جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهروسیه: دا نه منو، چې له امریکا پرته پر افغانستان بحث نه...

روسیه: دا نه منو، چې له امریکا پرته پر افغانستان بحث نه شي کیدای

تاند:( چارشنبه، د میزان ۱۲مه) د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د افغانستان په اړه د روسیې په کوربه توب د ماسکو فارمټ له وروستۍ غونډې دفاع کړې ده.

نوموړي په تاتارستان جمهوریت کې د تېرې اونۍ د غونډې په اړه هغه قضاوتونه رد کړي، چې ګواکې د امریکا له حضور پرته به د افغانستان په اړه بحثونه بې پایلې وي.

په یاده غونده کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر او د افغانستان په اړه د سیمې د بېلابېلو هېوادونو ځانګړو استازو ګډون درلود.

کابلوف ویلي، چې دوی له دغو قضاوتونو سره موافق نه دي او نه مني، چې د امریکا له ګډون پرته د افغانستان به اړه بحثونه بې ځایه او بې ګټې دي.

مسکو فارمټ غونډه؛ طالب پلاوي ته څه وویل شول، دوی یې په ځواب کې څه وویل؟ – تاند (taand.net)

دا په داسې حال کې ده، چې نن په چین کې هم د سیمې د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه یوه غونډه روانه ده او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د یوه پلاوي په  مشرۍ ور بلل شوی.

په چین کې د د ټرانس همالیا غونډه؛ ملا متقي له کوم پيغام سره ورغلی؟ – تاند (taand.net)

امریکا متحده ایالاتو په ۲۰۰۱ کې د طالبانو د رژیم د نسکورولو لپاره د روسیې او ان ایران په ګډون د سیمې د ټولو هېوادونو همکاري او رضایت ترلاسه کړی و، خو وروسته یې دغه همغږي سره وپاشل شوه او د سیمې یو شمېر مخالف هېوادونه یې د طالبانو په ښکاره اوپټو ملاتړو بدل شول.

په ۲۰۱۸ کې، چې امریکا له طالبانو سره د سولې هڅې ښکاره کړې، بیا یې هم د سیمې ټول هېوادونه ځان سره ملګري کړل، خو په ۲۰۲۰ کې د طالبانو له بیا واکمنیدو سره ښکاري، چې د افغانستان په اړه د لویدیز او سیمه ییزو هېوادونو ملګرتیا بیا خرابه شوې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف د ماسکو فارمټ وروستۍ غونډې ته په استولي پيغام کې په ښکاره وویل، چې په هېڅ توجیه په افغانستان کې د امریکا او ناټو بیا ځلي حضور نه شي زغملی.

له دې سره، د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي کاظمي قمي په یوه تازه مرکه کې امریکا په افغانستان کې د داعش د بیا پیاوړي کولو په هڅو تورنه کړې ده.

د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ویلي، چې دوی افغانستان د هېوادونو د سیالۍ په میدان بدلیدو ته نه پریږدي.

د طالب ویاند له خبرو ښکاري، چې دوی د سیمې او لویدیز ترمنځ د اړیکو د توازن ټینګار کوي، خو طالب چارواکو او ویاندویانو یې د سیمې د ځواکمنو هېوادونو( روسیې او چین) په اړه تر اوسه داسې کوم صریح ځواب نه دی ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب