدې پیلېږي او د ناوې تر ښکته کېدو پورې قدم په قدم زمزمه کېږي.

د ستن سندرې( دستمال)

 کله چې دواړه لوري د دوستۍ په هوکړه سره یوه خوله شي، د ناوې کورنۍ ورته هغه مالګه چې په لاسي صنایعو مزین شوې وي، د خپل رضایت او خوښې د تلپاتيوالي په موخه رااخلې، دکلي ملا مخکې یې ږدې له نکاح وروسته یې د زوم والو پر اوږو  وراچوي. کله چې دغه هوکي د زوم کور ته رسېږي، د ښځو له لوري په دا سې سندرو بدرګه کیږي:

دستمال یې راوړ څیرۍ پرې پوري ـــ  پرې بوره مه شې د هلک مورې

شنې کوترې راغلې د کاریز په سپرغوـــــ  دا د فلانکي رویمال یي راوړ د فلانکي په ولو

راغی رویمال راغلی رویمال ترخې رپوې ــــ په مخ کې یې فلانکی دی زرغون شال یې باد وهي

تر کندو لاندې ښامار دی موږ ښامار وژلی دی ــــ  په فلاني مې زېری باندې موږ رویمال راوړی دی

شنې کوترې غټې ژورې  ــــ  رویمال یې راوړ د څڼيورې.

( درېیمه مرکه)

د واده سندرې

په شلګر سیمه کې د واده دودیزه عنعنه په څو پړاوونو کې ترسره کېږي، چې هر پړاو یې په فوکلوري غېږکې زرینې مرغلرې لري.

د کوتونې او خوړې سندري

 د دوستۍ په لومړۍ ورځ د کوتونې او خوړې په کمیت او کیفیت هوکړه کوي، د واده له پیل یوه ورځ وړاندې د زوم کورنۍ له لوري د ناوې کورنۍ په واک کې ورکوي، کوتونی (دحلالي مال) چې د کلي د مشرانو او ځوانانو په شتون کې پرې چاړه راتېرېږي او هډ هډ کېږي. په دغه جریان کې د زوم کورنۍ په استازیتوب یو کس د خوړې د کموالي او زیاتوالي په تکل څارګر وي. دغه څارګر د ښځو له لوري په نیښ زنو سندرو کې یادېږي:

غویی حلالوئ لکۍ یې پرېږدئ  ــــــ لکۍ یې د فلاني په لکۍ کېږدئ

کوتونی د غويي دی ، غویی په سر چرګی دی ــــ فلانی چې پرې را سپور دی دا څه عجب نیلی دی

څوک غویی حلالوي، فلانی غویی حلالوي ــــــــــ فلانکی ورته ولاړ دی د کولمو پټکی تړي

د پوښ سندرې

 پوښ یا په کلیوالي ګړنه ورته ورا ویل کېږي، د واده د پیل دویمه مرحله ده، چې د ناوې کور ته ګڼ شمېر ښځې او څه سړي د ورځې په وروستۍ برخه کې روانیږي، څو د نوي دوست له میلمه پالنې برخمن او هم د ناوې عنعنوي دودیز مراسم  ترسره کړي. ښځينه وو ته خیښۍ او نارینوو ته ورا باڼ وایې.

د خیښو حرکت په سندریز البوم کې ښکلی انځورېږي.

ښه شو شنې کوترې بغدادي شولې  ـــــ ښه شو د فلانکي خېښې رهي شولې

شنې کوترې په زورې شوې نه ځایږي ــــ دا د فلانکي خیښې رهي شوي نه درېږي

 دا د سپیرې غونډۍ له سره ــــ تر دا نن ښادي مې جار کړې موږ په ځو تر مازدیګره.

کله چې د پوښ موټریز کاروان د ناوې کور ته په نږدې کېدو شي، پوښوالې دریا ټکولو او سندرو زمزمه کولو ته زور ورکړي:

فلانکي ته وا ترمخ شه ــــ موږ د چیچکر کور لیدلی نه دی

اور دې بل سکاره دې مړه دي ــــ فلانکي ته وای راووځه شهزاد ګان دې میلمانه دي

د ناوې کور ته په رسېدو سره سم سندرې له تمجیده په پېغور واوړي، دواړه لوري کوربنې او مېلمنې د ځان لویه او د بل کمه غواړي، کلیوالي ګړنه دغه سیالۍ په ( کنځاکیو) نوموي.

میلمنې: د ښاره منځ کډې وډې ده میدان نلري ــــ دغه فلانکی مې ده بې سیاله ټغر نلري

         د خونې ور یې د کنبدې په شان جوړ دی ـــــ دا دې ناوې کور دی

        په دیوالو یې د مچانو شورماشور دی ــــــ  دا دې ناوې کور دی.

کوربنې: خدایه موږه نه غوښتې دوی راغلې ــــ دوی خو د لړسنو په بوی راغلی

         په لاره چې  راتلې لکه ستوری ځلیدې ـــــ په کلې چې راګډ شوې لکه سپۍ وغپيدې

      فلانیه اصل وې کم اصل وختې   ـــــ په غولې د بې سیالو څپلۍ وختې

    خدایه زموږ څه کبر زاوال شو ـــــ چیچکر مو په لیمڅي راسره سیال شو

(۷ :مشاهده )

چای سندرې

 ورته ډېرې سندرې په ځانګړې لیوالتیا او په پوره ژمنتیا له دواړو لوریو تبادله کیږي، چې ننداریزه فضا یې بیل کیف لري. له دغې سیالۍ وروسته میلمنې د ستړیا کمونې په تکل د چای بلنه مني، خو د چای څښلو په دوران کې هم خولې نه پټوي، خپلې غوږوهنې او طعنې  په مقابل لوري د سندرو په ژبه تپي:

سپنې وریځې ژیړ غوړې پرې باندې  ــــ چای یې راوړ زېری مې درباندې

چای یې په چای جوش کې ثنا کړی ــــــ فلانی یې په پیالو پسې لېږلی

تور چای جوش دې غیمه له تور چای سره ـــــ موږ ته چاکلیت راوړه له شنه چای سره

موږه ګوړه نه خورو ګوړه توره ده ــــــ موږه له چاکلیټو سره جوړه ده

واه ! توړۍ نوم دې راچې هېر شوــــــ د چاکلیټو خرکار اوس له کلي تېر شو

د موږ د ناوې سر نه پورته کېږي ــــــــ دا خو په تور چای ډېره شرمېږي

له چای وروسته د ماخستن تر ډوډۍ پورې وقفه او دمه رامنځته کېږي، مېلمنې په خپلو کې مجلسونه کوي، د ځان درنې او د بل سپکې وایي، کوربنې د مېلمنو د ښې مېلمه پالنې په موخه چمتووالی نیسي.

(۵: مرکه )

د ماخستن ډوډۍ سندرې

 د ماخستن په ډودۍ دواړه لوري یوه خوندوره سندریزه سیالي، چې په پیغوري محتوا باندې راڅرخي ترسره کوي.

میلمنې : سپینې وریزې زېړ غوړي پرې باندې ــــــ ډوډۍ یې راوړه زېری مې درباندې

کوربنې:  لیږ لیږ ډوډۍ خورئ کال خو نه ده د کاختۍ ــــــ که کال شو د کاختۍ زړه ورکړئ، په ډوډۍ

میلمني: موږه دغه ډوډۍ نه خورو دغه ډوډۍ سی لري ـــ دا بله خور دې راکړه دا خور دې پېری لري

کوربنې: لو لو ګولې مه کړئ، پرې ټمبه به شئ ــــ  د مچ کولمې به درکړو پرې تازه به شئ

میلمنې: فلانیه په لیخک کې وریزې تو کړه   ــــــ فلانیه دغه سپۍ له موږ در تو کړه

کوربنې: موږه نه سپۍ یو نه سپۍ خبرې کړو ـــــ موږه  له خیښۍ سره څو غورې کړو

(۵:مرکه )

د ډوډۍ تر پایه دواړه لوري ښې ستړې شي، خولې یې وچې او شیمه یې پاته نه شي، نو خولې بندې کړي او د شپې پوخوالي ته چې هلته د نکرېزو د څرخولو او ناوې موټ د خلاصولو دود تر سره کیږي، ځان هوسا کوي، څو هلته پاته رانشې. د شپې په نیمایې کې خیښې د انګړ منځ ته راوځي او د نکریزو ډک لوښي چې شمعې  اوخورۍ پکې بلې وي، پر سر نیسې، لوی اټن جوړوي او د نکرېزو سندرې له شړنګېده دریا سره زمزمه کوي.

د نکریزو سندرې

 په دې وخت کې دغسې سندرې وايي:

   در مو وړې نکریزې خورۍ یې بدرګه ده ــــــ نوره ناوې ښه ده ادې یې نادیده ده

در مو وړې نکریزې خورۍ پکې غوټې وهې ـــــ نوره ناوې ښه ده، ادې خویې دعوې وهي

له نکریزو څرخولو وروسته مېلمنې او کوربنې دواړه لاسونه سره کوي او د ناوې موټ خلاصولو تابیا کوي، ډېرځله د ناوې پر ځای د کلي بله پیغله د ناوې په رول کې کینې او له مېلمنو سره د موټ په خلاصولو کې زور وهي، باورونه دا دې چې په دې سره د ستړو په مقابل کې د ناوې مقاومت جوتوي. کله چې موټ خلاص کړي په نیک فال پخوا به څو پیسې وې او اوس د طلا ګوته پکې ږدې، چې دغه جریان سندریز کېږي او دواړه لورې پکې خوږې ترخې بیانوې.

کوربنې : د موږ د ناوې سر نه پورته کېږي ـــــ دا خو په پنځوسې ډېره شرمېږي

میلمنې: ناویه خوامې نه درته بدیږي ــــــ ژړا دې د پردۍ را معلومیږي

کوربنې:  اسلام علیکم جوړپخیر تازه اوسې ــــ د موټ روپۍ د نشته ترعمره شرمنده اوسې

میلمنې: تر تورپيکي  د مزی ګرځېدلی   ـــــ ناوۍ د ښو ځوانانو میر دی کړی

سهار له خوبه د ويښېدو سندري

سهار له خوبه چې مېلمنې له خوبه پورته شي،  داسې نرمه زمزمه واخلي:

د سهارچرګو نارې له خوبه یمه   ـــــ دا د فلاني کجاوې بار دي اوس به ځمه

پورته شه ناوۍ د سهار ګل وغوړېده ــــ پورته شه ناویه فلانۍ سپور ودرېده

 فلانیه!  لور دې والوته کورته شوه ــــــ ښه خدمت یې وکړه مسافره شوه

فلانیه! لور دې والوته  هوسۍ شوه ـــــــ ښه خدمت یې وکړه پردیسۍ شوه

دکمیس سندري

 دود دا دی چې د خسر له کوره ځانګړی کمیس چې په لوړ خیال او ښکلي کلیوالي ډیزاین جوړ شوی وي ناوې ته وراغوندې، د کمیس موضوع دسندرو برخه ګرځې:

اول د یاګیډۍ کړې یا بیډیه  ــــــ فلانې ژڼې در واغوستې جولیه

کمیس دې د وریښمنې الوچې ده ــــــ ټیکری دې د ابا درویزې ده

ناوۍ که چکن غواړې اوس دې وار دی ـــــ خسر دې په دوبۍ کې جما دار دی

(۶: مرکه )

د پیکې اړولو سندرې

  پیکی په تورو نه ورانیږي ـــــ چې وخت یې راشې سلایې یې ورانوینه. په سیمه کې دود دی، چې د  واده په ورځ له غرمې وروسته کم عمره ماشومه راځي او د ناوې سر په کلمه داره روپۍ باندې په دوه لارو بېلوي، چې دغه د پېکي عمر ته پای ښودل او د پیغلتوب له مرحلې څخه دمخه ښې په مانا ده. د پیکي ستاینه او په پیکې پورې تړلې ډېرې خبرې په ولسي سندرو کې ځای شوي، چې څو یې د بېلګې په توګه را اخلو:

په تورپیکي دې نه نیودو لاسونه ــــــ کم عقلې اوس به یې وکړې ارمانونه

رنګارنګ کړۍ پرې کېږدۍ چې ځلېږي ــــ د موږ ترمنځ به ځي ښه به ښکاریږي

په تورپیکي دې ډېرې منډې وکړې ــــــ ماما دې سکنی وه خلاصي نه کړې

(۵: مرکه )

د ناوې د مخه ښې سندرې

 د ورځې په وروستیو کې وراباڼې له ناوې مخته، د ناوې له کوره وځي، د کور بهر ورته د انتظار شېبې لنډوي. ناوې له خپلو کلیوالو، خپلوانو او کورنیو سره دمخه ښې مراسم پر ځای کوي، تر هغه وروسته لوی شال پرې هواریږي، لس پنځلس همزولې ورپټيږي، ناوې ژاړي او ملې ورسره خپل جذبات، احساسات، ناهیلي او بې وسي په سندرو کې داسې رانغاړې.

ناوۍ دځوزو کوټه کیږده سرسایه دې شه ــــــ دا خسرخېل درته ولاړ دي صدقه دې شه

میرزایي قدم راواخله نرۍ لار جوړه ده  ــــــ  د فلاني لایقه نه وې حکم خدای کړی ده

در ومو ایسته خالداره څڼيوره  ـــــ دوسه اوس یې رنګ ګورې که ونه

در ومو ایسته بلبله ناوکیه ــــ چیچکرو پسې شکې کړئ لکیه .

دغه سندرې چې کله د مېلمنو ښځو تر غوږو شې، هغوی هم ورسره یوه خوله بنډار تازه کوي، چې دریا او ډول ډبول ورسره ځانګړی ولولې لیږدوي.

میلمنې : کلی که الله کړئ که بلا کړئ ـــــــ مخ به توروئ ناوې به راکړئ

          اوس به مو غاښونه تېرو بېر کړم ــــ اوس به بابیړۍ درباندې هېرکړم

کوربنې : څه سپینه کلا ده په برج کې یې رڼا ده ــــ فلانکیه زوی دې مړ شه نن دې کړې ناروا ده

میلمنې: ناوۍ موټر ته وخېژه اینګارې کړه ــــ زوړ صندوق یې درکړ را غورځار یې کړه

        ناوۍ موټر ته وخېژه نارې کړه ــــــ په مور کې دې غوټې کولمې پرې کړ

       دوسه وار دې ولې خطا کړی دی ــــــ ولور خو دې پروسږ کال خوړلی دی

کوربنې: د موږ ناوې راځه په روی رویداره شي ــــ چې بل منی راځي بېرته راخواره شي

         ګوره فلانیه چې لیوه نشې  ـــــ کمکۍ نجلۍ مو درکړه چې یې ونه خورې

     وکړئ دعا وکړئ دعا خدای نه قبلوي ـــ په مخ کې یې زیارت دی خدای دې نه ترې تېروي

میلمنې : شا مو درته مخ مو پرته ـــــ د کلي خوله مو غیو له یوه ملا چې پرته

         ښه شو تر دا  شنو ونو راتېره کړې ــــ ورور دې په کولمو شو ته یې هېره کړې

      ښه شو په پلاله اوبه ولاړې ــــــ ښه شو له چچکرو څخه مو راوړې

     ښه شو په بورې اوښان راوخاته  ـــــ ښه شو له چیچکرو مو لاس وخاته

     د موږ د ناوې لوړ لوړ باړخوګان دي ـــــ سونډان یې د بابا کلا برجان دي

   تمامه شپه مو تېره په ویاله کړه  ــــــ کافر کلي چنګښه را واده کړه

 د خسر په کور کې د ناوې د ښکته کیدو سندرې

له پاسه راغلې حورې له کي راغلې باتوري ـــــ ژر ژر ښکته کېږه د سره فرنګي لورې

د موږ ناوکۍ زېړه سدوزۍ ده ـــــ له شاه پسې سپره ډنګره سپۍ ده

 ښه شو په تاخچه کې خمزوره شوې ـــ ښه شو د فلاني د لاس مزدوره شوې

ناویه ښه شې بده مه شې ــــــ که زموږ په دعا کیږي دکاکا د لاس کوزه شې

(۵ او ۸ : مرکه )

د ښادۍ سندرو په اړه سرمحقق زلمی هېوادمل دپښتو ادبیاتو تاریخ کې لیکې:( دغه سندرې چې دکوژدې او واده په مراسیمو کې له لومړنۍ هوکې نیولې بیا تر کوژدې، د واده د بېلابېلو مرحلو، د ناوې د بیولو او د واده د دریمې او اوومې ورځې په مراسمو کې د ښځمنو له خوا ویلې کیږي. بابولالې ددې سندرو یوه برخه ده، چې د ښادۍ په مراسمو کې د ویلو خاص ځایونه لري، د ښادۍ سندرې له دوو ټوټو، دریو ټوټو او ان کله تر دې له زیاتو ټوټو جوړې وي.)

(پښتو ادبیاتو تاریخ ،۱۳ مخ)

د پښتو ولسې ادب په هواره لمن کې خورا له ارزښته برخمنې مرغلرې لري، چې د ادب ولسې ګلبڼ ته  یې هم  ښکلا او هم ځلا وربښلې؛ که یې هره برخه وڅېړو د ژوند له ډېرو رازونو او رمزو څخه پرده اوچتیږي، چې څرګنده بېلګه یې د ښځينه وو په سندرو کې د هغوی وړتیا ، فکري قوت او پاک احساسات جوتول  او د یو ولس د کلتور، اعتقاداتو او انګېرنو طبیعي انځور ځړول دي، د دې ترڅنګ د یوې ژبې له سوچه کلمو، ترکیبونو، متلونو او ګړنو سره بلدتیا ده. که دغه سندرې او نور ټول فولکلوري مواد راټول او هراړخیزه څيړنه پرې وشې، د یو قام د هویت او ماهیت د درک ترڅنګ به د ادب پانګه هم ورسره غني شي.

پایله

په مقاله کې د غزني ولايت د شلګر سيمې د مېشتو پښتنو د ښادۍ په دودنو کې په ځانګړې توګه د ښادۍ پر سندرو باندې د زمان او محتوا په پام سره بحث شو او دسندرو ګڼې بېلګې وړاندې شوي، د ښادۍ سندرې د دوو کورنيو ترمنځ د خېښۍ له لومړنۍ هوکې څخه پیلېږي او د ناوې تر راوړلو پورې بېلابېلې مرحلې لري.  لومړنۍ يې د ستن سندره ده. ستن هغه په تصنعي توکو مزینه ډالۍ ده، چې د ناوې کوربانه یې د زوم خپلوانو ته د ځانګړو دودیزو مراسمو په ترڅ کې ورکوي، چې دغه برخه ځانګړي سندرې لري، چې بیلګه یې : دستمال یې راوړ څیرۍ پرې پوري ـــ  پرې بوره مه شې د هلک مورې

ورپسې دکوتوني سندرې هغه مهال ویل کېږي، کله چې د زوم له لوري د واده له خوړې سره غوین مال د ناوې کورته ورسیږي، هلته د کلیوالي اشر پر مټ غوین مال حلالیږي او ټوټه، ټوټه کوي، دغه مرحله ښځې په سندرو کې انځوروي او د زوم استازی چې په میدان وي، نیښ وراچوي. غویی حلالوئ لکۍ یې پرېږدئ  ــــــ لکۍ یې دفلاني په لکۍ کېږدئ

پوښ د زیاتو ښځو او کم شمیر سړو هغه ډله ده، چې په مازدیګر کې د زوم له کوره د ناوې د راوړو په تکل روانیږي، هلته شپه تیروي، ناوې ته دزوم له کوره وروړې ډالۍ او کالي له ځان سره وړي. په دغه مرحله کې ډېرې سندرې په احساساتې انداز کې د دريا په ملتيا زمزمه کېږي، لکه: ښه شو شنې کوترې بغدادي شولې  ـــــ ښه شو د فلانکي خیښې رهي شولې

شنې کوترې په زورې شوې نه ځایږي ــــ دا د فلانکي خیښې رهي شوي نه دریږي

له پورتنيو سندرو سره په خوا کې د ماسپښین چای، د ماخستن ډوډۍ ، د نکریزو څرخولو،  د سهار له خوبه دپاڅيدو، د سهار چای، د ناوې کمیس اغوستو، د ناوې پیکي اړولو، ناوې له کور سره د مخه ښې، د خسر کور ته د ناوې د رسېدو او ښکته کېدو د دوديزو سندرو پر هره مرحله بحث شوی او ځينې بېلګې يې هم ثبت شوي، چې په راتلونکي کې به د دې سيمې د مېشتو وګړو د فولکلوري سندرو په برخه کې له څېړونکو سره مرسته وکړي او تر څنګ به يې دا سندرې د تل لپاره له ورکېدو او متروکېدو څخه وژغورل شي.

ماخذونه :

۱ ـ هیوادمل، زلمی. (۱۳۷۹ ل ) دپښتو ادبیاتو تاریخ ، پيښور : دانش خپرندویه ټولنه .

۲ وفا، محمد داود. (۱۳۹۲ل ) دفوکلورپيژندنې لارښود،  ننګرهار: مومند خپرندویه ټولنه

۳ ازمون، لعل پاچا. (۱۳۹۹ل) پښتوفولکلوري ادبیات ، کابل : پکتویس خپرندویه ټولنه.

۴ـــ حاجی غلام جان. ۷۵ کلن، غزني، اندړ ، سیني کلی ، نالوستی ، د مرکې نېټه :۱۳۹۹/۱۲/۵.

 ۵ـ بي بي ملاله. ۵۶ کلنه، غزني اندړ ، چهاردیوال کلی، نالوستې،   د مرکې نیټه ۱۳۹۹، ۸/۱۶

۶ـــ صحرا . ۶۰ کلنه، غزني، اندړ، میري کلی ، نالوستې،  دمرکې نیټه ۱۳۹۸/۷/۲۶

۷ ـ  دحاجي سرور د زوی واده، غزني، اندړ، هوښیارکلی، مشاهده، ۱۳۹۸/۴/۱۲

  ۸ـ  اکبر ( اړو). ۶۸ کلن، غزني، اندړ، مهمان کلی، دنده: ولسي سندرغاړی، د مرکې نېټه ۱۳۹۹/۱۲/۲۴

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب